1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا د CIA د پخواني مشر پر ضد د اقامې دعوا کیږي؟

آژانسونه/ دویچه ویله۱۳۹۳ دی ۲۰, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو فدرالي پولیسو یا (FBI) او د عدلیې وزارت سپارښتنه کړې ده چې د دغه هیواد د استخباراتي ادارې CIA د پخواني مشر ډیویډ پیټریوس پر ضد د دولتي اسرارو د افشا کیدو له کبله د اقامې دعوا وشي.

https://p.dw.com/p/1EIME
انځور: Reuters

د نیویارک ټایمز د ورځپاڼې د رپوټ له مخې د امریکا متحده ایالاتو فدرالي پولیسو او په دغه قضیه کې د عدلیې وزارت تحقیق کوونکي د پټو دولتي اسرارو د افشا کیدو له کبله د د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې د پخواني مشر ډیویډ پیټریوس پر ضد د اقامې دعوا د دایریدو پلوي کوي.

لکه څرنگه چې دغې ورځپاڼې په خپلې انټرنیټي پاڼه کې رپوټ ورکړی دی، دې شک چې پیټریوس دې خپلې پخوانۍ معشوقې پاولا برادویل ته محرم اسناد ورکړي وي، زور اخیستی دی. خو په دې هکله وروستۍ پریکړه د متحده ایالاتو د عدلیې وزیر ایرک هولدر په لاس کې ده.

پیټریوس له خپل واده پرته له برادول سره د ناجایزو اړیکو له کبله د ۲۰۱۲م کال د نومبر په میاشت کې له خپلې دندې استعفی کړې وه. دغه ناجایزه اړیکه د پيټریوس د فوق العاده مسلکي ژوند په پایله تمامه شوه. هغه د سي آی اې د ادارې د مشر په توگه د دندې د تر سره کولو د مخه په عراق کې او افغانستان کې د متحده ایالاتو د پوځونو د عمومي قوماندان په توگه هم دنده تر سره کړې ده. نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې حتې د دې امکان شته که چیرې پر هغه باندې لگیدلي تورونه ثابت شي، نو ښایي چې «د خپل نسل وتلی افسر» د زندان له جزا سره مخامخ شي.

پیټریوس په تیرو وختونو کې په مسلکي توگه د یوه نوي شغل د پیلولو هڅه کړې ده. هغه په نیویارک کې د یوه پوهنتون د استادۍ غوښتنه ومنله او د پانگونې د یوه صندوق له پاره کار کوي. د ۲۰۱۳م کال د مارچ په میاشت کې هغه د لومړي ځل له پاره د دغه رسوایې په هکله څرگندونې وکړې او د بخښنې غوښتنه یې وکړه. له دې سره سره هم ایف بي آی او د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د نورو شواهدو په لټه کې شول، چې له مخې یې برادویل د پيټریوس بریښنا لیک او نورو ډیرو پټو اسرارو ته د لاسرسي هڅه کړې ده. د نیویارک ټایمز د رپوټ له مخې د اف بي آی، ایجنټانو د برادویل په کمپیوټر کې محرم اسناد موندلي دي. پيټریوس له دې څخه انکار کړې دی چې خپلې پخوانۍ معشوقې دې ته د دې امکان ورکړی وي چې پټو اسرارو ته د لاس رسي ولري.