1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

آیا د خولې منيځلو مایع د کرونا ويروس د خپريدو مخه نيولی شي؟

۱۳۹۹ مرداد ۲۳, پنجشنبه

یوه ډله آلماني څېړونکي وایي چې د خولې مينځلو مايع کیدای شي په خوله کې د کرونا ویروس له منځه یوسي. که څه هم دغه موندنې هيله بخښونکي دي خو د خولې مينځلو د ټولو مايعاتو په برخه کې صدق نه کوي او لا زياتو څېړنو ته اړتيا شته.

https://p.dw.com/p/3gtvB
Frau mit Mundspülung
انځور: Imago/Paul von Stroheim

د آلمان بوخوم ښار پوهنتون د طب او د ويروس پيژندنې کارپوهانو يو ډله څيړونکي د آلمان له شپږو نورو پوهنتونونو څخه د خپلو همکارانو په استازيتوب وايي چې د خولې مينځلو ځيني بازاري مايع کولې شي په خوله کې د کرونا ويروس له منځه یوسي. هغوی خپلې دغه موندنې د «التهابي ناروغیو» په تخصصي مجله کې خپرې کړي دي.

د هغوی له څيړنو څخه ښکاري چې د خولې مينځلو مایع استعمال کولې شی، په خوله کې د کرونا ویروس زياتيدو مخه ونیسي او نورو ته د خپريدو خطر يې کم کړي.

دغه موندني کولې شي د غاښو طب او نورو ورته درملنو کي ځانګړی اغیز ولري. خو د کووید ۱۹ ناروغيو د علاج له پاره مناسب نه دي، حتی پر ویروس د ککړیدلو مخه هم نه نيسې.

د ازموینې په چاپيريال کې څېړنه

څيړونکو د آلمان په درملتونو او د روغتیا ساتني په پلورنځيو کې د خولې مينځلو اته ډوله مایع چې بیلا بیل ترکيبونه يې درلودل، څيړلې دي. هغوی دغه د خولې مينځلو مایع د کرونا له کوچنیو ذرو او يو ډول ماده چې د خولي لاړو په څير ده، سره ګډ کړي او وروسته یې ديرش ثانیې ښورولي تر څو د خولي مينځلو مايع کی اغيز زيات کړي.

وروسته يې په دغه ترکيب کې د ویروس د شمير اندازه کولو  له یو ډول  حجرو څخه کار اخیستې چې د «ويرو ای ۶» په نامه دي او د کرونا ویروس په وړاندې حساسې دي.

وروسته له دغه اقداماتو څخه د خولي مینځلو په ټولو مايعاتو کي د ویروس شمير کمښت پيدا کړې. د خولې مينځلو دريو مايعاتو کي اغیر دومره زیات وو چې له ۳۰ ثانیو وروسته په دغه ترکيب کي هيڅ کوم ویروس نه دې موندل شوې.

د خولی مينځلو مايع یوازي په خولي کې اغیز لري او په  حجرو کې د ويروس تولید په هر حال کي ادامه مومي.

سره له دې څيړونکي ټينګار کوي کله چې د انسان  په بدن کې دغه ويروس خپور شوې وي او په حجرو کې د ډيریدو په حال کي وي نو د کووید ۱۹ التهاباتو درملني له پاره د خولي مينځلو مايع استعمال مناسب نه دې.

د التهابی ناروغيو په تخصصي مجلي کې د خپری شوې مقالې يو ليکوال توني مستر په دې اړه وضاحت ورکوي: « د خولي مينځلو مايع نه شي کولي په  حجرو کې د ویروس ډيريدو مخنيوی وکړي، خو کولې شي د لنډ وخت له پاره په هغه ځای کې چې دغه التهاب ډير وې، يعني په خوله کې هغه کم کړي.»

ورته څيړنه د امریکا په سان فرانسیسکو کي هم د ترسره کيدو په حال کې ده، امریکايي او آلماني څيړونکي له يو بل سره په تماس کي دي.