1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آيسا: يو مليارد ډالره پانګونه له لاسه وځي

حسين سيرت/نسيم صابر۱۳۹۲ مرداد ۲۹, سه‌شنبه

په افغانستان کې له پانګونو څخه د ملاتړ دولتي اداره (آيسا) وايي چې د کمري په صنعتي پارک کې د ځمکو د نه توزيع کېدو له امله، د يو مليارد ډالرو په مقدار د پانګې اچونې فرصت له لاسه د وتلو په حال کې دی.

https://p.dw.com/p/19SkO
انځور: AP

ټاکل شوې ده چې دغه پارک به د کابل ولايت په سويل د کمري په سيمه کې جوړ شي. د دغه پارک مساحت ۳۰۰۰ جريبه ځمکه دی چې ويل کيږي پارک به د روان کال تر پايه پورې پانګوالو ته په اختيار کې ورکړل شي.

د آيسا مشر، وفی الله افتخار، د ۱۳۹۲ کال د سنبلې په ۲۹مه، په کابل کې په يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل:

«له بده مرغه د روان کال اته مياشتې تېرې شوې، خو تر اوسه دغه پارک آيسا ته ورنه کړل شوی. دا په داسې حال کې ده چې موږ ژمنه کړې وه چې دغه پارک به د کال تر پايه پورې پاګوالو ته په اختيار کې ورکړل شي.»

د دغه بنسټ مسوولان وايي چې که د کمري صنعتي پارک ځمکه د دوی په اختيار کې ورکړل شي، نو ۶۰ تر ۷۰ زره پورې خلک به سمدلاسه په پارک کې په کار بوخت شي.

آيسا وايي چې په دې برخه کې بايد د افغانستان بېلابېلې ادراې هڅه وکړي تر څو ژر تر ژره دغه پارک پانګوالو ته وسپارل شي. د دغه بنسټ مسوولان وايي چې لويې پانګونې ځمکې ته اړتيا لري او د ځمکې د نه شتون په صورت کې لويه پانګه اچونه ناممکنه برېښي.

د آيسا مسوولان وايي چې د دغه پارک ماستر پلان بشپړ دی او زيات شمېر پانګوال په کمري صنعتي پارک کې د پانګونې لپاره ځمکې ته انتظار باسي.

ښاغلي افتخار وويل: «په هغه صورت کې چې پارک موږ ته په اختيار کې راکړل شي، کولای شو چې د يو مليارد ډالرو په حدودو کې ډېر ژر پانګونې جذبې کړو.»

«بهرني پانګوال په افغانسان کې پانګونې ته لېوالتيا لري»

د آيسا دغه مسوول وويل چې زياتره هغه بهرني پانګوال چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي، ځمکې ته هم اړتيا لري.

دا په داسې حال کې ده چې ورسره جوخت د افغانستان حکومت تاکيد کړی دی چې د نړيوالو مرستو په کمېدو سره غواړي د پانګوالو له پاره لا زياتې آسانتياوې برابرې کړي.

آيسا وايي چې د کابل په نورو سيمو کې د يوه صنعتي پارک د جوړولو له پاره مناسبې ځمکې نه شته.

ښاغلي افتخار دغه پوښتنې ته په ځواب کې چې د کمري په صنعتي پارک پورې مربوطه ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې ده، وويل چې ستونزې شته، خو مشخصا معلومه نه ده چې د دغه پارک ځمکه غصب شوې ده که نه.

پانګې اچونې ته په افغانستان کې د بهرنيانو لېوالتيا

د آيسا اداره وايي چې د تبليغاتو سره سره چې د ۲۰۱۴ کال په تړاو وجود لري، د بهرنيو ځواکونو وتل په افغانستان کې پر پانګونې اغېز نه دی پرې ايستلی.

ښاغلی افتخار وايي چې سږ کال ګڼ شمېر بهرنيو پانګوالو په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده او تفاهم ليکونه يې ورسره لاسليک کړي دي: «سږ کال ډېر شمېر پانګوال افغانستان ته راغلل او له بېلابېلو حکومتي او غيرحکومتي ارګانونو سره يې وليدل. هغوی له خصوصي سکتور او حکومت سره تفاهم ليکونه لاسليک کړل.»

د آيسا مسوولان وايي چې د افغانستان حکومت د پانګولو ملاتړ ته قوي هوډ لري او هڅه کوي چې نور پانګوال هم جذب کړي.

افتخار وويل چې د افغانستان حکومت بې ساري امتيازات لکه د ځمکو پراختيا، د برېښنا توزيع، مالياتي معافيت او په ګمرکي تعرفاتو کې کموالی د پانګوالو له پاره په نظر کې نيولي دي.