1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په افغانستان کې د سولې څه چانس شته؟

۱۳۸۷ مهر ۲۳, سه‌شنبه

په کابل کې وروسته له يوې گړۍ مطبوعاتي کانفرانس څخه په دې کې وو، چې خپل کالي ټول او له څوکيو څخه ولاړ شي يا يو له بل سره زړه خواله وکوي، چې ناڅاپه د امريکايي جنرال داويد مک کيرنان غږ پورته شو او ويې ويل:

https://p.dw.com/p/FZ6w
انځور: AP

«يو بل څه هم تاسې ويل غواړم. کوم څه چې تر هر څه زيات د اهميت وړ دي او نن يې تاسې ته په ډاگه کوم: زه د هغو انسانانو، کوم چې دلته زيات وخت نه تېروي، ډېرې داسې ليکنې او مقالې لولم، چې وايي موږ افغانستان له لاسه ورکوو. زه دا طرزتفکر رد کوم او هېڅ باور نه پرې لرم.»

مک کيرنان په افغانستان کې د ناتو د ځواکونو قوماندان دی - که څه هم دا جملې يې ژورنالستانو ته ويلې، خو ښکارېده چې اصلا يې منظور په هلمند کې د انگريزي قوماندان د څرگندونو ځواب وو.

هغه تېره اونۍ ټکي په ټکي وويل: دا جگړه موږ نه شو گټلی. مک کرنان وويل، هغه څوک چې وايي موږ يې بايلو، کولی شم په ډېر مينه سره يو ځل له ځان سره په ټول هېواد يعنی افغانستان راوگرزوم.

«مک کرنان دلته جوتوي: هر چېرته چې زه ځم، له خلکو سره غږيږم، له قومي مشرانو سره، افغاني سرتېرو، څارندويانو، او واليانو سره. ولو که دوی له حکومت، پرمختگ او امنيت څخه راضي نه دي- مگر پرته له استثنی څخه د يوې ښې راتلونکې په طمع دي.»

په داسې حال کې چې په څرگند ډول سره پوځيان پر دې باندې هم نظر نه دي، چې دا جگړه به وړل کيږي او که بايلل کيږي، پر احصايو باندې شکمن کسان، پر نورو ټکو برسېره دې ته اشاره کوي، چې سږکال په افغانستان کې دغومره زيات بهرني عسکر وژل شوي، چې د طالبانو د نړښت راهيسې يې ساری نه ليدل کيږي. او يا دا وايي، چې ځينې ولايتونه، حتی پلازمېنې کابل ته نږدې، د نړيوالو کتونکو د پاره، کوم چې په ډېر ښه نيت راځي، له ځاني خطر څخه ډک دي، او دا ځکه چې لارې او کلي د طالبانو په لاس او قبضه کې دي.

په کابل کې د آلمانۍ ټولنې Friedrich-Ebert-Stiftung د دفتر مشره ميرمن اورزولا کوخ لاوگويتڅ Ursula Koch-Laugwitz لويديزوال اوس اوس په يوې بندې کوڅه کې گير ويني، البته نه دا چې چاره به ونه لري. ميرمن Koch-laugwitz څرگندوي:

«په افغانستان کې هم د ځوان نسل تر کت هم نااميدي موجوده ده، ځکه چې ډېر زيات وخت به دوام ولري. نو ځکه طالبان اوس په ډېره آسانۍ سره نوي جنگيالي نيولی شي او دا بيا په ښکاره ډول سره د حالاتو د لاخرابتيا سبب گرزي.»

په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د ناکامۍ او يا برياليتوب آوازې په هم هغه زور سره روانې دي، لکه د افغانستان اوسنی سخت حالت: د نړيواله صلح ساتونکو ځواکونو قوماندان مک کيرنان تل دا ټينگار کوي چې: موږ زياتو عسکرو ته اړه لرو. ده پر دې خبره باندې نور هېڅ نه دي ورزيات کړي، که چېرته يې پرې ورزياتوي، نو هغه به دا وي چې: يواځې عسکر دا موخه په لاس نه شي راوړلی. د دې ادعا د تکيې ټکی هم هغه په کابل کې د ISAF په قرارگاه د رئيس ارکان Hans-Lothar Domröse څرگندونې دي، چې د آلماني راډيو ARD د جنوبي آسيا برخې ته کړېدي.

Afghanistan Taliban
اوس دا خبره د ورځې موضوع گرزېدلې چې له طالبانو سره معامله او که نهانځور: AP

« موږ دلته صبر او حوصلې ته اړه لرو. پوليس، پوځ او ملکي کسان بايد په شريکه سره پرمختگ ترلاسه کړي. دا کار په هغه صورت کې هم ممکن دی، که ملکي اړخ انکار وکوي. بالاخره ښايي يوه پرېکړه وشي او دا کار يواځې افغانان پخپله کولی شي، هغه هم په دې ډول چې له پاڅون کوونکو سره ټاکلې روغې جوړې وکوي، د مثال په توگه دا چې بايد له ماينونو اېښولو څخه ډډه وشي، په هغه صورت کې زه ښه چانسونه وينم.»

او اوس دا خبره د ورځې موضوع گرزېدلې چې: له طالبانو سره معامله. څو کاله مخکې بيا دا شعار وو چې: موږ له هغه چا سره نه غږېږو، چې لاسونه يې د خلکو په وينو سره وي، خو نن ورځ د زيات شمېرکسانو د پاره د حل لاره په همدې خوا کې ده. په سعودي عربستان کې لومړنۍ خبرې شويدي. يو زوړ متل دئ چې وايي: څوک چې خبرې کوي ډز نه کوي. خو په افغانستان کې اوس اوس ډير ډزونه کيږي.