1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د امریکا او طالبانو ترمنځ لسم پړاؤ خبرې به پایله ولري؟

۱۳۹۸ آذر ۱۷, یکشنبه

طالبانو په رسمي ډول منلې ده چې په قطر کې یې له امریکایي پلاوي سره بیا خبرې پيل کړي دي. دا خبرې له کوم ځایه پیل شوي او افغان حکومت یې په اړه څه غبرګون لري؟

https://p.dw.com/p/3UPjT
Katar | Friedenskonferenz Afghanistan
انځور: AFP/Getty Images/K. Jaafar

طالبان او امریکايي چارواکي وایې چې د دواړو لورو ترمنځ درېدلې خبرې بیا په قطر کې پيل شوي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي دي چې د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوي او امریکايي مذاکراتي ډلې ترمنځ خبرې پرون شنبې (د ۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر ۷مه) پيل شوي، چې نن د یکشنبې (د ۲۰۱۹ میلادي کال د ډسبمر ۸مه) به هم دوام وکړي. د ښاغلي شاهین په وینا خبرې له هغه ځایه پيل شوي چېرې چې درېدلې وې.

«له امریکايي مذاکراتي ټیم سره مو خبرې له هغه ځایه پيل کړي په کوم ځای کې چې درېدلې وې، د توافقنامې د لاسلیک او اړوند موضوعاتو په هکله خبرې وشوې.»

فرانس پریس او رویټرز خبري اژانسونو د امریکايي چارواکو له قوله هم د دغو خبرو د پيل راپور ورکړی دی.

د افغان حکومت غبرګون

سره له دې چې ارګ په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د پيل شویو خبرو په اړه مشخص نظر نه څرګندوي، خو د تېر په څېر بیا هم د تاوتریخوالي پر ختمېدو ټینګار کوي.

د ارګ یوې ویاندې درخانۍ وزیري دویچه ویله ته وویل چې افغان او امریکايي چارواکو وار له مخه هوکړه کړې چې طالبان باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او اوربند ته غاړه کیږدي.

«د سولې هغه بهیر چې په هېواد کې د تاوتریخوالي او اوربند د عملي کېدو لامل شي د افغانستان د حکومت په لومړېتوبونو کې ځای لري.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د خبرو د بیا پیلیدو هرکلی کړی او هيله یې څرګنده کړې چې د خبرو دا پړاؤ به په هېواد کې د جګړې ټغر د ټولېدو سبب شي. د ښاغلي کرزي د دفتر یوې ویناپاڼې د نوموړي له قوله لیکلي:

«سوله د ځورېدلو افغانانو مسلم حق او هیله ده، پر همدې بنسټ د مذاکره کونکي افغاني اړخ څخه غواړو چې امریکا سره د خبرو پر مهال ډیر دقت وکړي چې پایله یې د ملي یوالي تر چتر لاندې زمونږ هېواد له پاره یو خپلواک او پیاوړی نظام شي.»

هاخوا د چارو یوشمېر کتونکي هیله من دي چې دا ځل به امریکایان او طالبان یوې هوکړې ته ورسیږي. سیاسي شنونکي عبدالشکور دادرس دویچه ویله ته وویل:

«تمه شته چې دا وار به طالبان او امریکايي لوری د سولې چمتو شوې توافقتنامه امضاء کوي.»

ښاغلي دادرس په دې برخه کې د افغان حکومت پر دریځ نېوکه وکړه چې ګواکې د ناسمو سیاستونو له امله به بیا هم څنډې ته پاتې وي. د طالب استازو او امریکايي ډيپلوماتانو ترمنځ د سولې په نهه پړاو مذاکراتو کې خبره د «سولې هوکړه لیک» تر لاسلیکېدو رسېدلې وه. خو د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ تېره سپټمبر میاشت کې هغه مهال له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې، کله چې کابل کې د دې ډلې یوه موټر بم برید دوه بهرني سرتېري او لس ولسي افغانان ووژل.

اسماعیل شاکر – کابل