1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا حسن روحاني به بيا وټاکل شي؟

۱۳۹۶ اردیبهشت ۲۹, جمعه

په ایران کې د جمهوري ریاست ټاکنې پېل شوې. خو پوښتنه دا ده چې اوسنی واکمن اصلاح غوښتونکی ولسمشر حسن روحاني به په دې وتوانیږي چې د دوهم ځل له پاره وټاکل شي او که به سخت دریځه یو ځل بیا د قدرت واگي په لاس کې واخلي.

https://p.dw.com/p/2dDE6
Rohanis Rede am 1. Mai 2017 im Chomeini-Mausoleum
انځور: jamaran.ir

په ایران کې پر۵۶ میلیونه کسانو چې د رای ورکولو مستحق دي د خپلو رایو کارولو غږ شوی دی. و به لیدل شي چې هغوی ولسمشر حسن روحاني د دوهمې دورې له پاره ټاکي او که سیاسي بدلون غواړي. د حسن روحاني اصلي رقیب ابراهیم رئیسي دی، چې د محافظه پاله روحانیونو کاندید دی. داسې اټکل کیږي چې دوه نور کاندیدان ښایي د بریا چانس و نه لري.

دغه ټاکنې په عین وخت کې د هغه یوه سیاست په هکله چې دغه هیواد یې پر مخ وړي د یوې ټولپوښتنې په توگه انگیرل کیږي. طبعا روحاني د بریان هیله لري، خو رئیسي هم د روحانیونو او دولتي رسنیو ملاتړ لري. څارونکي په دې آند دي چې روحاني به په ټاکنو کې د خلکو له زیات گډون او برعکس رئیسي به په ټاکنو کې د خلکو له کمې ونډې څخه گټه واخلي.

په تودو انتخاباتي مبارزو کې دواړو کاندیدانو له هیڅ ډول څرگندونو څخه ډډه نه ده کړې. روحاني پر رئيسي او د هغه پر پلویانو تور پورې کړی دی چې له دین څخه د سیاسي موخو له پاره استفاده کوي. هغه ویلي دي چې په دغه رای اچونه کې باید ایرانیان تصمیم ونیسي چې کومه لاره غوره کول غواړي: آزادي او یا دا چې «ښځې او سړي د یوه دیوال په واسطه بېل کړی شي.»

ابراهیم رئیسي، په ټاکنو کې د روحاني اصلي رقیب گڼل کیږي
انځور: Reuters/Tima

پر دې سربیره واکمن ولسمشر روحاني له ایرانیانو هیله وکړه چې د ایران د اتومي تړون د امتیازاتو څخه د استفادې او د بندیزونو د لیرې کولو پاره ډیر وخت ورکړي. رئیسي بیا له خپل اړخه پر روحاني باندې تور پورې کړی دی چې درواغ خپروي او د دې وړتیا نه لري چې پر هیواد حکومت وکړي. همداشان هغه له لویدیځو هیوادونو سره د ایران اتومي تړون چې نړیوالو یې ضمانت کړی دی له هغه یوه چک سره تشبیځ کړ چې ولسمشر به و نه شي کړای، بازار کې پرې څه راونیسي.

نوري پور: روحاني د وړاندینې وړ دی

د آلمان د زرغون گوند د بهرنیو چارو سیاستوال امید نوري پور د اټکلونو له مخې، د محافظه پاله اړخ کاندید رئیسي بریا به د اتومي وسلو کړکیچ میدان بیا راتود کړي. نوري پور د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «که چیرې هغه (رئیسي) بریالی شي، نو له لویدیځ سره په تر سره شوي اتومي تړون به تبر کښیږدي.»

د هغه په خبره د دې په غبرگون کې ښایي سعودي عربستان، ترکیه او یا هم مصر هڅه وکړي چې د اتومي وسلو خاوندان شي. نو پر دې اساس د ایران له لوري د سوریې ولسمشر بشارالاسد او د لبنان حزب الله ملیشې ته د دغې تیکنالوژۍ د ورکولو امکان هم نه شي ردیدی.

اوسنی واکمن ولسمشر حسن روحاني د آلمان له نظره په ځانگړې توگه د بشري حقونو د خراب بیلانس د وړاندې کولو له کبله د «خوښې وړ» نوماند نه دی. خو د رئیسي په پرتله د وړاندوینې وړ کاندید دی او د نړۍ پر وړاندې د دغه هیواد د غیږ د پرانیستلو پلوي دی.

داسې اټکل نه کیږي چې د شنبې ورځې تر مخه  دې د ټاکنو لومړۍ پایلې جوتې شي. که چیرې کوم کاندید په لومړي پړاو کې تر پنځوس سلنه زیاتې رای تر لاسه نه کړي، د می پر ۲۶ نېټه به دوهم پړاو ټاکنې تر سره کیږي.