1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا وليعهد سلمان د يمن جگړه ختمولای شي؟

۱۳۹۷ فروردین ۶, دوشنبه

له کابو دريو کلونو راهيسې په يمن کې جگړه روانه ده. کارپوهان وايي لويديځ بايد د خپل ديپلوماتيک نفوذ په کارولو سره د سعودي عربستان وليعهد بن سلمان قانع کړي چې دغه کړکيچ حل کړي. ځکه دی کولای شي دا جگړه ختمه کړي.

https://p.dw.com/p/2uzSB
London Mohammed bin Salman
انځور: picture-alliance/empics/V. Jones

د يوه رپوټ پر اساس القاعده شبکه په عرب ټاپو وزمه کې په اوسط ډول هره ورځ يو ځانمرگي برید کوي. خو دغه ډله اوس په يمن کې کمروزې شوې ده چې علت یې د متحدو عربي اماراتو څخه د امريکا متحدو ايالاتو د بې پيلوټه الوتکو بريدونه دي. خو د القاعدې ډلې په ماضي کې هم دا ثابته کړې ده چې دا ډول ناکامۍ زغملای شي او په عين وخت کې نور بریدونه ترسره کولای شي. معنا دا چې په يمن کې به تر هغه تندلارې ډلې موجودې وي تر څو چې هلته جگړه روانه وي.

خو د دې ناوړه وضعيت سره سره هم د يمن کړکيچ ته هومره پاملرنه نه کيږي، لکه د سوریې شخړې ته چې شوې ده. د کارپوهانو په آند د دې يو علت دادی چې په دې کړکيچ کې لږ نړيوال قدرتونه ښکيل دي.

د يمن پر شخړه د نړيوالو چوپتيا

خو ولې نړيواله ټولنه سعودي عربستان چې د يمن د جگړې په يوه لوري بدل شوی او د حوثي ياغيانو پر ضد د نړيوال ائتلاف مشري هم کوي، په يمن کې له بريدونو نه منع کوي؟ بريتانیا په همدې وروستيو کې د سعودي وليعهد مېلمه کړ او له سعودي سره یې د جنگي جټ الوتکو تړون لاس ليک کړ. د بريتانيا د پارلمان غړي کايت واس له دويچه ويله سره په مرکه کې په دې اړه وويل:

«د يمن جگړه د وليعهد بن سلمان جگړه ده. د د دفاع وزير په دې توگه دا جگړه پيل کړې وه او اوس یې د پايلو له پاره هم مسول دی. خو موږ بايد پر جنوبي پوله د سعودي دريځ هم بايد درک کړو.» کايت واس په خپلو خبرو کې زياته کړه: «په ايران کې توليدېدونکي مرمۍ د سعودي عربستان پر خاوره فایريږي. د تير کال په نوامبر کې د پاچا سلمان پر هوايي ډگر تر سره شوی بريد تر ټولو لويه سپين سترگي وه. دا پر ملکيانو بمبارۍ نه توجيع کوي، خو ښيي چې ولې سعودي عربستان په يمن کې مداخله کوي.»

د کايت واس په آند د بريتانيا له خوا د وليعهد سلمان را بلل يوه سمه پريکړه وه، ځکه هم دی د يمن جگړه پای ته رسولی شي. واس زياتوي چې بريتانيا بايد له خپل ديپلوماتيکي نفوذ څخه په گټه اخستلو سره د دې زمينه برابره کړي چې سعودي عربستان دې جگړې ته د پای ټکې کښيږدي.

د امريکا او سعودي همکاري

Großbritannien Keith Vaz
د برېتانیې د پارلمان غړی کايت واسانځور: AFP/Getty Images/A. Dennis

د ولسمشر ترمپ واک ته له رسيدو راهيسې د امريکا متحدو ايالاتو او سعودي عربستان اړيکې ژورې شوي دي. د کارپوهانو په آند په دې اړه اټکل کول مشکل دی چې د ترمپ کابينه د ځينو ځانگړو موضوعاتو په هلکه څه دريځ لري.

کايت واس په دې هکله وايي: «زما په آند به د امريکا پوځ په يمن کې د بې پیلوټه الوتکو په مرسته ترور ضد عملياتو ته ادامه ورکړي.»

د نوموړي په آند د ایران په هلکه د ترمپ د کابينې دريځ ته په کتو سره ويلای شو چې د سعودي عربستان او امريکا اړيکې او همکاري به نوري هم ژوري شي، په تيره بيا د بهرني سياست په برخه کې. خو واس زياتوي هيله لري ترمپ به سعودي عربستان قانع کړای شي چې دا جگړه د هيڅا په گټه نه ده او دا چې د سولې تړون به له ټولو اړخونو سره مرسته وکړي.

خو د بريتانيا د پارلمان غړی کايت واس د يمن د جگړې د پای او هلته د وضعيت په اړه د پيتر سالسبري د مضمون چې سرليک یې «يمن او د جنگ تجارت» دی، حواله ورکوي. دمگړۍ ډير کسان په يمن کې له جگړې څخه مالي گټه اخلي. حوثي ياغيانو اوس ځانونه تر هغه ځای رسولي چې کولای شي پر دې حساب وکړي چې د جگړې تر ختميدو وروسته ستر نقش ولوبوي. ولسمشر هادي هم د رياض په يوه ماڼۍ کې ناست دی او ورځ تر بلې منزوي کيږي. په جنوب کې هم د حکومتي ځواکونو ترمنځ نښتې ورانې دي. په داسې يوه وضعيت کې د يمن له پاره د ملگرو ملتونو د ځانگړي استازي مارتين گريفتس دنده ډيره ستونزمنه ده خو نوموړی په دې سربيره هم ښايي وکولای شي د سولې خبرې پر مخ يوسي.

يمن، د مرکزي حکومت او حوثي یاغيانو ترمنځ د نښتو له امله د رامنځته شوي بحران له کبله له ناوړه بشري ناورين سره مخامخ دی. هلته کابو ۲۲ ميليونه انسانان بيړنيو بشري مرستو ته اړتيا لري، اته ميليونه کسان لوږه گواښي او د ملگرو ملتونو د اټکلونو پر اساس تر اوسه تر لسو زرو زیات انسانان وژل شوي دي. ساري ناروغۍ لکه کولرا او ديفتري په پراخه کچه خپرې دي. 

Shamil Shams (B.S/ S.R)

زموږ له آرشيف څخه: