1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د پاکستان پر وړاندې به د سعودي د نوي ولیعهد دریځ سخت وي؟

۱۳۹۶ تیر ۱۴, چهارشنبه

د سیمي په هکله د سعودي عربستان د نوي ولیعهد محمد بن سلمان دریځ یو څه سخت بریښې. د دې خبرې په پام کې نیولو سره پاکستاني کارپوهانو هم اټکل کوي چې نوموړی به د اسلام آباد پر وړاندې هم سخت موقف ولري.

https://p.dw.com/p/2fxWp
Saudi Arabien Nawaz Sharif in Riad
 (Handout by PML(N))
انځور: Handout by PML(N)

د سیاسي چارو کارپوهان پر دې نظر دي چې پاکستان د یمن د موضوع په هکله د بې طرفه پاتې کیدو له کبله د ریاض حکومت ناراضه کړی دی. له بل اړخه اسلام آباد د قطر په سیاسي کړکیچ کې هم یوه متوازنه پالیسی غوره کړې ده چې له کبله یې د سعودي عربستان چارواکي خوښ نه دي.

شنونکي وایي چې د پاکستان دغه بې پرې توب، د نا راضتیا سربیره هم زغمل کیږي، خو په وینا یې د ولیعهد په توگه د شهزاده محمد بن سلمان تر ټاکل کیدو وروسته دا امکان شته چې د پاکستان په هکله د سعودي عربستان په پالیسۍ کې سختوالی راشي.

د منځني ختیځ په هکله د چارو کارپوه اسامه بن جاوید د دویچه ویله د اردو څانگې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې د سعودي د تخت د وارث په توگه د محمد بن سلمان تر ټاکل کیدو وروسته په سیمه کې ترینگلتیا زیاته شوې ده. د هغه په خبره محمد بن سلمان سره ځینې داسې «وسیلي» شته چې د پاکستان پر وړاندې یې احتمالا کارولی شي.

د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان زوی او ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان
انځور: picture-alliance/Saudi Press Agency

د بیلگې په توگه هغه یادونه کوي چې: «په سعودي عربستان کې په سلونو زره پاکستانیان کار کوي. هغوی خپل هیواد ته بهرني اسعار را استوي، چې د هیواد د اقتصاد له پاره ډیر مهم دي. سعودي پاکستان ته د تیلو د ورکړې به برخه کې هم مراعت کوي.» دغه کارپوه زیاتوي چې په دې ډول د محمد بن سلمان سره داسې وسیلي شته چې د ممکنه گواښ له پاره یې استعمالولی شي. خو اسامه بن جاوید یادونه کوي چې «دا ویل گران دي چې هغه (محمد بن سلمان) به کله له دغو امکاناتو کار واخلي.»

خو دغه کارپوه دا هم ویي چې د پاکستان او سعودي تر منځ اړیکي ډیرې پخوانۍ دي: «زما په آند که چیرې پاکستان د سعودي عربستان او قطر تر منځ یو انتخاب ولري، نو د اسلام آباد توجه به د ریاض پر لور وي.» اسامه بن جاوید زیاتوي چې ځیني کارپوهان آن پر دې نظر دي چې څو اوونۍ تر مخه سعودي عربستان ته د پاکستان د لومړي وزیر د سفر موخه هم همدا وه چې د ریاض حکومت ته ډاډ ورکړي چې اسلام آباد يي پلویتوب کوي.

دغه کارپوه زیاتوي چې باید دا خبره له یاده ونه ایستل شي چې محمد بن سلمان په یمن کې د سعودي په لاسوهنه کې زیاتوالی راوست، له ایران سره یې اړیکي خرابې کړې او اوس یې له قطر سره هم اړیکي خرابې کړي دي. د منځني ختیځ د چارو نوموړی کارپوه زیاتوي چې «اوس د سعودي عربستان په دننه کې شیعه نفوس د پراختیايي چارو په پلمه له خپلو سیمو ایستل کیږي چې ښایي خطرناکې پایلې ولري.»

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه، د سعودي له پاچا ملک سلمان سره
انځور: ISPR

اسلام آباد میشته یو فلسطینی خبریال چې د منځنی ختیځ پر چارو ژور نظر لري، او د دویچه ویله له ځایي خبریال سره یې د نوم د نه ښوولو په شرط خبري کړي دي وایي چې «محمد بن سلمان په داسې یوه موقف کې نه دی چې پاکستان ته ووایي چې اسلام آباد دې د ایران او قطر په هکله کوم پلوي دریځ غوره کړي یا دې له قطر سره اړیکي پري کړي. هیڅ کوم هیواد به دا و نه غواړي چې یو بل هیواد دې ته ورته ووايي چې له کوم دولت سره دیپلوماتیکي اړیکي وساتي او له کوم سره نه. که چیرې سعودي چارواکو دغسې څه وکړل، نو دا به لویه تیروتنه وي.»

د دغه فلسطیني خبریال په خبره په خپله متحده عربي اماراتو له تهران سره خپلې بشپړې دیپلوماتیکي اړیکې نه دي پرې کړې او په وینا یې یو شمیر خلیجي هیوادونه له ایران سره سوداگریزي اړیکې لري، نو پاکستان ته څرنگه د دغسې یوه گام د اخیستو ویل کیدای شي.

په همدې موضوع خبریال حسن عبدالله د دویچه ویله د اردو څانگې خبریال سره په خبرو کې ویلي دي: «محمد بن سلمان به د سعودي له گټو په فعاله توگه دفاع وکړي. موږ باید دا هیره کړو چې دغسې اسلامي دولتونه د اسلامي اخوت یا ورورلۍ د اصولو له مخې کار کوي. په اوسني وخت کې د دولتونو خپلې گټې وي او د همدغو گټو په رڼا کې خپلې پریکړې کوي.»

دغه خبریال زیاتوي چې د ده په آند ښایي محمد بن سلمان به پاکستان ته ووایي چې اسلام آباده دا روښانه کړي چې د ریاض پلویتوب کوي او یا د تهران او د دوحه د حکومتونو. د هغه په خبره «د سعودي عربستان نوی ولیعهد کوم بې طرفه دریځ اوریدل نه غواړي، ښایي له دې کبله په راتلونکي کې پر پاکستان باندې د سعودي عربستان فشار زیات شي.»

عبدالستار، اسلام آباد