1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا پر تورخم به د پاسپورت شرط پر تجارت اغېز وکړي؟

۱۳۹۵ دی ۱۴, سه‌شنبه

له تورخم څخه د تیريدو پر وخت د جعلي پاکستاني پاسپورتونو تر نيول کيدو وروسته پاکستاني چارواکو د سرحد د عبور پر وخت د پاسپورت د ښوولو شرط ايښی دی. کارپوهان وايي چې د پاکستاني شناخته کارت کاپي جوړول آسانه کار نه دی.

https://p.dw.com/p/2VBUr
Afghanistan Flüchtlinge am Khyber Grenzübergang nach Pakistan Archivbild
انځور: Tanveer Mughal/AFP/Getty Images)

د سيمه ايزو خبري سرچينو په حواله اوس که کوم پاکستاني وګړی د تورخم له لاري افغانستان ته تلل غواړي نو اړينه ده چې پاسپورت له ځانه سره ولري. خو دا چې آيا په افغانستان کې جعلي پاکستانی شناخته کارت جوړېدلای سي؟ د پاکستان د دفاعي چارو کارپوه او د مرکزي حکومت تر کنترول لاندې قبايلي سيمو (فاټا) پخوانی سيکرتر تورن محمود شاه له دويچه ويله سره په خبرو کي وايي:  «زموږ (پاکستاني) شاخته کارتونه چې څه ډول جوړ شوي، نو کاپي جوړول يې ډير مشکل کار دی.»

تر څه مودې وړاندي پورې به د تورخم له لاري هره ورځ تر شلو زرو زيات افغانان پاکستان ته داخليدل. خو د ویزې تر شرط وروسته دا شمیر په واضح توګه راټيټ شوی دی. پر تورخم د تجارت په تړاو محمود شاه وويل: «په اصل کې چې له پاکستان څخه څومره وګړي افغانستان ته ځي، هغوي پاسپورت له ځان سره لري. زما په آند به دا شرط له افغانستان څخه راتلونکي ډير اغیزمن کړي.»

د پاکستان او افغانستان ترمنځ زياتره سوداگري د تورخم له لاري کیږي نو آيا سوداګر به دا نوی شرط ومني؟ د دې پوښتنې په ځواب کې محمود شاه وويل: «زما په آند تر کومه چې خبره د تجارت ده نو هغه د دې شرط سره د جنجالي کيدو پر ځای لا آسانه کيږي. د دواړو هيوادونو تجاران پر يوه شريک سستم سره موافق دي. په دې ترتيب چې کوم سوداگر او يا کارکوونکي یې د تورخم څخه تیريږي، نو د يو بل تضمين کوي. سربيره پر دې ډيري تجاران د قانوني غوښتنو په نظر کې نيولو سره تجارت کوي. زما په آند به د پاسپورټ شرط پر دوه اړخيز تجارت هيڅ اغیز ونه کړي.»

د نوموړي په وينا د دواړو هيوادونو د ترانسپورت اتحادیې هم دا مشترک سسټم تائيدوي او د کارګو موټروانان په پاکستان کې د لږ مودې تر پاتېدو وروسته بیرته افغانستان ته ځي یعني دا يو ډول ترانزيتي اوسيدنه وي.

نور مطالب: