1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا د بندونو یا مفصلونو د درد له پاره ورزش ګټه کوي؟

۱۳۹۷ فروردین ۳۰, پنجشنبه

ډیری هغه کسان چې د بندونو یا مفصلونو له درد څخه کړیږي په دې باور دي چې که چیري بندونو ته استراحت ورکړل شي، نو درد به یې ورک شي او بلاخره به یې رغتیا ور په برخه شي. خو حقیقت د دې برعکس دی.

https://p.dw.com/p/2wIk7
Symbolbild - Arthrosepatient
انځور: colourbox

د روغتیا د برخي کارپوهان په دې باور دي چې فزیکي فعالیت له ډیرو هغو کسانو سره مرسته کړې ده چې د بندونو له درده کړیږي. د دوی په باور فزیکي حرکتونه د درد په کمولو او بالاخره د درد په ورکیدو کې ډیر ګټور ثابتیدلی شي. خو پوښتنه دا ده چې د بدن فزیکي حرکتونه څه ډول زموږ له مفصلونو سره مرسته کوي.

د انسان مفصلونه د یو ډول سریښناکه مادې چې د سینوفیل په نامه یاديږي پوښل شوي چې هډوکي په اصطلاح غوړوي. د سینویال ممبران په نامه نرم انساج دغه سریښناکه مایع تولیدوي او د موټر د پرزو له پاره د ګریس په ډول فعالیت کوي چې له امله یې د انسان په بدن کې مفصلونه په خورا نرمښت سره حرکت کوي. سایسنپوهان وايي چې فزیکي حرکت د انسان په بدن کې د دغه مایع په دوران یا حرکت کې ډیره مرسته کوي. 

د روغتیا د برخي کارپوهان همدا راز استدلال کوي چې فزیکي حرکتونه یا ورزش د انسان په بدن کې د وینې جریان ډیروي. د دوی په وینا ورزش د انسان زړه دې ته اړ کوي چې ډیره وینه پمپ کړي چې په پایله کې د انسان مفصلونه ته هم منظمه او ډیره وینه جریان پیدا کوي. د دې کار په پایله کې په مفصلونو یا بندونو کې سینویال ممبران ته تازه اکسیجن او تغذیه رسیږي چې له امله یې سریښناکه مایع تولید او تازه کیږي.

د روغتیايي چارو د کارپوهانو په باور کله چې انسان وزن پورته کړي او یا په مفصلونو باندې فشار راشي، نو په دې صورت کې د سفنچ په شان د مفصلونو له خلاوو څخه مایعات بهر کیږي او د وزن لیرې کولو په صورت کې دغه مایعات بیرته خپل ځای ته ګرځي. د دوی په باور د همدې کار په نتیجه کې تازه اکسیجن او د تغذیې وړ مواد مفصلونو ته حرکت کوي چې بلاخره د انسان له پاره ګټور ثابتیږي.

دوی همدا راز وایي چې د ډیر زیات فزیکي حرکت یا ورزش له امله ښايي د انسان مفصلونه او نور غړي زیان هم وویني، خو وړاندیز کوي چې په مناسبه اندازه او له کمې کچې ورزش یا فزیکي حرکتونه شروع کړل شي.

په پای کې ساینسپوهان همدا راز وايي چې ورزش د انسان عضلې، او د مفصلونو شاوخوا کش کیدونکي پله غښتلې کیږي. دوی وايي چې کله دوی عضلات او پلې غښتلې شي، په دې صورت کې دغه عضلات هم د مفصلونو حفاظت او ساتنه کوي او پر کمزورو مفصلونو باندې فشار کموي.

زموږ له آرشیف څخه: