1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

آیا آیرلنډ غواړي له افغانستان سره روانې لوبې لغو کړي؟

۱۳۹۷ اسفند ۱۰, جمعه

د هندوستان او پاکستان ترمنځ په کشمیر کې شخړو د افغانستان او ایرلنډ پر روانو لوبو هم منفي اغیز کړی. د آیرلنډ کرکټ بورډ ویلي دي چې له دې امله چې دهرادون ښار کشمیر ته نیږدې دی، نو د خپلو لوبغاړو د امنیت په هکله اندیښمن دي.

https://p.dw.com/p/3EIJR
Asia Cup Cricket | Afghanistan vs. Bangladesch
انځور: Getty Images/AFP/I.S. Kodikara

د آیرلنډ او افغانستان ترمنځ د فيبروري میاشتې له ۲۱ نیټې راهیسې د دریو شل اوریزو، پنځو یو ورځنیو او د ټیسټ د یوې لوبې لړۍ ادامه لري. ټاکل شوې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به د لوبو دغه لړۍ د مارچ میاشتې پر ۱۹ نیټه د ټیسټ په لوبې سره پای ته ورسیږي. تر اوسه پورې په دې لوبو کې افغانستان لاس بری دی او داسې ښکاري چې ایرلنډ د لوبو د ګټلو له پاره خپلې هیلې له لاسه ورکړي دي.

افغانستان د غوره توپ اچونې، فیلډنګ او ښکلي توپ وهنې پرمټ وکولای شول چې له آیرلنډ څخه د شل اوریزو درې سره لوبي وگټي. په دغو لوبو کې افغانستان د نړۍ ځيني پخواني ریکارډونه مات کړل او ځینې نوي ریکارډونه د افغانستان په نامه ثبت شول.

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د تیرې ورځې یوه ورځنۍ لوبه هم تر ډیره پورې یو اړخیزه وه. د لوبو په لومړیو شیبو کې د مجیب الرحمن ښې توپ اچونې او پرله پسې ویکټو د افغانستان د بري چانس ډیر کړ. د لوبې په نیماې کې د محمد نبي، راشد خان، دولت ځدراڼ او د ګلبدین نائیب ښې توپ اچونې وکولی شول چې آیرلنډ افغانستان ته د ۱۶۲ منډو ټیټ هدف وټاکي.

د افغانستان له لوري محمد شهزاد او حضرت ځاځي ښه لوبه پیل کړه، خو ځاځي بیا د تیر په شان دوامداره او اوږده لوبه ونه کړه او یوازې په ۲۵ منډو وسوځید. محمد شهزاد بیا په ۵۳ توپونو ۴۳ ارزښتناکې منډې وکړي. د لوبې غوره لوبغاړی ګلبدین نائیب وټاکل شو. نوموړي په ۷ اعشاریه ۲ اورونو کې د ۲۰ منډو په ورکولو سره د آیرلنډ دوه لوبغاړي وسوځول او د توپ وهنې په برخه کې یې په ۶۱ توپونو ۴۶ منډې وکړې.

ایرلنډ د هند او کشمیر د روان وضعیت له امله اندیښمن دی

د افغانستان او آیرلنډ ترمنځ تر لومړنۍ یو ورځنۍ لوبې وړاندي د ایرلنډ کریکټ بورډ پر خپله رسمي ویبپاڼه او ټویټر باندې د هندوستان او پاکستان ترمنځ د روان کشمکش له امله اندیښنه څرګنده کړې ده. افغانستان د هندوستان په شمالي برخه کې پروت دهرادون ښار کې د ایرلنډ کوربتوب کوي. دغه ښار د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته نیږدې پروت دی.

د آیرلنډ کریکټ بورډ په دې هکله لیکلي: «د ایرلنډ د کریکټ بورډ چارواکي د لنډې مودې له پاره د دهرادون ښار د هوايي ډګر پر بندیدو سربیره د هندوستان او پاکستان ترمنځ روان امنیتي وضعیت په فعاله توګه څاري.»

د آیرلنډ د کریکټ بورډ د چارواکو په خبره، دوی له لوبغاړو، د افغانستان له کریکټ بورډ، د کریکټ له نړیوالې شورا، د آیرلنډ د بهرنیو چارو له وزارت او د بریتانیا د بهرنیو چارو او د مشترک المنافع له دفتر سره په دې برخه کې په تماس کې دي.

د ایرلنډ کریکټ بورډ زیاته کړې ده چې له افغانستان سره د رواني یوې ورځنۍ لوبې تر پیلیدو مخکې چمتوالی روان دی.

د ایرلنډ کریکټ بورډ همدا راز زیاته کړې چې دوی به د خپلو لوبغاړو او اداري چارواکو د امنیت او خوندیتوب د تأمین له پاره په راتلونکو ورځو کې د رسمي پریکړو په پام کې نیولو سره لاس په اقدام پورې کړي.