آيا پاکستانی پوځ په رښتيا سره غواړي طالبان له منځه يوسي
۱۳۸۸ آذر ۳۰, دوشنبهمولين څرگندوي چی،( ډېر ښه پلان شوي، ښه په غور سره او اغېزمن)
خو تل داسې نه وه، چې د امريکې متحده ايالتونه به د پاکستاني پوځ له هر ډول چال چلند څخه ستاينه کوي : په پسرلي کې، کله چې پاکستان د سوات په دره کې له طالبانو سره د صلحې بندوبست وکړ او په پايله کې يې طالبان د پلازمېنې اسلام آباد په لور خپاره شول، لويديزوال په سخته مايوسي سره په چيغو شول. مگر له هغه راپديخوا حالات بدل شويدي. پاکستاني پوځ تندلاري مسلمانان د سوات له درې څخه وشړل، او اوس قبايلي سيمې ورپسې پلټي :
(دلته ويل کيږي: دا يوه جدي حمله ده او پوځ په دې پوهېدلی، چې يواځې بهرني دښمن نه لري، بلکه کورني دښمن هم شته. هو، پوځيان جدي دي.)
دا خبره د آلمان د يوې سياسي څپړندويه ټولنې Heinrich-Böll Stifftung مشر گريگور انسته Gregor Enste په لاهور کې کړېده. د اکتوبر په مياشت کي د جنوبي وزيرستان پر طالبانو باندې عمليات پيل شول. خو پوځ د شمال د پاره هم ځان چمتو کاوه. يوه پخواني جنرال او امنيتي کارپوه طلعت مسعود هم وروستي عمليات بريالي بللي دي. نوموړي دا ټينگار هم وکړ: د پاکستان پوځ ډېره ښه پرېکړه کوي، چې د کومو طالبانو پرضد بايد وجنگيږي. د ده له قوله :
(پاکستان هغه څه کوي، چې بايد ويې کوي، البته د خپل ځان د پاره نه د امريکې د خوشحالولو په منظور. کله کله د دواړو خواوو گټې يو له بل څخه ليرې کيږي. ځکه چې پاکستان دې ته چمتو نه دئ، د افغاني طالبانو پر ضد وجنگيږي، د کومو مسئوليت چې د ناتو او امريکايانو پرغاړه دئ.)
کوستنر وړاندې ليکي، ولو که پوځ د پاکستاني او افغاني طالبانو تر کت توپير راولي - مگر سره له هغه دا يو د پاملرنې وړ بدلون دئ، چې پوځ او لوی درستيزتوب راوستلی. د اټکل له مخې خلک هم د پوځي عملياتو شا ته ولاړ دي. خو طالبان بيا هم هڅه کوي، چې د ښارونو په مرکزونو کې په گذارونو سره وضعيت بدل کړي:
(پخوانی جنرال مسعود وړاندې څرگندوي، د بې گناه خلکو پرضد دا زورزياتی برعکسه اغېزه کوي او پوځ هنوز سختو عملياتو ته اړباسي. وگړي هم زياتره د تندلارو پرضد دريږي.)
طالبان بيا بل حساب کوي او هغه دا چې: ښارونو ته د ځان مرگيانو په ورلېږلو سره به خلک يوه ورځ نه يوه ورځ دا وايي چې: د پوځ د دې عملياتو بار موږ ته ډېر دروند دئ. نو ځکه گريگور انسته هنوز په دې باندې ډاډه نه دئ، چې له پوځي عملياتو څخه موجوده پلوي به پاتې کيږي او زياتوي:
(د طالبانو پرضد جگړه به کومه 6مياشتنۍ جگړه نه وي. دا به کالونه دوام کوي. هم هغه شان لکه په سريلانکا کې. نو ځکه د پاکستان خلک، که په رښتيا سره د پوځ پلويان وي، ښايي د زياتو کالونو خونړيو جگړو ته چمتو اوسي.)
کای کوستنر / عارف وردګ
کتونکی : محمد قاسم نوري