1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آکسفام: د مهاجرو په مړينه کي ۲۰ فيصده زياتوالی راغلی دی

آژآنسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ شهریور ۱۱, پنجشنبه

مرستندويه سازمان آکسفام وايي چي د مهاجرت پر لاره د ژوند له لاسه ورکونکو مهاجرو په شمير کي ۲۰ فيصده زياتوالی راغلی دی. د مهاجرو د نړيوال سازمان د راپور له مخي په تيرو ۱۲ مياشتو کي ۵۷۰۰ مهاجر پر لارو مړه سوي دي.

https://p.dw.com/p/1JuLP
Mittelmeer Rettung von Flüchtlingen 30.08.2016
انځور: picture alliance/dpa/Marina Militare

د مهاجرو له پاره د نړيوال سازمان (IOM) د راپور پر اساس د ۲۰۱۵ کال د سپتامبر د لومړۍ نېټې راهيسي په نړيواله توګه ۵۷۰۰ مهاجر د مهاجرت پر لارو مړه سوي دي. دغه معلومات د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د سپتامبر لومړۍ نېټه) د آکسفام مرستندويه سازمان د آلمان په پلازمېنه برلين کي ورکړل.

د مهاجرت پر لارو د مړو سوو مهاجرو شمېر د يادي مودې څخه يو کال مخکي ۴۶۶۴ ؤ. آکسفام ياد معلومات د ترکيې او يونان تر منځ د ډوبېدونکي کوردي ماشوم آلان د مړيني د ورځ په ترڅ کي وړاندي کړل او د نړيوالو څخه يې د مهاجرو د حفاظت له پاره د مکلفه کوونکو ژمنو او اقداماتو غوښتنه وکړه.

د آلان کوردي مړی د ۲۰۱۵ کال د سپتامبر په دويمه نېټه د ترکيې و ساحل ته د اوبو د څپو له خوا راوړل سوی ؤ. د ډوب سوي دغه ماشوم مړي په نړيواله توګه حيرانتيا او خواښيني رامنځ ته کړې وه.

د آکسفام په وينا که په ۲۰۱۶ کال د مړو سوو مهاجرو و شمېر ته وکتل سي او هغه پر ياده موده وويشل سي، نو پر هر ۸۰ دقيقو يو مړی رسيږي. د آکسفام په وينا يوازي د اروپا پر لوري او په زياته بيا په مديترانه کي د تېر کال د سپتامبر راهيسي ۴۱۸۱ مهاجر مړه سوي او د هغه څخه په مخکني کال کي دغه شمېر ۳۷۱۳ انسانان او په دې توګه ۱۲،۶ سلنه کم ؤ.

د آکسفام استازي رابرت ليندرن په برلين کي وويل چي تېر کال چي کله د کوردي ماشوم د مړي انځورونه پر رسنيو خپاره سول نو غم او خواښيني زښته زياته وه. د هغه په وينا خو د يو کال د تېرېدو باوجوده د مهاجرو له پاره وضعه نه ده بهتره سوې. د هغه په وينا اوس هم مهاجر د هجرت پر وخت مجبوره دي چي خپل ژوند په خطر کي واچوي.

په روانه مېلادي مياشته کي په نيويارک کي دوه نړيوالې غونډي تر سره کيږي چي د مهاجرو او هجرت سره تړلي دي. د سپتامبر مياشتي په ۱۹مه نېټه د ملګرو ملتونو سرمشريزه او د باراک اوباما له خوا رابلل سوې غونډه د ۲۰مې نېټي له پاره پلان سوې ده.

آکسفام له حکومتونو څخه غوښتنه وکړه چي په خپله هم زيات مهاجر په خپل هيواد کي ومني او د نورو هغو هيوادونو سره چي مهاجر مني، هم مرستي وکړي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.05.2016):