1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

آیا د هوا گرميدل به د کرونا ويروس مخه ونيولی شي؟

۱۳۹۸ اسفند ۱۲, دوشنبه

آیا د هوا له گرميدو سره به د کرونا ويروس ضيعف شي؟ ويروس پيژندونکی توماس پيچمن تشريح کوي چې د تودوخې لوړيدل به په کرونا څه اغیز وکړي او دا چې ولې ښځې د کرونا ناروغۍ په مقابل کې نبستأ قوي دي؟

https://p.dw.com/p/3YkZN
Symbolfoto Vorsichtsmaßnahmen Coronavirus | Spritze und Biogefährdungsschild auf Mundschutz
انځور: picture-alliance/dpa/Bildagentur-online/Ohde

آیا د تودوخې د درجې لوړیدل به د کرونا ويروس خپريدل ورو کړي؟ ښايي SARS-CoV-2 ويروس د انفلونزا په څېر وي. په دې توگه به پسرلی چې د حرارت درجه پکې لوړيږي، ښايي دغه عامل ووژني او په دې توگه به د کويد – ۱۹ د خپريدو مخه ونيسي. د نوي کرونا ويرس موسم به هم ښايي لکه د انفلونزا د څپې په څیر چې د ژمي په تېریدو سره یې زور کمیږي، تېر شي.

پسرلی ښايي د هيلو فصل وي خو په دې اړه دقيقاً يو څه ويل لا ډېر د وخته دي چې سارس کو وي – ۲ به د انفلونزا په څېر چلن وکړي او که څنگه. د ويروسونو متخصص توماس پيچمن وايي چې کارپوهان اوس د ويروس د مسير په اړه وړاندوينه نه شي کولی ځکه چې «که رښتيا وويل شي نو موږ دا ويرس تر اوسه نه پيژنو.»

پيچمن د آلمان په هانور ښار کې د «ترينکور» په نوم د تجربوي او کلينکي ميکروبي ناروغيو د څيړنې په مرکز کې ماليکيولر ويروس پيژوندونکی دی. نوموړی په اصطلاح د «آر اين ای» ويروسونو په اړه چې د مثال په توگه د هيپاتايتس سي (تور زيړي) او د  SARS-CoV-2  ويروسونه هم پکې شامل دي، څېړنې کوي.

ويروس؟ نامعلوم!

پيچمن وايي: «د دې ويروس په اړه ځانگړي څه دادي چې انسان ورسره په لومړي ځل لاس او گريوان شوی دی. د چين څخه د ترلاسه شويو معلوماتو په حواله موږ دې نتيجې ته رسیدلي يو چې دې ويروس يوازې يو وارې له يوه حيوان څخه انسان ته سرايت کړی دی.»

د عادي انفلونزا برعکس چې کابو هر انسان ورسره يو کله مخ شوی دی، د کرونا د ويروس بريد ته د انسان د بدن ايميني(معافيوي) سيستم چمتوالی نه لري. پر دې سربيره د ځمکۍ د شمالي کرې موسمي شرائط هم دمگړۍ په اصل کې د ويروس د خپريدو له پاره مناسب دي. د تودوخې درجه هم پر دې ډېر اغیز لري. د تنفسي جهاز ويروسونه په يخه هوا کې ډېر په چټکۍ سره خپريږي. پيچمن وايي: «دغه ويروسونه په يخه هوا کې ډېر ثبات لري. دا داسې دي لکه خوراک چې ډېر وخت په يخچال کې ساتل کیدلی شي.»

China Coronavirus
د کرونا ويروس د چين له ووهان ښاره سرچينه اخيستېانځور: Getty Images/AFP

يخه او وچه هوا

د ډېرو ويروسونو له پاره د هوا گرميدل ستونزې جوړوي. پيچمن وايي: «د کرونا ويروس د ليپيد يو قشر لري يعني په بله اصطلاح د غوړو يوه طبقه لري.» د نوموړي په خبره دغه پرده ډېره تودوخه نه شي زغملی. معنا دا چې د گرمۍ په زياتېدو سره ويروس له منځه ځي. پيچمن زياتوي: «خو نور ويروسونه لکه «نورو ويروسونه» د تودوخۍ په مقابل کې ډېر ثبات لري ځکه هغوی پروتين او جنتيکي مواد لري.»

د نورو پاتوژن يا عاملينو له پاره تودوخه يوازې فرعي نقش لوبوي. د مثال په توگه د دينگي ويروس زياتره په گرمسیرو او نیمه گرمسیرو سيمو کې موندل کیږي. پيچمن وايي: «په دې مورد کې د حرارت درجه هغه څه نه دي چې د عامل په خپرولو کې مرکزي نقش لوبوي بلکې حيوات هغه څه دي چې دا ويروس انتقالوي.»

د هوا لوندوالی يا نمي هم د تنفسي لارو د ويروسونو د انتقال وړتيا اغیزمنوي. کله چې دغه ميکروبونه د پرنجي سره بهر ته خارج شي نو دوی عيناً په هوا کې ځوړند پاتې وي. پيچمن وايي: «د ژمي په يخه او عموماً وچه هوا کې دغه کوچني څاڅکي، چې ویروسونه لري، د هوا د لندوالي په صورت کې اوږده موده په هوا کې معلق وي.»

په دې توگه دغه ويروسونه په چټکۍ سره خپريدلی شي. لومړی پرې څوک نه پوهيږي او د انسانانو سره تر لومړي تماس څه موده وروسته یې علايم ظاهريږي.

ښځې ولی د کرونا په مقابل کې قوي دي؟

تبه، د عضلاتو درد او لرزه د ويروسي ناروغيو عادي علايم دي او د دې نخښه ده چې بدن د دغو بهرنيو بريدگرو پر وړاندې مبارزه کوي. خو بريالۍ مبارزه يوازې په ويروس د ککړ شوي انسان پر سن او روغتيا انحصار نه لري بلکې د انسان په جنسیت پورې هم اړه لري. يعني دا چې اغیزمن ښځه ده او که نارینه دی. د کرونا ويروس په مورد کې معلوماتو ښوولې چې ښځې د نارينه وو په پرتله د ژوندي پاتیدو ښه چانسونه لري. په کرونا له اخته شويو نارينه وو څخه یې ۲،۸ سلنه مړه کيږي، په داسې حال کې چې په ښځو کې دغه کچه ۱،۷ سلنه ده.

د پيچمن په حواله دغه فرق د جنيتک له لارې تشريح کیدلی شي. هغه زياتوي: «د انسان په ايمني سيسټم پورې تړلي ځيني جينونه د مثال په توگه هغه جينونه چې د ناروغيو د عواملو د پيژندو مسئوليت لري، د ايکس کروموسوم [X chromosome] په نوم موادو کې رانغاړل شوي وي. دا چې ښځې دوه ايکس کروموسومونه لري او نارينه يوازې يو، نو ښځې په گټه کې وي.»

ښځينه ايستروجن سيکس هارمون هم له دې سره مرسته کوي چې ښځې د ويروسي ناروغيو په مقابل کې قوي وي.

د کرونا موسم به ښايي په شمالي نيمه کره کې د پسرلي له پیلېدو سره پای ته ورسيږي. خو د روغتيا د نړيوال سازمان په حواله په استرليا او برازيل کې چې په جنوبي نيمه کره کې پراته دي او په ترتيب پکې د کرونا تر شلو زياتې او يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده، ژمې لا نه دی پېل شوی.  

bs/mq (Julia Vergin )

زموږ له آرشيف څخه: