1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيساف اجازه لري چه د مخدره موادو پر ضد مبارزه وکړی

۱۳۸۷ مهر ۱۹, جمعه

بلاخره د افغانستان څخه يو ښه خبر. هلته د کوکنارو کرل په ښکاره ډول راکم سوي دي، او لکه څنګه چه ملګري ملتونه وايی، تقريبأ شل فيصده.

https://p.dw.com/p/FXkW
انځور: AP

د ترياکو توليدات هم راکم سوی دي، خو نه په هغه اندازه لکه د کوکنارو کرل. خو بيا هغه زياتره په هغو ځايو کي توليديږي، چه طالبان پکښي حاکم او د دوی مرکزونه دی.

ياغيان په خپل وار د ناټو پر ضد د مخدره موادو د خرڅلاو د پيسو څخه ځانونه تقويه کوي، او د هغو پر ضد جنګيږي. دقيقأ د همدې خاطره د امريکا متحده ايالات غواړي چه د مخدره موادو د توليداتو د قاچاقو پر ضد خپله مبارزه پیاوړې کي.

د امريکا دفاع وزير رابرت ګيتس وويل چه که موږ د مخدره موادو د قاچاقبرانو پر ضد مبارزه کوو، او د هغوی لابراتوارونه خرابوو، او پدې وسيله د طالبانو د مالي منابعو مخه نيسو، نو دا يو قانوني عمل دی.

قانوني به وي، خو جرمني هغه د سياسي لحاظه غيرعاقلانه بولي. ليکن جرمني د خپل دغه نظر په درلودلو سره په اقليت کي پاته دی. د جرمني حکومت د مخدره مواد پر ضد د آيساف د مداخلې مخالف دی، او غواړي لکه تر اوسه دغه مبارزه افغاني مقاماتو ته پريږدي. د جرمني دفاع وزير فرانس يوزف يونګ وويل:

« زه عقيده لرم چه دا سمه ده چه موږ هم بايد د مخدره موادو پر ضد يو څه وکړو، خو د افغاني قواوو سره. زه ګمان کوم دا يو مهم ټکی دی.»

Ungarn NATO Treffen Budapest Jaap de Hoop Scheffer
په بودابست کې د ناتو مشر شېفرانځور: AP

خو دا به نوره مشکله وي، چه د جرمني حکومت دي د امريکا، برتانيې، هالينډ او نورو د غوښتني په مقابل کي مقاومت وکي. ځکه چه د ناټو د دغو هيوادو پر څنګ د افغانستان لخوا هم د دې غوښتنه کيږي، چه ناټو د مخدره موادو پر ضد په مبارزه کي زموږ سره کومک وکي.

د يوه تازه خبر پر اساس په بوداپست کي د ناتو د دفاع وزيرانو په غونډه کي لکه څنګه چه د ناټو وياند جيمز اپاتورای وويل، اوس فيصله سوې ده، چه آيساف کولای سي په افغانستان کي د مخدره موادو پر ضد مبارزه وکی. خو هغوی بايد د افغاني مقاماتو په مشوره دغه کار تر سره کي.

په افغانستان کی د نړۍ 90 فيصده تارياک توليدیږی، او طالبان ددغه معاملې څخه په زياتيدونکي ډول ګټه اخلي.

څو کاله مخکي لا په افغانستان کي يوازي کوکنار کرل کيدل، او هغه به د افغانستان څخه د باندی په تریاکو او هيرويينو تبديليدل، خو دغي خبري اوس تغير کړی دی، او د هغه وخته چه قاچاقبران پخپله په افغانستان کي توليدوی، نو د هغو ګټه هم بېحده ډيره سوې ده.

ملګري ملتونه وايي چه د دغي ګټي څخه يوازی د طالبانو جيبو ته تر 300 مليونو ايرو پوري لويږي.