1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا داعش په کشمیر کې پښه ټينګوي؟

فيروز امران۱۳۹۵ تیر ۱, سه‌شنبه

آیا داعش د کشمیر د نه حل شوي شخړي څخه ګټه اخيستلای شي؟ ځیني کارپوهانو په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې. خو نور بیا په دې هکله شکونه لري.

https://p.dw.com/p/1JAbg
انځور: picture-alliance/dpa

د کشمیر شخړه یوازي د دوو اتومي قدرتونو پاکستان او هند ترمنځ د مخالفت سبب نه ده. بلکې د هند تر ولکې لاندي په جمو او کشمیر سیمه کې هندي ځواکونه د اکثریت مسلمان ولس او همدا راز د بیلتون غوښتونکو تروریستي ډلو پر ضد هم مبارزه کوي چې د آزادۍ یعني د کشمیر د پاکستان سره د الحاق له پاره جنګیري.

په دې ترڅ کې له کلونو راهیسې د هندي ځواکونو له خوا د بشري حقونو څخه د شدیدې سرغړونې پيښې هم ثبت شوي دي. خو په دې وروستیو کې هلته د مرګ ژوبله راکښته شوې ده.

په نوي ډيلي کې د حکومت هغه پریکړه هم چې د جمو او کشمیر بیلتون غوښتونکو سیاسي مشرانو ته یې په هند کې د پاکستان د سفیر یا عالي کمیسار سره د کتلو اجازه ورکړې، په سیمه کې د ترنګلتیا د یو څه راکمیدو نښه ده.

خو کلک دریځي بیلتون غوښتونکي بیا دا ټولې هڅې بې اغېزې بولي او د ملګرو ملتونو د ۱۹۴۹م کال پر هغه پریکړه لیک ټینګار کوي چې له مخې یې د کشمیر وګړي د یوې ټولپوښتني له لاري د خپل راتلونکي په هلکه باید خپله تصمیم ونیسي.

خو هند پر دغه ډول رای ګیري هیڅ راز بحث ته چمتو نه دی. او تر څو چې پاکستان او هند د کشمیر په اړه خپلو دريځونو ته بدلون ور نه کړي دا سیمه به همداسې نا آرامه او د ترهګرو له پاره یوه ډيره ښه ځاله وي.

داعش په جنوبي آسیا کې

ډيري کارپوهان له همدې امله په اندېښنه کي دا پوښتنه کوي چې آيا په اصطلاح «اسلامي دولت» ډله په نړیواله کچه د ځان له پاره د نویو جنګیالو د راجلبونو په ترڅ کې کشمیر ته مخه کولای شي؟ دا خو روښانه ده چې د سیمې په کچه دغه ډله په افغانستان کې حضور لري او په ځينو سیمو کې له وسله والو طالبانو سره په جګړه بوخته ده او غواړي د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو سره د جګړې قومانده په خپل لاس کې واخلي.

خو په پاکستان او هند کې د داعش د حضور په هلکه ډیر کم معلومات شته. د ۲۰۱۵م کال په می میاشت کې په کراچۍ کې د مسافرو پر یوه بس د اسلامپالو د برید پړه چې ۴۴ انسانان پکښې ووژل شول، پر داعش او همدا راز پر القاعدې شبکې ور اچول شوې وه. پاکستاني سرچینو د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې د داعش د جلب و جذب د یوې شبکې د له منځه وړولو د عملیاتو په ترڅ کې په سونو شکمن کسان نیولي دي.

«په هند کې پر مسلمانانو د تیري غچ»

په می میاشت کې داعش په یوه ویډيو کې نیغ په نیغه د هند مسلمانان مخاطب کړل. په دې ویډیو کې پیغام ورکړل شوې وو چې د کشمیر او همدا راز د هند د ګجرات د پیښو د قربانیانو بدل به واخیستل شي.

د۲۰۱۶م په پیل کې داعش د «دابق» په نوم د یوې انترنټ پاڼې له لارې اعلان وکړ چې د هند تر ولکې لاندي کشمیر کې جنګیالو له خلافت سره بیعت کړی. دا خبر د ترکیې د انادولو خبري آژانس خپور کړی وو. دغه آژانس همدا راز د بیلتون غوښتونکو د یوه مشهور مشر سید علي شاه جیلاني له نقل قوله ویلي ول چې داعش په کشمیر کې هیڅ ځای او نفوذ نه لري. جیلاني دا د هند پروپاګند بللی وو او ویلي ول چې هند په دې توګه د کشمیر د خلکو د آزادي جګړه بدنامول غواړي.

په کشمیر کې د داعش بیرغ د پورته کولو هڅه

په رښتیا هم د «تایمز آف انډیا» ورځپاڼي د جون د ۱۱په یوه مقاله کې په کشمیر کې د «اسلامي دولت» د پښي ټينګولو او ملاتړ موندلو موضوع ته اشاره شوې وه. ورځپانې د «Corporatio Indian Oil » د یوه لوړ پوړي کارکونکي محمد سراج الدین د اقامې دعوې د اتهامات حواله ورکړې وه. دا تن تیر کال د ترهګرۍ ضد ادارې «این اي ای» له خوا نیول شوی وو. د تیلو د شرکت پر دغه منیجر تور لګول شوی وو چې د فیسبوک او واټس اپ له لارې د مسلمان ځوانانو مغز وینځنه یې کړې او د «اسلامي دولت» ډلې ایدیالوژي یې خپره کړې.

د نوموړي پر ضد د رسمي دعوې پر وخت په وړاندي کړل شویو اسنادو کې د «ټایمز آف انډیا» په حواله د سراج الدین او په بیلا بیلو هیوادونو کې د «اسلامي دولت» د غړو ترمنځ انترنتي مکالمې ثبت دي.

د داعش د بریاليتوب د چانس په اړه کارپوهان همنظره نه دي

په کشمیر کې د پرمختګ چانس په اړه د واشنګټن د ملي دفاع پوهنتون په خټه پاکستاني سیاست پوه حسن عباس له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «زما په نظر د کشمیر پر وسله والو جنګیالو د داعش د نفوذ احتمال ډیر کم دی. په دې شخړه کې د سخت دریځې او وسله والې جګړې طبیعت یو بل سره ډير توپیر لري.» خو د امریکا د استخباراتي ادارې یو پخوانې کارکونکی او د امریکا د حکومت مشاور چې نن سبا د واشنګټن د څېړنیز مرکز د جنوبي آسیا کارپوه دی، په دې هلکه بل ډول اټکل کوي. دی په سیمه کې د زور زیاتي اوږد تاریخ او دې حقیقت ته په کتو سره چې دغه شخړه له کلونو راهیسې را روانه ده، «کشمیر د داعش په ځاله د بدلیدو له پاره تیار بولي.»