1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د مولانا سمیع الحق وژنه به پاکستان بې ثباته کړي؟

۱۳۹۷ آبان ۱۲, شنبه

د جمعې په ورځ د پاکستان د جمعیت علمأ پاکستان (س) ګوند مشر مولانا سمیع الحق په خپل کور کې ووژل شو. د هغه د ګوند په حواله هغه مهال چې د مولانا موټر چلوونکی او ساتونکی بیرون تللي وو، پر سمیع الحق د چړې بریدونه شوي دي.

https://p.dw.com/p/37bZF
Mitglieder von Tehreek-e-Taliban Pakistan (TTP)
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د پاکستان د خیبرپښتونخوا په اکوړه خټک کې د جامعه حقانیه دیني مدرسې مشر ۸۲ کلن سمیع الحق ته د افغان او پاکستاني طالبانو د پلار په سترګه کتل کیږي. تر دې وړاندې سمیع الحق د پاکستان د مشرانو جرګې یا د سنا د غړي په توګه هم کار کړی. پر افغانستان باندې د امریکا متحده ایالاتو تر یرغل وروسته نوموړي په پاکستان کې د مذهبي ګوندونو یو اتحاد هم رامنځ ته کړ او د ټول پاکستان په کچه یې د امریکا د برید پر ضد پراخ لاریونونه وکړل.

سمیع الحق په پاکستان کې د جهادي او مذهبي تنظیمونو د اتحاد څخه جوړ د پاکستان د دفاع د شورا د مشر په توګه هم کار کړی. سربیره پر دې د «طالبانو پلار» یا سمیع الحق د پاکستان د پخواني پوځي ولسمشر جنرال ضیأ الحق سره هم نږدې اړیکې درلودې او په نړیوالو جهادي کړیو کې ورته د یوه بانفوذې څیرې په توګه کتل کیدل.

Pakisten | Sami Ul Haq "Vater der Taliba" erschossen
انځور: Getty Images/AFP/F. Naeem

نوموړي به تل په ویاړ ویل چې د افغان طالبانو ګڼ شمیر مشران د هغه شاګردان دي. مولانا ته نیږدې حافظ احتشام وايي چې مولانا سمیع الحق د جهادي مشرانو له پاره د پلار حیثیت درلود. هغه وايي چې د ملا محمد عمر او د جلال الدین حقاني سربیره د طالبانو د ډلې ګن شمیر غړي او مشران د هغه زده کوونکي وو. احتشام همدا راز وایي چې سمیع الحق له پاکستاني طالبانو سره د خبرو یو اصلي لوری هم وو او هغه د جامعه حقانیه په نوم په پاکستان کې د تر ټولو سترې دینې مدرسې مشر هم وو.

په داسې حال کې چې د مولانا سمیع الحق ګڼ شمیر پلویان د هغه پر مرګ خفه دي او منتقدین یې بیا وايي چې مولانا سمیع الحق او د هغه فکر پاکستان او افغانستان ته زیان رسولی دی.

په پاکستان کې د بشري حقونو پیژندل شوې فعالې فرزانه باري د مولانا سمیع الحق پر وژنې د غبرګون څرګندولو پرمهال دویچه ویله ته وویل: «تر هر څه وړاندې زه د هغه د مرګ غندنه کوم. په دغه ډول د هر انسان وژل د غندنې وړ دی خو بیا هم له بده مرغه دا وایم چې مولانا ټول عمر د داسې کسانو سرپرستې کړي چې پر بشري حقونو یې باور نه درلود. هغه [مولانا سمیع الحق] د داسې ډلو ملاتړی وو چې په افغانستان او پاکستان کې یې نه یوازې سخت دریځي ترویج کړې بلکې دوی د زور له لارې د ځینو داسې سیاستونو د عملي کولو هڅه کړې چې له امله یې دواړو هیوادونو ډیر زیان لیدلی او په ټولنو کې یې مذهبي او قومي اختلافات لا پسې ډیر شوي دي.» په پاکستان کې د بشري حقونو فعاله وایي چې د هغې په وژنې سره په پاکستان کې بې ثبات پراخه شي.

Pakisten | Sami Ul Haq "Vater der Taliba" erschossen
انځور: picture-alliance/dpa/ZUMAPRESS

په عین حال کې مولانا سمیع الحق په داسې یو وخت کې وژل کیږي چې پر پاکستان باندې د امریکا متحده ایالاتو فشار ډیر شوی څو د افغان سولې له پاره طالبان د خبرو میز ته حاضر کړي. د ځینو پاکستاني کارپوهانو په باور د مولانا تر وژل کیدو وروسته به دغه کار د پاکستان له پاره لا ډیر ستونزمن شي. د پاکستان په لاهور ښار کې میشت د سیاسي چارو کارپوه احسن رضا په دې باور دی چې د مولانا د وژل کیدو له کبله به د افغانستان د سولې خبرې اغیزمنې شي. نوموړی وايي: «داسې باور موجود وو چې مولانا سمیع الحق افغان طالبانو ته ډیر نیږدې دی. پاکستاني چارواکو تر دې وړاندې هم د نوموړي له لارې له افغان طالبانو سره اړیکې نیولې او اوس یې هم نیسي. زما په فکر د هغه وژل کیدل به د [د افغانستان د سولې په برخه کې] مذاکرات اغیزمن کړي. اوس پاکستان د هغه په څیر بل اغیزمن کس نه لري چې افغان طالبان د خبرو میز ته حاضر کړي.»

د سیاسي چارو دغه پاکستانی کارپوه په دې باور دی چې د سمیع الحق تر مرګ وروسته د هغه د زده کوونکو کنترول به ستونزمن وي او په خبره یې که چیرته حکومت له احتیاط څخه کار وانه خلي، نو ځینې عناصر به د هغه مرګ د یوې بهانې په توګه وکاروي او هیواد [پاکستان] د بې ثباتۍ له ستونزې سره مخ کړي.

Mitglieder von Tehreek-e-Taliban Pakistan (TTP)
انځور: Aamir Qureshi/AFP/Getty Images

د مولانا سمیع الحق پر وژنې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان او ولسمشر سربیره د دې هیواد ګڼ شمیر سیاسي او مذهبي څیرو غبرګون ښوولی دی. ځینو سیاسي ډلو بیا د پاکستان په خوندي سیمه او پلازمینې اسلام آباد ته څیرمه په راولپنډۍ ښار کې د سمیع الحق وژنه یوه ستره پیښه ګڼلې او د دغه هیواد له حکومت څخه د پیښې د روڼتیا په هکله له خلکو سره د معلوماتو د شریکولو غوښتنه کوي.

په عین حال کې د ټول پاکستان په سطح مولانا سمیع الحق ګڼ شمیر دینې مدرسې درلودې. د اسلام آباد د لال مسجد سربیره د پاکستان د ګڼ شمیر مهمو جوماتونو امامان د نوموړي زده کوونکي دي. د نوموړي د مرګ پر ضد په اسلام آباد کې لال جومات ته څیرمه یو لاریون هم پیل شوی دی او داسې اټکلونه کیږي چې په راتلونکو ورځو کې به دغه راز لاریونونه لا پسې او پراخ او ډیر شي.

زموږ له آرشیف څخه: