1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آيا يوازې اوسېدل سړی ناروغه کوي؟

۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه

په ټوله نړۍ کې مخ پر ډيريدونکي ډول انسانان يوازې ژوند کوي. په آلمان کې هم. اوس يوې تازه څيړنې ښوولې چې يوازې اوسيدل ښايي د رواني ناروغيو سبب وي.

https://p.dw.com/p/3Ho0p
Niedergeschlagenheit Gestik
انځور: picture-alliance/empics/D. Cheskin

د نوي څېړنې پر اساس يوازې ژوند کوونکي کسان د نورو په پرتله يو نيم تر دوه نيم وارې زيات هغه رواني ناروغۍ لري چې ډېري عامي دي. په دې کې ډيپريشن يا ژور خفگان، بيره او همدا رنگه د جنون ناروعي شامله ده.

د پاريس د Versailles Saint-Quentin-en-Yvelines پوهنتون څېړونکو د « PLOS ONE » په نوم مجلې په رپوټ کې ويلي دي چې له دې څخه د هر عمر ښځې او نارينه اغيزمن دي.

ډاکتر لويس ياکوب او د هغه دلې د بريتانيا د کابو ۲۰ زرو انسانانو چې عمر یې د ۱۶ او ۶۴ کلونو ترمنځ دي او په ۱۹۹۳، ۲۰۰۰ او ۲۰۰۷م کلونو کې یې «د ملي رواني ناروغيو» تر سرليک لاندې پروگرام کې برخه اخيسته وه، معلومات ارزولي دي. په دغه پروگرام کې د گډونوالو رواني روغتيا د مرکو او پوښتنو جوابونو د فورمو له لارې ارزول کيږي.

خو د کارپوهانو دا څيړنه دا نه ښيي چې آيا يوازې اوسيدل په رښتيا هم د ناروغيو سبب کيږي؟ سربيره پر دې دا هم نه دي ارزول شوي چې رواني تکليفونه تر يوازې اوسيدو وروسته که دمخه رامنځته شوي دي.

Wohnhaus
په کولن ښار کې د استوگنې يوه ودانۍ: په سترو ښارونو کې زياتره خلک يوازې ژوند کوي انځور: picture alliance/Geisler-Fotopress

د آلمان په شمال کې د رواني ټولنیز طب د مرکز مشر ارنو دايستر په دې اړه وايي: «په سترو ښارونو کې د مثال په توگه په رواني ناروغيو اخته کسان ډېر دي چې دا هلته د ځانله والي سره تړل کيږي.» نوموړی زياتوي: «خو بل پلو بيا رواني ناروغان په شعوري ډول ناڅرگندوالی يا گمنامي غواړي.» يعني غواړي چې له نورو جلا او ځانته و اوسي.

دايستر وايي چې سربيره پر دې د يوازې ژوند کولو او يوازيتوب ترمنځ توپير شته. هغه زياتوي: «کله چې يوازې ژوند په خپله خوښي وي نو بيا یې اغیزه هم پر انسانانو مثبته وي.»

په لويديځ او د نړۍ په نورو برخو کې دا تمايل چې په مخ پر ډېريدونکي توگه انسانان يوازې ژوند کول غواړي، پر نورو سربيره د ښه ژوند کولو په هيله او دې پورې تړلې دی چې د واده کولو او اولاد زيږولو شرح مخ پر کميدو ده. د احصایې د فدرالي ادارې په حواله په ۲۰۱۶م کال کې په آلمان کې ۴۱ سلنه کورونو کې يوازې يو تن ژوند کاوه.

B.S/ N.Z (dpa, PLOS ONE)

زموږ له آرشيف څخه: