1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا ترمپ رواني ناروغ دی؟

۱۳۹۶ مرداد ۳۰, دوشنبه

دغه پوښتنه په تیرو میاشتو کې د هغه مخالفینو او انتقاد کونکو عنوان کړې ده. خو په کانگرس کې د کلفورنیا دیموکرات استازې زوي لوفگرن، غواړي چې په دې هکله په بشپړه توگه پوه شي.

https://p.dw.com/p/2iYXE
USA Präsident
انځور: picture-alliance/newscom

میرمن زوي لوفگرن، چې له ۱۹۹۵ کال راهیسې د استازو په مجلس کې د دیمواکراتانو استازتیوب کوي، غواړي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر مجبوره کړي چې له روغتیايي لحاظه معاینه کړای شي. نه یوازي له جسمي، بلکې له رواني لحاظه هم. څرنگه چې اوس بربنډه شوې ده د کلفورنیا څخه دغې استازې په واشنگټن کې د استازو مجلس ته په دې اړه يوه مصوبه وړاندې کړې ده.

د «دیمنتیا» یا د عقل د زوال ابتدايي پړاو؟

د دغې پوښتنې یا څیړنې هدف دا دی چې وموندل شي: آیا دغه ۷۱ کلن ترمپ په کافي اندازه له رواني «ثبات» څخه برخه من دی، څو د ولسمشرۍ په ریاست کې پاتې شي که نه. په مصوبه کې راغلي دي که چیرې ثابته شي چې ترمپ دغه ډول ناروغي لري، نو هغه باید د ولسمشر د مرستیال مایک پنس او د حکومت د نورو غړو له خوا له خپلې دندې گوښه کړای شي. میرمن لوفگرن د خپلې دغې غوښتنې له پاره د امریکا متحده ایالاتو د اساسي قانون ۲۵مادې ته اشاره کوي چې د یوه داسې اقدام له پاره په ځانگړو شرایطو کې لاره پرانیزي. په خپلې مطبوعاتي وینا پاڼه کې نوموړې ۶۹ کلنې استازې دغه لاندې پوښتنې عنوان کړې دي چې د هغې له نظره باید ژر تر ژره روښانه کړای شي:

 

  • «آیا ولسشمر ترمپ د «دیمنتیا» یا د عقل د زوال د ناروغۍ د لومړي پړاو څخه رنځ وړي؟»

  • «آیا د ولسشمرۍ د دندو فشار یوه روانې ناروغي نوره هم زیاته کړې چې د هغه د نبض کنترول یې تر اغیزې لاندې راوستی؟

  • «ایا یو احساسي اختلال پر ولسمشر دومره زیاته اغیزه کوي چې هغه د دې توان نه لري خپل مکلفیتونه تر سره کړي؟»

  • «آیا ولسشمر له روحي او احساسي لحاظه له ثبات څخه برخه من دی؟»

د گوند په دننه کې شک او تردید

په دې منځ کې اوس د امریکا متحده ایالاتو ډير خلک شک لري چې دونالد ترمپ دې د ولسشمرۍ د دندو د تر سره کولو له پاره وړتیا ولري. څو ورځې مخکې حتی د جمهوري غوښتونکو یو سناتور باب کورکر، په ښکاره توگه د ترمپ د حکومتولۍ وړتیا تر پوښتنې لاندې راوستله. کروکر، چې د سنا په مجلس کې د بهرنیو چارو د جرگه گۍ ریاست پر غاړه لري وویل: «ولسمشر لا تراوسه ثابته کړې نه ده چې دی کولای شي خپلې دندې په بریالیتوب سره تر سره کولای شي که نه.»