1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د ټاکنو کمېسیون به روانه اونۍ د ټاکنو پایلې اعلان کړي؟

۱۳۹۸ آذر ۲۳, شنبه

د ټاکنو کمېسیون وايي چې په شمالي اوو ولایتونو کې د يکشنبې په ورځ د رایو ارزونې او بیا شمېرنې لړۍ پيلوي. کمېسیون بیا هم ژمنه کوي چې د اونۍ ترپایه به د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

https://p.dw.com/p/3UoF8
Afghanistan Wahl | Zählung von Wahlstimmen in Herat
انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ د نوماند عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې له هغې پریکړې هرکلی کړی، چې په ۷ ولایتونو کې یې د رایو ارزونې او بیاشمېرنې لړۍ ته دوام اجازه ورکړې.

د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات دویچه ویله ته وویل، سبا یکشنبې (د ۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر ۱۵مه) په دغو اوو ولایتونو کې د رایو ارزونې او بیاشمېرنې لړۍ پيلیږي. سادات وویل: «سر له سبا به په ۷ ولایتونو کې د تفتیش او بیاشمېرنې لړۍ رسما پيل شي.» د ښاغلي سادات پروینا ټاکل شوې چې په پاتې ۷ ولایتونو کې  د ۱۳۷۹ محلونو رایې تفتیش او بیا وشمېرل شي.

پایلې کله اعلانیږي؟

ټاکنو کمېسیون تردې وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو اعلان پروړاندې ترټولو ستر خنډ، په شمالي اوو ولایتونو کې د ځايي ټاکنیزو دفترونو تړل کېدل باله.

خو ښاغلي سادات دویچه ویله ته زیاته کړه: «مونږ هڅه کوو چې د دغو ۱۳۷۹ محلونو تفتیش ژر تر ژره ترسره او زمونږ نهايي کوشش همدا دی چې د دې اونۍ ترپایه د ولسمشریزو ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړو.»

عبدالله عبدالله تېره شپه ناوخته یوې خبرې غونډې ته د وینا پرمهال له خپلو پلویانو وغوښتل چې بغلان، بدخشان، کندز، پنجشیر، فاریاب، سرپل او جوزجان ولایتونو کې د ټاکنو ځايی دفترونو ته د کار اجازه ورکړي.

Afghanistan - Wahl
انځور: Getty Images/AFP/H. Hashimi

د پایلو د نه منلو ګواښ

ښاغلي عبدالله له دغه اعلان سره هممهاله نن شنبې (د ۲۰۱۹ میلادي کال د دسمبر ۱۴مه) بغلان کې د خپلو پلویانو یوې اعتراضیه غونډې ته وینا هم وکړه. نوموړي وویل: «مونږ به له درغلیو ډک د ټاکنو ابتدايي او یا هم قسمي نتایج ونه منو.»

هاخوا یوشمېر ټاکنڅاري بنسټونه وايي، ټاکنو کمېسیون ته د پایلو د اعلان لپاره نور هیڅ ډول پلمه پاتې نه شوه. د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا ویاندې سمیرا رسا په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «سره له دې چې تېره ورځ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غونډې هغسې پایله چې اړینه وه نه درلوده، خو د ۷ ولایتونو دفترونو پرانېستل کېدل د یوې ټاکنیزې ډلې په قناعت سره یو غوره اقدام دی، مونږ هیله من یو چې شکایتونو کمېسیون د نظرونو د اختلاف لرې کېدو لپاره نورې حل لارې هم وړاندیز کړي چې مونږ ژر تر ژره د ټاکنو لومړنیو او بالاخره نهايي پایلو شاهد اووسو چې ټولو ته د منلو وي.»

سره له دې چې په اوو ولایتونو کې د ټاکنو د ځايي دفترونو پرانېستل کېدل د ټاکنیز جنجال د حل لپاره یو مثبت ګام بلل کیږي، خو ځیني کارپوهان لاهم ډاډه نه دي چې په دې سره به ټاکنیزې ناندرۍ پای ومومي.

سیاسي شنونکي عبدالشکور سالنګي، دویچه ویله ته وویل: «شواهدو او قراینو ته په کتو ددې دورې ټاکنې هم د تیر په څیر بحراني دي، په قوي احتمال سره ټاکنې بیا هم بحران ته کشول کیږي ځکه هغه پایلې چې ټاکل شوې د موجوده رایو په اساس به یې کمېسیون اعلانوي خو مقابل لوری یې نه مني. ، د افغانستان خلک له بحران پرته بله تمه نه کوي»

د ښاغلي سالنګي پروینا، دا وار بیا هم د ۲۰۱۴ میلادي کال په څیر د امریکا منځګړیتوب ته د خلکو سترګې دي چې ټاکنیز بحران مدیریت کړي، خو د ټاکنو دا ځلي مدیریت به توپیر لري ځکه اوس له ټاکنیز جنجال سره همهاله د سولې پروسه هم روانه ده.

د اعتراضونو دوام

دا څرګندونې داسې مهال کیږي، چې نن شنبه هم په بغلان او بلخ ولایتونو کې د معترضو ټاکنیزو ډلو د پلویانو لاریونونو دوام درلود. لاریونوالو د ټاکنو کمېسیون ټولې پریکړې ناقانونه وبللې او په ټینګه یې غوښتنه وکړه چې له بایومیټریکي مالوماتو پرته ټولې رایې باید له سیستم څخه واېستل شي.

 ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون تیره جمعه کرۍ ورځ، له ټاکنیزو ډلو، د ټاکنو څارونکو بنسټونو او بهرنیو ډيپلوماټانو سره د ټاکنیز کړکیچ د حل لپاره پر مشورتي ناسته تېره کړه.

خو دا څه کم اته ساعته ناسته هم پر ناندریوو لفظي شخړو او د ښکیلو غاړو ترمنځ له کوم قناعت کولو پرته پای ته ورسیده. اوس وکتل شي چې افغان ټاکنیز بهیر کې وروستي بدلونونه به بیا کوم لوری خپلوي.

اسماعیل شاکر – کابل