1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

آیا د کوټې په برید کې د طالبانو چارواکي وژل شوي؟

۱۳۹۸ دی ۲۱, شنبه

د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې ښار په یوه جومات کې ځانمرګي برید لږ تر لږه ۱۵ تنه وژلي او ګڼ شمیر نور یې ټپیان کړي دي. دغه جومات د افغان طالبانو اړوند دی چې د رپوټونو په حواله پکې یو شمیر طالب چارواکي هم وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3W1z0
Pakistan Mindestens zehn Tote bei Bombenanschlag in Moschee Quetta
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan

پرون د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ د جنورۍ ۱۰مه) د پاکستان د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې یوه ځانمرګي بریدګر د یوه جومات په داخل کې ځان ته چاودنه ورکړې چې پکې د پاکستاني چارواکو په ګډون یو شمیر افغان طالب چارواکي هم وژل شوي دي. د کویټې ښار د پولیسو په حواله په دغه چاودنه کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وژل شوي او یو شمیر نور بیا ټپیان دي.

د کویټې ښار د یوه ځايي چارواکي عالم بلوچ په خبره په دې ځانمرګي برید کې د کویټې د پولیسو د یوه لوړ پوړي چارواکي په ګډون د جومات ملا امام هم وژل شوی دی. بلوچ زیاته کړه چې چاودنه داسې مهال شوې چې د ماخوستن تر لمانځه وروسته خلک د جومات د ترک کولو په حال کې وو.

د پاکستان د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر ضیا لنګو د پیښې د پخلي ترڅنګ وویل چې یوه ځانمرګي بریدګر د جومات په داخل کې ځان ته چاودنه ورکړې ده. دغه جومات په کویټه ښار کې د افغان طالبانو له لوري مدیریت کیږي او د طالبانو د یوې دینې مدرسې برخه ده.

د چارواکو د معلوماتو له مخې د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکی شیخ حکیم چې دار العلوم الشریعه په نامه د دې دینې مدرسې مسوول هم دی، له چاودنې روغ وتلی خو د نوموړي یو شمیر خپلوان او نږدې ملګري بیا په دې چاودنه کې وژل شوي دي. د طالبانو یوه چارواکي په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې دغه کار «یوه ځانمرګي برید کړی دی او دا چې شیخ [حکیم] هلته نه وو. بل لوري ته د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر عالم لنګو بیا وویل چې په دې چاودنه کې لږ تر لږه ‍۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي چې اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

Pakistan Mindestens zehn Tote bei Bombenanschlag in Moschee Quetta
انځور: Reuters/N. Ahmed

تر اوسه پورې د دې چاودنې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی خو پاکستاني چارواکي او افغان طالبان بیا ادعا کوي چې د برید هدف د طالبانو مشر وو. دا دوهم ځل دی چې په دې وروستیو کې د پاکستان په کویټه ښار کې د طالبانو اړوند یوه مدرسه د چاودنې هدف ګرځي. څو میاشتې وړاندې د رپوټونو په حواله د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخندزاده اړوند یوه بله دینه مدرسه هم د ورته یوه برید هدف ګرځیدلې وه چې پکې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

امریکا متحده ایالات او افغان حکومت ادعا کوي چې طالبان په پاکستان کې مرکزونه لري خو پاکستان بیا دغه راز تورونه تل رد کړي دي. بلوچستان چې له افغانستان او ایران سره ګډه پوله لري، د اسلامي سخت دریځو سربیره د بلوچ بیلتون غوښتونکو له لوري د بریدونو شاهد دی.