1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا اروپایي اتحادیه له لبنان څخه زیات کډوال مني؟

۱۳۹۴ آذر ۱۳, جمعه

ډیر شمیر اروپایي هیوادونه په ظاهره له لبنان او اردن څخه د سوریایي کډوالو د منلو په هکله غور کوي. د یوې ورځپاڼې د رپوټ له مخې د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو استازي د جمعې په ورځ په بروکسل کې په دې هکله سلا مشورې کوي.

https://p.dw.com/p/1HHRs
انځور: picture-alliance/dpa/T. Rassloff

«دي ویلټ» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې په بروکسل کې د جگپوړو ديپلوماتانو له قوله لیکلي دي چې د حکومتونو د استازو په دغه غونډه کې به په ځانگړې توگه په دې هکله مشوره وشي، چې د اروپایي اتحادیې کوم هیوادونه د کډوالو په استوگن کولو کې برخه اخیستل غواړي. پر دې سربیره په دې هکله هم خبري کیږي چې د ترکیې تر څنگ له لبنان او اردن سره اقتصادي مرستې زیاتي شي، څو کډوال د ژوندانه مناسب شرایط ولري.

نوموړې ورځپاڼې په خپل رپوټ کې وړاندې لیکلي دي چې په تیرو ورځو کې په بروکسل کې د اردن او لبنان حکومتي استازو تر کیې ته په اشارې سره د خپلو هیوادونو له پاره د لا زیات ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د کډوالو له پاره د ملگرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یا (یو ان اچ سي آر) د معلوماتو له مخې یوازې په لبنان کې ۱،۵ میلیونه او په اردن کې ۶۵۰ زره ثبت شوي مهاجر ژوند کوي. د ترکیې د خپلو معلوماتو له مخې د ۲،۲ میلیونو سوریایي کډوالو کوربه توب پر غاړه لري.

له انقرې سره د میلیاردونو مرسته

د تیرې یکشنبې په ورځ د اروپایي اتحادیې او ترکیې ځانگړې سرمشریزې پریکړه وکړه چې د کډوالو د ښې پالنې له پاره ترکیې ته درې میلیارده یورو ورکړي. خو تر اوسه روښانه نه ده چې دغه مقدار پیسې به څرنگه تمویلیږي. د آلمان صدراعظمې انگلا مېرکل د دغې غونډې په څنډه کې د یو شمیر اروپایي هیوادونو له مشرانو سره په ترکیه کې د اوسیدونکو کډوالو د احتمالي منلو په هکله خبرې اترې وکړې.

مېرکل ویلي وو که چیرې کوم شمیر معلوم هم نه وي، نو په وینا یې د «ونډې» اخیستل ممکن دي. د اروپايي اتحادیې شورا به د دسمبر میاشتې په ۱۷ نېټه د دغې ټولنې د سرمشریزې له پاره پر وړاندیزونو غور وکړي. د رسنیو د رپوټونو له مخې د ۴۰۰ زرو مهاجرو د منل کیدو په هکله گونگوسي موجود دي.

د دې په مقابل کې ترکیه مکلفه ده چې د هغو کسانو چې په اروپا کې د پناه غوښتنې حق نه لري د سفر مخه ونیسي او رد شوي کډوال بیرته ومني. د اروپا د پارلمان د بهرنیو چارو د جرگه گۍ مشر ایلمار بروک، «دي وېلټ» ورځپاڼې ته ویلي دي چې ترکیې دې ته چمتو والی ښوولی دی چې ۱۰۰ زره سوریایي مهاجر د سوریې هغو سیمو ته بیرته واستوي چې د افراطي ډلې «اسلامي دولت» له ولکې څخه آزادې کړی شوي دي.

الزامي سهمیه، د شخړې اصلي علت دی

د کډوالو د منلو پر سر شخړه او د پولو خوندي ساتل د جمعې په ورځ په بروکسل کې د اروپا د اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو د غونډې مهم موضوعات دي. د اروپا د اتحادیې پر ټولو هیوادونو باندې د پناه غوښتنې د حق لرونکو کسانو د ویشلو الزامي سهمیه، د شخړې تر ټولو لوی علت دی چې په سختي سره د عملي کیدو وړ بریښي.

د اروپا د اتحادیې د کورنیو چارو وزیرانو د سپتمبر میاشتې پر ۲۲مه نېټه پر غړو هیوادونو باندې د ۱۲۰ زرو پناه غوښتونکو د ویشلو پریکړه کړې وه. د دغې پریکړې له مخې هنگري او سلواکیا هر یو باید شا او خوا ۲۳۰۰ کډوال ومني. خو دغه پریکړه د سلواکیا، چک جمهوریت، هنگري او رومانیې له مقاومت سره مخامخ شوه.

پر دې سربیره د اروپایي اتحادیې د شورا مشر دونلد توسک وروستۍ مرکې انديښنې راپارولې دي چې د اروپا د کډوالو په سیاست کې یې د بدلون راوستلو غوښتنه وکړه او دا هغه څه دي چې ښایي د آلمان د صدراعظمې انگلا مېرکل له دریځ سره په ټکر کې واقع شي. پر دې سربیره به د اروپا د اتحادیې د کورنیو چارو وزیران د پاریس تر یرغلونو وروسته د ترهگرۍ ضد عملیاتو په هکله سلا مشورې وکړي. د پاریس یرغلونو ۱۳۰ تنه وژلي وو.