1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د اوکراین د سولې پلان عملي کیدای شي؟

عبدالباري حکیم (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲۹, جمعه

په ژنیو کې د روسیې، اوکراین، امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې استازو په حیرانونکې توگه د اوکراین د کړکیچ په هکله د سولې پر یوه پلان باندې موافقه وکړه. خو سیاستوال د دې پلان د عملي کیدو په هکله شک لري.

https://p.dw.com/p/1BkfW
انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر، وویل: «سوله لا تر اوسه یقیني شوې نه ده. موږ له ټاکلي هدف څخه لا تر اوسه ډیر لیرې یو.» په عین وخت کی شتاین مایر زیاته کړه: «خو اوس یو ځل بیا د دې موقع برابره شوې ده چې د اوکراین د بیلتون مخه ونیوله شي او د اوکراین ټولې سیمی د دې هیواد د اقتصادي او سیاسي راتلونکې په جوړولو کې ونډه واخلي.»

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه چې د جینوا له موافقې سره «یو مهم گام واخیستل شو». شتاین مایر نوموړې موافقی ته په اشارې سره وویل چې د غیر قانوني وسلوالو ډلو د بې وسلې کولو، له زور زیاتیو څخه مخ اړلو او د اوکراین په ختیځ کې د دولتی ودانیو د خالي کولو پر سر موافقې سره اوس «ستره آزموینه» په مخکې ده: «اوس باید ثابته کړای شي چی د ژنیو روغه جوړه یوازې د کاغذ پر مخ نه پاتي کیږي بلکې سیاست ته بدلون ورکوي.»

هیلې پرته له ضمانت څخه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، هم ویلي دي چې دیپلوماتيکې هلې ځلې کیدای شي چې د «د تشدد مخه ونیسي». اوباما په واشنگټن کې وویل چې د یوی کوچنۍ هیلې د پیدا کیدو سره سره په اوسني وخت کې د هوسایي له پاره ضمات نه شته: «د روسیې له پاره چانس شته چې خپل دریځ بدل کړي. موږ دغه هیواد په دې لار کې تشویقوو. که چیرې روسیه بیا هم په خپل دریځ کې بدلون رامنځ ته نه کړي موږ به بله لاره غوره کړو. موږ له خپلو بندیزونو سره د روسیې اقتصاد لا مخکې اغیزمن کړی دی.»

اوباما یو ځل بیا د روسیی پر ولسمشر ولادمیر پوتین، باندې غږ وکړ چې د اوکراین له پولو څخه خپل سرتیري وباسي. لودیځ پر کرملین تور لگوي چې د اوکراین په ختیځ کې په ناکراریو کې لاس لري او آن روسیې «اجنټان» هلته گمارل شوي دي.

د جینوا له خبرو اترو څخه مخکې پوتین په یوې تلویزوني مرکه کې دا خبره رد کړې وه: «دا ټول چټیات دي. د اوکراین په ختیځ کې نه روسي سرتیري شته، نه روسي استخبارات او نه هم د هغوی کار کونکي. هلته ټول حرکتونه د سیمې د خلکو له خوا په لاره اچول شوي دي.»

د ملگرو ملتو غبرگون

د ملگرو ملتو عمومي منشي بان کیمون، د جینوا له موافقې څخه هرکلی وکړ او هغه یې یو «زړور» گام وباله. خو بان وویل چې وضعیت لا تر اوسه د «زیانمنیدو» وړ دی.

د سولې د موافقې له مخې د اوکراین په ختیځ کې روسیه پلوي بیلتون غوښتونکي باید خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او اشغال شوې دولتي ودانۍ خوشې کړي.

د بیلتون غوښتونکو له پاره عمومي بخښنه

د ژنیو د موافقې له مخې وسلوالو فعالینو او د دولتی ودانیو اشغال کوونکو ته به عمومي بخښنه وشي، البته په دې شرط چې هغوی کوم ستر جنایی جرم نه وي کړی. په اروپا کې د امنیت او همکاری سازمان (OSZE) یو څارونکي پلاوی به وگمارل شي ترڅو د ژنیو د موافقی تطبیق وڅاري. په موافقه کې بنسټيزه غوښتنه دا ده چې ټول اړخونه له زورزیاتیو څخه لاس واخلي. د موافقې ټولو گډونوالو په اوکراین کې افراطیت، نژاد پالنه او مذهبي تعصب او دغه راز انتي سیمتیزم (یهودیت سره دښمنی) په کله غندلی دی.

د موافقی تطبیق او پر وړاندې یې پرتې ستونزې

د متحده ایالاتو د بهرنیو چاورو وزیر جان کیري، انتظار لري چې روسیه پلوي قوتونه خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي. خو څارونکي په دې نظر دي چې د موافقې متن په کیف کې د لودیځ پلوي حکومت ملا تړکوونکو ته هم متوجه دی. د روسیی د بهرنیو چارو وزیر سرگي لاروف، په څرگندو الفاظو سره د اوکراین افراطي کیڼ اړخې ډلې ته اشاره وکړه.

کیری د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل: «که چیرې د سولې پلان عملي شي نو روسیه به د اوکراین له پولو څخه خپل سرتیري وباسي.» هغه زیاته کړه د دې په بدل کې به امریکا متحده ایالات د روسیی د ځینو افرادو پر ضد د لگولو شویو بندیزونو د لیرې کولو پر سر غور وکړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب