1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ريشتياهم طالب قوماندانان آزاد سوي دي

۱۳۹۰ دی ۲۱, چهارشنبه

افغان حکومت وايي چي د ګوانتانامو له زندان څخه د درو تنو لوړ پوړيو پخوانيو طالب قوماندانانو آزاديدل نه شي تائيدولای. د سولي عالي شورا وايي که واشنگټن دا کار کړی وي نو دا دامريکا پر دوه مخي سياست دلالت کوي.

https://p.dw.com/p/13hIU
جاويد لودين
جاويد لودينانځور: AP

نړيوالو خبري آژانسونو او د الجزيرې عربي تلويزيون داسي راپورونه ورکړي دي، چي گويا امريکا د خپل يوه اسير سرتيري د خلاصون په بدل کي درې لوړ پوړي طالب قوماندانان له ګوانتانامو زندان څخه آزادکړي او قطر ته ئې لېږلي دي.

ويل کيږي چي ملا فضل، نور الله نوري او ملا خير الله خيرخواه چي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د کورنيو چارو وزير وو اوس قطر هيواد ته رسېدلي دي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوديد لودين په کابل کي خبريالانو ته وويل چي دوی د دغو درو تنو طالب مشرانو خلاصون نه شي تائيدولای.

د لودين په خبره چي افغان حکومت له يو شمېر ملکونو سره د بنديانو د تبادلې قرار دادونه لري او کولای شي افغان بنديان پخپله افغانستان ته وليږدول شي.

امريکايي چارواکو ويلي دي چي دغه درې تنه طالب بنديان له طالبانو سره د سولي د خبرو د پيلېدو له پاره د واشنګټن د حسن نيت يوه برخه هم ده.

خو اصلي مسئله د هغه امريکايي سرتيري د خلاصون په بدل کي ده چي درې کاله دمخه له پکتيکا ولايت څخه د طالبانو له لوري تښتول شوي وو.

لودين وايي چي دوی هڅه کوي ټول هغه افغان بنديان چي په بهرنيو هيوادونو کي په خاصه توګه په ګوانتانامو کي بنديان دي افغان دولت ته وسپارل شي:

«د يوه امريکايي سرتيري د خلاصون په بدل کي چي طالبانو له ګوانتانامو څخه د خپلو ځينو مشرانو د خلاصون غوښتنه کوله موږ په دې مسئله کي په جريان کي وو، خو موږ دا نه تائيدوو چي ګويا ملا خيرالله خيرخواه، ملا فضل او ملا نورالله نوري دي له زندان څخه آزاد شوي وي».

د افغانستان د سولي عالي شورا بيا د بندي په مسئله کي واشنگټن په دوه مخي سياست تورنوي او وايي چي د افغان حکومت او ددوی له چارواکو سره بايد مشوره سوې وای.

ددغي شورا يو غړی مظفري وايي چي که واشنگټن دا کار کړی وي نو د هر ډول راتلونکو ستونزو مسئوليت به د امريکا پرغاړه وي.

«که د افغانانو او زموږ د دولت له سلا پرته امريکايانو داسي کومه پريکړه کړې وي دا نو بيا د هغوی دوه مخی سياست څرگندوي او دا ښه عمل نه دئ».

د اونۍ په سر کي افغان ولسمشر حامد کرزي خپلو اړوندو ادارو ته امر وکړ چي د بګرام د امريکايي زندان د تسليمېدو له پاره ځانونه چمتو کړي.

خو ا مريکا تر اوسه نه دي ويلي چي آيا دغه زندان او په افغانستان کي نور کوچني او غټ زندانانو به افغان دولت ته وسپاري که نه.

نړيواله ټولنه تور لګوي چي افغان دولت د زندانيانو د ساتلو وړتيا نه لري او دوی ته د بنديانو د شکنجه کولو راپورونه ور رسېدلي دي. خو افغان حکومت دغه تورونه نه مني.

ميرويس جلالزی/ کابل
کتونکی: نجيب الله زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب