1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ترمپ د شمالي کوریا او امریکا ترمنځ ناستې ته شرایط ایښې

۱۳۹۶ اسفند ۱۹, شنبه

آیا د کلونو راهیسې ناکامه سیاست څنګ ته کول به له امریکا سره مرسته وکړي چې د شمالي کوریا خطرناکه معضله حل کړي؟ ترمپ په دې باور دی چې هغه دا ځانګړتیا لري چې کیم یونګ اون او د هغه اتومي پروګرام بیرته سم لوري ته راولي.

https://p.dw.com/p/2u57M
Südkorea Donald Trump und Kim Jong Un im TV in Seoul
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Young-joon

د سپینې ماڼۍ په حواله د ولسمشر ترمپ او شمالي کوریا د رهبر کیم یونګ اون ترمنځ ملاقات به ممکن هغه وخت صورت ونیسي چې شمالي کوریا د غیر اتومي کولو په لار کې ښکاره او محسوس اقدامات وکړي. دغه خبره د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا سندرز په واشنګټن کې مطرح کړې او ویلي یې دي چې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ به د شمالي کوریا له دیکتاتور رهبر کیم یونګ اون سره ترهغه ونه ګوري ترڅو چې «شمالي کوریا مشخص اقدامات او تدابیر تر لاس لاندې نه وي نیولي.»

دا لا تراوسه پورې واضح نه ده چې د سپینې ماڼۍ لخوا دغه راز تبصره به د کتنې پر دغه پلان څه اغیز ولري. سربیره پر دې د شمالي کوریا حکومت هم تراوسه پورې د جنوبي کوریا د چارواکو په لاس ترمپ ته د لیږل شوي دې وړاندیز په هکله خپل رسمي نظر نه دی څرګند کړی.

داسې اټکل هم کیږي چې چین به تر دې کتنې وروسته هم پر شمالي کوریا باندې خپلو بندیزونو ته ادامه ورکړي. د سپینې ماڼۍ په حواله ولسمشر ترمپ او د چین ولسمشر شي جین پینګ د تلیفوني خبرو له لارې په دې سلا شوي چې پر شمالي کوریا دې د چین له لوري وضع شوو بندیزونو ته دوام ورکول شي.

نړیوال هرکلی

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ یو شمیر هیوادونو د دې ناستې هرکلی کړی خو ځینې بیا ورباندې نیوکي کوي. د بیلګې په توګه جنوبي کوریا د دې اقدام ډیر هرکلی کړی او دې ته یې د یوې معجزې په توګه کتلي. د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل په دې هکله د هیلې ډک د یوه ملاقات خبره کړې. د آلمان د بهرنیو چارو وزارت یوې ویاندې په برلین کې ویلي چې پر پیونګ یانګ باندې باید نړیوال فشارونه ادامه پیدا کړي. هغې ویلي چې د آلمان او اروپايي ټولنې له خوا پر شمالي کوریا باندې وضع شوي بندیزونو باید ادامه پیدا کړي ترڅو چې مشخص اقدامات او د حل لارې پیدا کړل شي.

د بلې خوا د اتومي انرژۍ نړیوالې ادارې هم په دې هکله هیله مندي ښکاره کړې چې که چیرته د شمالي کوریا د معضلي سیاسي حل رامنځ ته شي، نو دغه اداره چمتو ده چې په شمالي کوریا کې د خپلو مفتشینو له لارې د اتومي تړون مراعت کول تر څار لاندې ونیسي.

Bildkombo Kim Jong Un und Donald Trump
انځور: picture-alliance/AP/dpa/Wong Maye-E

کیم د سترو ژمنو د عملي کیدو خبره کړې چې په دې جمله کې د هغه د خپل هیواد د غیر اتومي کیدو موضوع هم شامله او د امریکا متحده ایالات ډاډمن دي چې هغه به خپله دغه ژمنه عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دغو دواړو مشرانو تر دې وړاندې یو بل ته سپکې سپورې خبرې هم کړې وې. د بیلګې په توګه ولسمشر ترمپ د شمالي کوریا رهبر ته «د کوچني راکټي سړي» کلمات کارولي وو او کیم بیا ترمپ ته د «عصبي ناروغ کس» کلمات کارولي وو.

خو په عین وخت کې وروسته له هغې چې په عام محضر کې دغو دواړو مشرانو یو بل ته سپکاوی وکړ او یو بل یې پر پوځي اقداماتو ګواښل، آیا د دښمنۍ اساس جوړونکې مسئله یعنې غیر اتومي کیدل به صورت ومومي؟  داسې یو کار چې له دپلوماتیکو لارو تراوسه پورې نه دی ترسره شوی.

په همدې ترڅ کې د بهرنیو سیاستونو حیران شوي څارونکي د شمالي کوریا له لوري د تیرې پنجشنبې په ورځ دغه غیر عادي اعلان ته د بې ځایه خو زړور قمار په سترګه ګوري کوم چې یوه خطرناک رژیم ته نړیوال مشروعیت په لاس ورکوي. د دوی له نظره دا هغه څه دي چې دغه رژیم یې له مودې راهیسې په لټه کې دی.

د جنوبي کوریا د ملي امنیت سلاکار چونګ اوی یونګ د سپینې ماڼۍ مطبوعاتو څانګې ته ویلي چې د شمالي کوریا رهبر کیم غواړي چې له ولسمشر ترمپ سره وګوري او دغه هیواد غواړي چې د موقت وخت له پاره د خپلو اتومي وسلو او د توغندیو ازموینې ودري، البته په هغه صورت کې چې که چیرته دغه ملاقات صورت ومومي.

تر دې هم ډیره حیرانونکې موضوع دا ده چې، د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ډیر ژر دغه دعوت پرته له کوم مخ شرطه قبول کړ. خو یوازې یوه ورځ وروسته سپینې ماڼۍ د دې هڅه کوله چې وښيي په حقیقت کې دغه ملاقات نهايي شوی نه دی.

که چیرته دغه ملاقات صورت ومومي، نو په دې صورت کې به دا لومړی ځل وي چې د شمالي یو برحاله رهبر له امریکايي ولسمشر سره ملاقات کوي. شمالي کوریا د لسیزو راهیسې په دې هڅه کې ده چې د امریکا له یوه برحال ولسمشر سره ملاقات برابر کړي، خو دا چې ولې دغه څه نه دي پیښ شوي، پروړانې یې ګڼ شمیر دلایل موجود دي.

د امریکا او جنوبي کوریا د چارواکو په حواله د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ دغه ناسته به د روان کال د مې میاشتې له پای څخه مخکې صورت ومومي کوم چې ستر خطر یا ریسک هم له ځانه سره لري. شمالي کوریا غواړي چې دوی او همدا راز اتومي پروګرام ته په نړیواله سطحه په جدي سترګه وکتل شي. له کیم سره د مخامخ ملاقات په ترڅ کې به ترمپ یوه داسې هیواد ته چې پکې ګڼ شمیر د بشري حقونو سرغړونې ترسره کیږي، نړیوال مشروعیت ور وبخښي. دا هم امکان لري چې دغه ناسته به کیم ته د دې  موقع په لاس ورکړي چې د خپل هیواد د اتومي وسلو پروګرام ته پراختیا او انکشاف ورکړي.

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم زموږ له آرشیف څخه: