1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا له ايران سره شخړه به پر سعودي د وسلو پلورلو سبب سي؟

۱۳۹۸ خرداد ۲, پنجشنبه

د امریکا د یوه سناتور د اټکلونو پراساس دونالد ترمپ کولای سي له ایران سره له ډیریدونکي تشنج څخه په استفادې سره پر سعودي عربستان باندي نوري ډیري وسلې وپلوري.

https://p.dw.com/p/3IwKH
USA Mohammed bin Salman, Kronprinz Saudi-Arabien & Donald Trump in Washington
انځور: Reuters/J. Ernst

د امريکا متحده ايالاتو ديموکرات سناتور کریس مورفي د چهارشنبه په ورځ (۲۰۱۹م کال د می۲۲) په خپل تویت کي ولیکل، «زه اورم، چي کيدای سي ترمپ د وسلو د کنټرول  قانون له یوې تشي څخه استفاده وکړي او د تېښتي یوه لار پیدا کړي«.

په دغو وسلو کي کیدلای سي، هغه بمونه شامل وي، چي سعودي عربستان یې د یمن په جنگ کي استعمالوي. د سناتور په خبره «دا کار کیدای سي روانه اوونۍ تر سره سي«.

خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت نه غوښتل په دې باب څه ووايي.

د امريکا متحده ايالاتو د کنگرس د غړيو په حواله یو جمهوررئيس کولای سي بې له کانگرسه له موافقې څخه هغه وخت وسلې وپلوري او معاملې وکړي، چي یو ملي اضطراري حالت رامنځته سوی وي.

Deutschland Hafen von Mukran | Küstenschutzboot für Saudi-Arabien
انځور: picture-alliance/dpa/S. Sauer

په اوسنۍ قضیه کي ترمپ کولای سي له ایران سره مخ پرډیریدونکي تشنج پلمه کړي. ترمپ تل پر سعودي عربستان باندي د وسلو خرڅلاو یو ښه امکان بللی دی، چي په امريکا متحده ايالاتو کي کارځایونه پیدا کوي.

که څه هم دا لا تر اوسه پوري معلومه نه وه، چي کوم ډول وسلې به پر سعودي عربستان باندي وپلورل سي، خو د ترمپ دغه نیت کیدلای سي په کانگرس کي د دواړو گوندونو له مخالفت سره مخامخ سي.

جمهوري غوښتونکی سناتور لیندسي گراهام، چي په کانگرس کي د ترمپ له نژدې ملاتړو څخه دی، CNN ته ویلي دي چي دی به د حکومت ددې پلان پر ضد ودریږي او په مجلس کي به په استانبول کي د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کي د ژورناليست جمال قاشوقجي د قتل قضیه مطرح کړي. ده وویل چي «موږ به له سعودي عربستان سره تر هغه پوري د وسلو معامله و نه کړو، تر څو پوري چي دغه موضوع نه وي حل سوې«.

M.Q/N.Z(Reuters)

زموږ د آءشیف څخه یو انځوریز  البوم:( 23.04.2015)