1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيا په کندهار کي به ښځي موټر وچلولای سي؟

۱۳۹۱ مرداد ۲۵, چهارشنبه

د کندهار ولايت د ترافيکومسئولين وايي، چي په دغه ولايت کي د نارينه وو ترڅنګ ئې ٨ تنو مېرمنو ته هم د موټر چلولو لايسنسونه ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/15pik
انځور: picture-alliance/dpa

خو دمدني ټولنوغړي اوروڼ اندي اوسمهال په کندهارښارکي دميرمنولپاره دموټرچلول له وخت څخه مخکي ګڼي .

د کندهار د ترافيکو مدير سمونوال محمدالله خان وايي، چي نورو ښځو هم ورته مراجعه کړې ده، او دوى غواړي چي د ښووني او روزني رياست په همکاري په يوه ښځينه لېسه کي مېرمنو ته د موټر چلولو د زده کړي روزنيز ورکشاپونه جوړکړي:

«موږ چي کومو ښځوته لايسنسونه ورکړي دي، هغوى قانوني مراحل طى کړي دي او اوس کولاى سي په هر ډول ګڼه ګوڼه کي موټر وچلوي. د هغو ښځو له ډلي څخه چي لايسنسونه ئې اخيستي دي، يو شمېر ئې په عېنومېنه کي دننه موټرونه چلوي.

د ده په خبره د ترافيکو مديريت هڅه کوي چي په دې لار کي نوري مراجعه کوونکي ښځي هم و روزي.»

د کندهار د بشري حقونو د دفتر پخوانۍ کارکوونکې او د ښځو د حقونو فعاله ګلالۍ اڅګزۍ، ښځو ته د موټر چلولو قانوني جوازليک ورکول يو ښه خبر ګڼي خو زياتوي چي دا کار به هغه مهال نورهم د ښځو پرژوند مثبته اغيزه وکړي، چي په کندهار ښار کي مېرمنو ته د موټر چلولو موقع په لاس ورسي:

«که په واقعيت کي ښځو ته د موټرچلولو امکان برابر سي نو دابه يو ستر کار وي. ښځي هم کولاى سي چي له خپلو وروڼو سره په ټولنه کي خپله وړتيا ښکاره کړي. خو په دې شرط چي شرايط ورته چمتوسي.»

د کندهار د ولايتي شورا غړې زرغونه کاکړه هم په دې اند ده او وايي، چي اوس په کندهار کي د ښځو له پاره د موټر چلولو هيڅ زمينه نه ده مساعده.

د کاکړي په خبره تر اوسه پوري ښځي چادري له سره نه سي ليري کولاى نو موټر چلول خو په پټ مخ امکان نه لري:

«دولت ته په کارده چي ترهر څه دمخه ټولو ته امنيت برابر کړي او بيا دغه ډول نورو کارونو ته مخه کړي.»

په کندهار کي د چارو شننونکي هم په اوسمهال کي د ميرمنو له پاره د موټر چلولو د لايسنس ورکول له وخت څخه مخکي کار ګڼي. د دوى په خبره له يوې خوا ټولنه او له بلي خوا ميرمني خپله دې ته اماده نه دي چي په کندهار ښار کي دي يوه ښځه لڅ مخ موټروچلوي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل