1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيساف د افغانستان شمال ته 5000 امريکايي سرتيري استوي

۱۳۸۹ اردیبهشت ۶, دوشنبه

د افغانستان په شمال کي د نا امنيو له پراخيدو وروسته امريکايي ځواکونه د آلماني ځواکونو مرستي ته وردانګي...

https://p.dw.com/p/N6GX
امريکايي سرتيري
امريکايي سرتيريانځور: AP

کله چي دوه اوني مخکي د آلمان د دفاع وزير، کارل تيودور څو ګوتنبرګ د افغانستان له شمال څخه يي ليدنه کتنه کوله، له امريکايي سرتيرو سره يي هم خبري وکړي.

«غواړم چي تاسو ټولو ته خپله مننه څرګنده کړم.»

له دغي منني سره څوګوتنبرګ وغوښتل چي د متحده ايالاتو د هغی يوی څرخي الوتکي له کار کونکو څخه ستاينه وکړي چي د اپريل په دوهمه نیټه يي په کندوز کي د آلمان وژل شوي او ژوبل شوی سرتيرو د جګړی له ډګر څخه راوایستل.

«تاسي زمونږ د سرتيرو د ژغورلو سره خپل ژوند په خطر کي واچاوه.»

څو ورځي وروسته بيا امريکايان آلماني سرتيرو سره د مرستي لپاره ورودانګل او په بغلان کي يي د نښتو له ډګر څخه د هغوي مړي او ټپيان ولیږدول.

د ژغورني دغه امريکايي عمله د متحده ايالانو هغو 5000 زرو سرتيرو پوري اړه لري چي تر اوړي په د افغانستان په شمال کي ځای په ځاي شي. د متحده ايالانو دغه سرتيري د نړيوال امنيتي مرستندوي ځواک آيساف چي مشري يي د ناتو په غاړه ده په چوکاټ کي عمل کوی . کابو همدومره شمير آلماني سرتيري هم په شمال کي خوندي کړاي شوي دي.

په سيمه کي د آلماني د بيړني بريد کونکو سرتيرو قوماندان، ډګروال Michael Matz د دغو امريکايي سرتيرو راتګ ته هرکلي وايي:

«دا ځکه چي زمونږ امريکايي متحدين هغه پوځي توانمندي لري چي مونږ په شمال کي ورته سخته اړتيا لرو».

په کندوز کي د متحده ايالاتو لسمه غرني لوا افغان پوليسو ته به روزنه ورکوي، د افغان پولیسو شمير به له هغه څه څخه ډير زيات شی چي تر اوسه پوري «ايرو پول» يا آلماني پوليسي روزونکو تيمونو روزلي دي.

په کندوز کي د آلمان د پوليسو روزنکو آمر، Sven Mewes د آلمان غږ راډيو سره په مرکه کی په شمال کي د متحده ايالاتو نوو ځواکونو ته په اشاري سره وويل:

«په لومړي سر کي امريکايي قوتونه پوځي پياوړتيا نوره هم غښتلي کوي، څرنګه چي په عراق کي هم داسي کار وکړ، بل هيڅ ځواک له دغسي پياوړتيا څخه برخمن نه دی.»

امريکايي سرتيري د جګړې پر مهال
امريکايي سرتيري د جګړې پر مهالانځور: AP

په شمال کي د آلمان د بيړني بريد کونکو سرتيرو قوماندان، ډګروال Michael Matz د متحده ايالاتو د نوو ځواکونو پياوړتيا په هکله وويل:

«سر بيره پر دي هغوي ځان سره يو زيات شمير څرخي الوتکي راوړي چي مونږ سره د روغتيايي خدماتو په رسولو کي مرسته کولاي شي، د هغوي ترانسپورتي او جنګي څرخی الوتکو ته اړتيا لرو.»

د آلمان پوځ د افغانستان په شمال کي په اوسني وخت يواځي 6 ترانسپورتي څرخی الوتکي په اختيار کي لري. امريکايان به شمال ته 70 څرخي الوتکي واستوي چي د شپي له خوا هم الوتلي شي. له دي سره به په شمال کي د آلمان په شمول نړيوالو ځواکونو ته د کښته پورته کيدو لپاره آسانتياوي برابري کړي او په آساني سره به له يو ځاي بل ځاي ته وليږدول شي.

له دغو نويوامريکايي ځواکونو څخه به د روزني او امنيت ساتني لپاره دري کندکونه چي يو يي د سکندناوي او دوه یی آلماني ځواکونو پوري اړه لري ګته پورته کړی. هغوي به په راتلونکي کی د افغانستان د ملي پوځ په روزلو کي پراخه ونډه واخلي.همدا رزا هغوي به په شمال کي د آلماني قوماندان د احتياطي ځواک په توګه هم خدمت تر سره کړي.

په کابل کي د آيساف د ارکان حرب مشر، جنرال Bruno Kasdorf وويل چي له دغو نوو امريکايي ځواکونو سره په شمال کي د المان د پوځ د قومانداني په مشري کي بدلون نه رامنح ته کيږي، آلماني قوماندان په خپل کار کي پاتي کيږي:

«هلته نور ملکونه هم سر تيري لري، هنګري، سويدن، ناروي. نو امريکان هم ورزياتيږي، دوي ټول به په شمال کي د آيساف د سيمه ايز قوماندان تر امر لاندي وي،چي هغه يو آلماني جنرال دي.»

د آلمان حکومت د افغانستان په شمال کي د خپل هيواد د پوځ د قومانداني د اختياراتو په پراخولو ټینګار کوی او سر له اوړي به د هغي قوماندانی په سر کي يو دوه ستوری لرونکي جنرال هم وټاکی. خو د آلمان د پوځ سر تيري شک لري چي امريکايي پوځيان دي د يو آلماني قوماندان تر امر لاندي د هوسيايي احساس وکړي.

Sabina Mathay/ عبدالباری حکيم

کتونکی. زيارمل