1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا رشتيا هم نيول سوی کس د القاعدې غړی دئ؟

۱۳۹۰ اسفند ۱۰, چهارشنبه

د مصر امنيتي چارواکو ويلي دي چي د القاعدې يو لوړ پوړی چارواکی سيف العدل ئې د قاهرې په هوايي ډکر کي نيولی دئ. خو نيول سوي کس ويلي دي چي سيف العدل نه دئ.

https://p.dw.com/p/14C7h
انځور: Fotolia/Aamon

د قاهرې د هوايي ډگر چارواکو ويلي دي چي دغه کس چي دغه راز د محمد ابراهيم مکوي او ابراهیم مدني په نومونو ياديږي، د اماراتو د هوايي شرکت په یوه الوتکه کښي له پاکستان څخه دوبۍ او بيا مصر ته ورغلی دئ.

سيف العدل په ۱۹۹۸ کال کي په کينيا او تانزانيا کي د امریکا د متحده ایالاتو پر سفارتونو باندي د بريدکوونکو له طراحانو څخه دئ. د امريکا د متحده ايالاتو فدرالي پوليس (اف بي آی) ددغه کس د نيولو په لټه کي دي. پردغه کس د نيولو له پاره پنځه ميليونه ډالره جايزه هم ايښوول سوې وه.

د القاعدې شبکې د مشر اوسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته تر هغه وخته پوري چي ايمن الظواهري ددغه شبکې مشري پر غاړه اخيستله، سيف العدل ئې د لنډي مودې له پاره مشر وو.

«زه سيف العدل نه يم»

محمد ابراهيم مکوي له هغه وروسته چي د قاهرې په هوايي ډگر کي ونيول سو، ويلي دي چي د القاعدې غړی نه دئ او دا يوه تيروتنه ده چي د هغه په حق کي کيږي.

مکوي خبريالانو ته ويلي دي چي هغه له القاعدې ډلي سره هيڅ تړاو نه لري او په هغه پاسپورت دې راغلی دئ چي په اسلام آباد کي د مصر سفارت ورکړی دئ.

د امريکا د متحده ايالاتو امنيتي چارواکي محمد ابرهيم مکوي د سيف العدل اصلي نوم ښيي. خو د القاعدي شبکې يوه پخواني غړي چي داړه ښه پيژني ويلي دي چي دا دواړه جلا جلا خلک دي او هغه څه چي امريکا فکر کوي هغه يوه تيروتنه ده.

مکوي خبريالانو ته ويلي دي:«زه سيف العدل نه يم. ما له ځان سره پريکړه وکړه چي مصر ته راسم او په سوله کي ژوند وکړم. زه ډاډه يم چي بې گناه يم.»

مکوي مخکي د«جهاد» د ډلي غړی وو چي د حسني مبارک د رژيم پر ضد ئې مبارزه کوله.

ليبيايي نعمان بنوتمان چي يو وخت د «جهاد» د ډلي غړی وو ويلي دي چي دغه کس چي نيول سوی دئ په رشتياهم مکوي دئ نه سيف العدل. بنوتمان چي اوس په لندن کي د «کويليم» ځېړنيزي مؤسسې تحليلونکی دئ ويلي دي چي هغه هم ابراهيم مکوي او هم سيف العدل پيژني.

بنوتمان مصري چارواکو ته ويلي دي چي مکوي«ددې له پاره مصرته راغلی دئ چي ځان سپين کړي، ځکه چي د«جهاد» د ډلي نور ټول غړي خوشي سوي دي.»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سيد رياض