1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا بریګدال په عمري بند محکومیږي؟

۱۳۹۴ آذر ۲۴, سه‌شنبه

په افغانستان کې د طالبانو له خوا نیول شوی امریکایي سرتیری بو بریګدال چې بیا وروسته له ګوانتانامو څخه د پنځو طالبانو د آزادولو په بدل کې بیرته امریکا ته وسپارل شوي، اوس کیدای شي په عمري بند محکوم شي.

https://p.dw.com/p/1HNRZ
انځور: picture-alliance/dpa/US Army

پر ۲۹ کلن بریګدال باندې د همدې کال په لومړیو میاشتو کې د خپلې دندې د پریښودو او نورو امریکایي سرتیري په خطر کې اچولو تورونه لګول شوي وو. که هغه په دویم تور ګرم وپیژندل شي نو کیدای شي چې خپل پاته ټول عمر په زندان کې تیر کړي.

کله چې د پوځ جنرال رابرت ابرامز، د بو بریګدال د پوځي محاکمه کیدو امر کاوه، نو هغه د لومړۍ محکمې هغه سپارښتني یادې نه کړی چې پکښې راغلي وو چې بریګدال دې تر داسې شرایطو لاندي محاکمه شي چې ورباندي تر یوه کاله ډیر بند راو نه وځي.

د بریګدال وکیل ایوګین فیدال، وویل چې هغه تمه نه لرله چې محکمه به دې لوري ته روانه شي. هغه همداراز د امریکا متحدو ایالاتو په ولسمشریزو ټاکنو کې پر کانديد دونالد ترمپ، باندي غږ وکړ چې د بریګدال په اړه له مخکې له وخته قضاوت څخه لاس واخلي. ترمپ بریګدال یو فاسد خاین بللی وو.

بریګدال د ۲۰۰۹م کال د جون میاشتي پر ۳۰مه نیټه په پکتیکا ولایت کې له خپلې اډې لا درکه شو. هغه پخپله له اډې وتلی وو او بیا وروسته د طالبانو له خوا نیول شوی وو.

بریګدال تیره اوونۍ په یوه مرکه کې وویل چې له خپلې پوستې ځکه وتلی وو چې غوښتل یې په پوځ کې د رهبري خلاو ته پام واړوي.

بریګدال د طالباو له خوا تر نیول کیدو وروسته ربړول شوی، وهل شوی او د درې نیم کاله په یوه اسپنیزه قفس کې ساتل شوی دی. د پوځ هغه چارواکي چې د بریګدال څېړني ئې کړي دي ویلي چې هغه باور نه لري چې بریګدال ته دې د زندان سزا ورکړل شي.

تر هغه وروسته چې بریګدال له خپلې پوستي لادرکه شو، د هغه د موندلو له پاره رسمي عملیاتو ۴۵ ورځي دوام وکړ. امریکایي پوځ کلونه تلاښ وکړ چې د هغه د ساتلو ځای ومومي. بالاخر هغه په ۲۰۱۴م کال کې له ګوانتانامو څخه د پنځو طالب قوماندانونو د آزادولو په بدل کې د امریکا پوځ ته وسپارل شو. امریکا هم په بدل کې د طالبانو پنځه قوماندانان له ګوانتانامو آزاد کړل او قطر ته يې ولیږدول.

تر اوسه لا د بریګدال د پوځي محکمې نېټه روښانه نه ده. خو ویل شوي دي چې اوس به بریګدال تر څارني لاندي وي چې یو ځل بیا خپله دنده پرې نه ږدي. که هغه دا ځل دا کار وکر نو ښايي د طالبانو لاس ته و نه لویږي ځکه اوس په امریکا متحدو ایالاتو کې دی.