1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا سعودي عربستان به دطالبانو سره په روغه جوړه کي رول ولري؟

۱۳۸۸ بهمن ۱۴, چهارشنبه

سعودي عربستان ته د افغانستان د جمهوررييس حامد کرزي د سفرپه اړه د افغانستان او منځني ختيځ دکارپوه ډاکتر قيوم مهمند سره مرکه

https://p.dw.com/p/LqPb
انځور: dpa

ډويچه ويله :

د افغانستان جمهور رييس حامد کرزی سعودي عربستان ته تللي دی، تر څو د سعودي له پادشاه ملک عبدالله څخه وغواړي چي له طالبانو سره د روغي جوړي په پروسه کي خپل نقش ولوبوي او په دې لاره کي مرسته ورسره وکړي،

ستاسو په نظر سعودي څه نقش لوبلي شي...

قيوم مهمند:

سعودي عربستان له پخوا څخه د طالبانو سره نژدې اړيکي درلودې او طالبانو باندي کله چي قدرت یې په لاس کی ؤ، نفوذ درلود . او همدا راز اوس هم څه نا څه تأثيرات پر هغوی باندي لري . اوس هم طالبان له سعودي عربستان سره ښې اړيکي لري . زه فکر کوم که چيري سعودي عربستان ته موقع ورکړل شي چي منځګړيتوب وکړي ،نو کيدای شي چي په دې خبرو اترو کي ډير مثبت نقش ولوبوي .

ډويچه ويله :

يعني تاسي په دې اړه خوشبينه ياست؟

قيوم مهمند:

زه ډير ډير خوشبينه يم، لکه چي يادونه مي وکړه که چيري دوی ته موقع ورکړ شي نو مثبت نقش به ولوبوي .

ډويچه ويله :

سعودي عربستان پخوا هم د افغانستان د مجاهدينو د تنظيمونو ترمنځ د روغي جوړي ډيري هڅي کړي ، آن دا چي يو وار يې ټول دغه مشران مکې معظمي ته وبلل او د خدای په کور کي هغوی لوړه وکړه چي په افغانستان کي به خپل منځی جګړه پای ته رسوي ،خو د 1992 څخه تر 1996 کلونو وښودله چي د سعوديانو دغه ډول منځګړيتوب کومه ګټه ونه وکړه، اوس څه ضمانت وجود لري چي ښاغلی کرزی تينګار لري چي د سعودي مشري دی په دې اړه یو نقش ولوبوي؟

قيوم مهمند:

ضمانت خو هيڅوک نسي ورکولای، خو خبره دا ده چي اوسني شرايط له پخوا څخه توپير لري، پخوا په افغانستان کي داسي يو قوت نه ؤ چي يوه فيصله عملي کړي، د قوماندانانو او جنګسالارانو حکومتونه وه، هر چا خپله لاره تعقيبوله او پاکستان هم په دغه هکله همکاري نه کوله، ايران هم همکاري نه کوله . له دې کبله هر هغه منځګړيتوب چي سعودي عربستان کړی ؤ، عملي جنبه يې نه درلوده، ځکه شا ته يې يو قوت موجود نه ؤ. خو اوس يو فرق دا دی، که چيري سعودي عربستان ته د منځګړيتوب اجازه ورکول شي نو هغه ته بايد دغه قدرت او واک هم ورکول شي چي دغه فيصله عملي کړي . البته سعودي له هغه ځای څخه دلته راتلای نسي چي دغه فيصلې عملي کړي، د عملي کيدو ضمانت بايد امريکايان، پاکستان او ايران ورکړي تر څو هره فيصله چي کيږي، هغه عملي بڼه غوره کړي.

ډويچه ويله :

خو داسي ښکاری هغه کسان چي د طالبانو اصلي مشران ګڼل کيږي، هغوی د ملګرو ملتو د بنديز په تور لست کي لا تراوسه پاته دي . تيره اوني يواځي محدود کسان له دغه لست څخه وايستل شول، نو سعودي عربستان به کوم افغان طالبانو ته ووايي چي له حکومت سره روغه جوړه وکړي؟

قيوم مهمند:

خبره په تور لست کي نه ده! طالبان هم ښايي يو تور لست ولري چي ډير کسان پکښي موجود دي او دنيا هم تور لست لري . زما په نظر دغه تور لست چندان ارزښت نه لري . که چيري د خبرو اترو پروسه پيل شي، بيا حتی کيدای شي چي سعودي عربستان له ملا محمد عمر سره مستقيماً تماس ونيسي، که چيري سعودي ته هغه ولاړ نسي ،نو کيدای شي چي د هغه سره د ليدني کتني لپاره پاکستان او يا افغانستان ته خپل استازي واستوي . په اوس وخت کي د طالبانوهغه کسان چي واضح دي اوښکاره دي، آزاد ګرځي ،دهغو سره کيدای شي چي خبري اتري وشي، البته په دې شرط چي دا خبري اتري د طالبانو د هغو مشرانو په اجازه وي چي ښکاره نه دي او يا ښکاره ګرځيدای نسي. خو فکر کوم که چيري د افغانستان حکومت يا امريکا په رښتيا هم د خبرو اترو ليوالتيا ولري، دغه تور لست بايد له منځه يوسي، دغه مسأله بايد ختمه شي ترڅو د خبرو اترو دپاره لاره اواره شي . په اوسنيو حالاتو کي هغه کسان چی ښکاره دي، له هغو سره کيدای شي سعودي عربستان خبري اتري پيل کړي ،ترڅو له هغو مشرانو سره چي لا تراوسه ښکاره نه دي اړيکي ټینګی کړای شي.

ډويچه ويله :

يعني په حقيقت کي ستاسو له خبرو څرګنديږي چي ډير چمتووالی د افغانستان له حکومت او امريکا متحده ايالاتو له خوا بايد وښودل شي چي دوی رښتيا هم غواړي دطالبانو سره روغه جوړه کوي؟

قيوم مهمند:

خبره دا ده چي سوله هغه وخت رامنځ ته کيدای شي چي اعتماد رامنځ ته شي. طالبانو ته بايد دا ډاډ ورکول شي چي د دوی موجوديت په خطر کي نه دی، که چيري دوی خبرو اترو ته تيار شي، دوی به له منځه يوړل نسي، دوی به ونه وژل شي او دوی به محوه نه کړای شي . که چيري د ډار او ويري فضاء وي، نو بيا روغه جوړه هم کيدای نسي . په جوړه کي بايد شرايط موجود نه وي، دواړه خواوي له خپلو موقفونو څخه باید راکښته شي ،پر کوم باندي چي دوی تر اوسه پوري تينګار لري او په نسبي ډول د افغانستان واقعيتونه او شرايط په نظر کي ونيسي.

ډويچه ويله :

که چيري د طالبانو د يوه پټ وياند، قاري يوسف احمدي خبري د طالبانو د مشرۍ د دريځ په توګه ومنو، د افغان حکومت د پر له پسي وړانديزونو سره سره، هغوی د سولي خبري اتري ردوي، او وايي چي تر هغو پوري چي

قيوم مهمند:

ما مخکي هم وويل چي دواړه خواووي بايد دخپلو موقفونو څخه راکښته شي، مګر زه فکر کوم د دوی دغه خبره او دغه ټنيګار په دې دليل ښايي وي ،چي دوی د خبرو اترو د پروسې په نسبت ډا ډه نه دي، خصوصاً دوی د خپل ژوند او د خپل موجوديت په هکله انديښنه لري، دبيلګي په ډول ځيني کسان لکه متوکل او ضييف چي په کابل کي اوسيږي، که څه هم دوی په جګړو کي دخيل نه دي، خو بيا هم د دوی نومونه تر پورنه پوري په تور لست کي داخل وه . دا دغه معنی ورکوي چي طالبان غواړي نورو ته ښکاره کړي ،چي حتی که چيري دوی خپله وسله هم کښيږدی ،کومه ګټه نه کوی . دوی داسی فکر کوی ، تر هغو پوری چي دغه خارجيان دلته موجود وي، د هغوی ژوند په خطر کي دی او خوندي نه دی، او په صفت د يوه افغان نه منل کيږی . نو په دې وجه دوی هم پر خپل دغه دريځ باندي چي بهر ني ځواکونه بايد ووځي ،ټینګار کوي او په حقيقت کی دغه ټنينګار د هغوی يو سياسي دريځ او د فشار وسيله ده . دا هم یو واقعيت دی ترڅو چي د فشار آله موجوده نه وي، نه امريکايان خبرو ته حاضريږي او نه هم د افغانستان حکومت . همدا د فشار نتايج دي چي دوی اوس خبرو اترو ته حاضر شوي دي، زه فکر کوم که چيري دوی ډاډه شي چي خبري واقعي دي،خبري د زړه له اخلاصه دي، او په دې کي کومه دوکه او چال او فريب نسته ، نو زه فکر کوم چي دوی به هم د خپلي دې وينا څخه چي امريکايان دي ووځي او بيا خبري کوو په موقف کي بدلون راوړي او خبرو اتر ته به سره کښيني.

ډويچه ويله :

ايا فکر کوی چي په سعودي عربستان کي د طالبانو کوم استازي موجود دي چي کيدای شي له کرزي سره نيغ په نيغ وګوري؟

ډويچه ويله :

آوازې خو داسي دي، دا خو د سياست لوبه ده، سړی د پردو تر شا له کارونو څخه نه خبريږي . دا چي کرزی اوس په سعودي عرب کي دی، زه فکر کوم چي ښایی دطالبانو ځيني استازي هلته موجود وي ، ترڅو بالاخره د خبرو اترو دغه لړۍ دي روانه شي . اما دا چي دا استازي به څوک وي، سړی څه ويلای نسي، ځکه د پټو خبرواتر لړۍ همداسي وي ترڅو چي خبري اتري يو حد ته ورسيږي ،تر څو دواړه خواووي ډاډه شي چي د خبرو اترو يوه دوهمه مرحله هم راتلونکې يا په مخکي ده.

ډويچه ويله :

زما وروستي پوښتنه د سيمه ايزو لوبغاړو په ارتباط ده

لکه چي هند له پاکستان سره سيالي لري، سعودي عربستان په سيمه کي له ايران سره دغسي يوه سيالي لري، پخوا سعوديانو لد طالبانوڅخه ملاتړ کاوه او ايرانيانو مخالف کاوه، اوس طالبان په افغانستان کي د امريکا له حضور سره مخالفت لري، ايران هم ددغه حضور څخه انديښنه لري، آيا فکر کوی چي د طالبانو په وړاندی به سعودي عربستان او ايران يو ګډ دريځ غوره کړي .

قيوم مهمند:

ايران د سيمي شرايط په نظر کي نيسي، په دې کي شک نسته چي ايران له امریکا سره مشکلات لري، يو بل ته په ښه نظر نه ګوري، او ايران او طالبان هم اړيکي سره نه لري، خو که ايران دځان سره دا سي اټکل وکړي چي په افغانستان سوله نه يواځي د افغانانو بلکه د ايران په ګټه هم ده، نو کيدای شي چي ايران له سعودي سره يو مشترک موقف ونيسي، خو که چيري داسي فکر وکړي چي دغسي يوه سوله او جوړه د ايران په تاوان ده او ايران له هغې څخه کومه ګټه اخيستلاي نسي ، نو بيا کيدای شي چي مخالف رامنځ ته شي، او بيا به له سعودي عربستان سره شريک موقف ونه نيسي . خو عمومي حالات داسي ښیی چي په افغانستان کي سوله د ايران په ګټه ده، زه فکر چي په دې اړه ښايي ايران له سعودي سره يو شريک موقف ولري تر څو په دغه معلامله کي خپلي ګټي وساتي .

قيوم مهمند/باري حکيم

کتونکی : محمد قاسم نوري