1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا رښتیا هم د EURO ناکامی د اروپا د اتحاد ناکامی ده؟

۱۳۸۹ خرداد ۲۶, چهارشنبه

د آلمان لومړی وزيره وايي که EURO ناکامه شی د اروپا اتحاد ناکام کیږی. خو د آلمان اقتصادي کارپوه، يورګن متيس، دا خبره نه مني. هغه وايي د پيسو ارزښت راټيږي یا لوړيږي، خود يو«سياسي او اقتصادي اتحاد» برخه ليک ټاکلي نه شي.

https://p.dw.com/p/NsGs
د اروپا د اتحاديي يواځي 16 هيوادونه د EUROپه حوزه کي شامل دي
د اروپا د اتحاديي يواځي 16 هيوادونه د EUROپه حوزه کي شامل ديانځور: picture alliance / dpa / DWMontage

دالمان داتحادي جمهوريت لمړۍ وزيري انګيلا ميرکل د پولند لمړي وزير دونالد توسک ته په د آلمان د اخن په ښار کي د «کارل جايزي» د ورکولوپه وخت کي څرګنده کړه چي که د EURO پیسه له ناکامۍ سره مخامخه شي اروپا هم له ناکامۍ سره مخامخ کيږي ، اوداسي ښکاري چي د دي دا جمله دومره خوښه شوي وه چي څو ورځي وروسته له هغه يي په مرکزي پارلمان کي هم تکرار کړه

«که EURO ناکامه شي اروپا ناکامه کيږي».

دا خبره په غوږو ښه لګيږي خو داقتصاد له نقطه نظره يو نقص لري، هغه داچي دا بي معني خبره ده ځکه چي اسعار نه ناکامه کيږي که نوم يي EURO اوکه کوم بل شي وي. پيسي ترڅو چي د يوچا له خوا د تاديي د وسيلي په توګه منل کيږي له ناکامۍ سره نه مخامخ کيږي.

د آلمان د اقتصادي انستيتوت غړي يورګن متيس وايي چي مګر ارزښت يي کميداي شي. نوموړی زیاتوی: «د بهرنيو پانګه اچونکو له نظره د EURO ارزښت هغه وخت کميږي چي د دوي پيسي کمي شي. خو دا چي سړي ووايي چي« EURO ناکامه کيږي» د هغه تصور ډير سخت دي . ممکن د لمړۍ وزيري مطلب دا انديښنه ده چي د «واحد پولی سیستم اتحاد» له منځه تلاي شي. ځکه چي امکان لري چي يو اويا بل غړي وغواړي چي له دي اتحاد څخه ووځي.

يورګن متيس وايي: «له قانونی لحاظه د EURO له اتحاد څخه غړي هیواد څوک ایستلای نه شی. يوازي د لزبن په تړون کي چي د تير کال د دسمبر له مياشتي راهيسي نافذ شوی، د دي امکان چي يو هيواد پخپله له اروپايي ټولني څخه ووځي شته. خو د EURO له اتحاده څخه وتلي نشي. داچي له اقتصادي پلوه به له اروپايي ټولني څخه وتل څه معني ولري بيخي بله موضوع ده.»

په فرضي توګه يو هيواد له اروپايي ټولني څخه وتلي اوبيرته د هغه غړي کيداي شي او EURO په اتحاد کي خپل غړيتوب له لاسه ورکوي دالمان

داقتصاد دانستيتوت مشر ميشاييل هيوتر پدي اړه وايي:

«دمونږ په نظر پدي باندي خبری بيځايه او غير واقعبينانه دي ځکه د دي تصور سړي څنګه کولايشي . ممکن يوازي هغه هيوادونه چي له اسعاري پلوه کمزوري دي پدي کار لاس پوري کړي له اتحاد نه پدي هيله ووزي چي دخپلو اسعارو دارزښت کمول تنظيم کړي، خو پدي اقدام باندي اوس دوي لاس نشي پوري کولاي .ځکه چي دا به هغه کسانو له سخت غبرګون سره مخامخ شی چی په بانکونو شخصی سپماوی( پس انداز) لری. ټول به بانکونوته لاړشي او خپل زيرمه کړي EURO به له بانکونوڅخه واخلي. ديونان د دولت پورونه په سلوکي 95په EURO او په سلوکي 5 په امريکايي ډالرو باندي دي اوپه راتلونکي کي به هم همداسي پاتي شي.

رولف وينکل/رحيله امیری

کتونکی: عبدالباري حکيم