1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا مطبوعات په افغانستان کې پياوړي شوي؟

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۵, سه‌شنبه

د مې دريمه نيټه د مطبوعاتو د آزادۍ نړيواله ورځ په كابل كې ولمانځل شوه . د رسنيو ځنې چارواكي په دې آند دي چې په افغانستان كې د ګڼو ستونزو سره سره مطبوعات پياوړي شويدي.

https://p.dw.com/p/Hk6W
انځور: AP

د مې د مياشتې دريمه د مطبوعاتو د آزادۍ نړيواله ورځ ده . دغه ورځ په كابل كې د مدني ټولنو د استازو، د ښځو او بشري حقونو د فعالينو او د بيلابيلو رسنيو د مسوولو چلوونكو په ګډون د غونډو په جوړولو سره ولمانځل شوه .

د مطبوعاتو د آزادۍ د نړيوالې ورځې لمانځنه په افغانستان كې له هغو پيښو سره مل ده چې ګڼ شمير ژورناليستان نشي كولاى د هغو ګواښونو له امله چې ورسره مخامخ دي په خلاص لاس رپوټونه جوړ كړي او له حقيقتونو څخه پرده پورته كړي . د افغانستان دولت سره لدې چې د مطبوعاتو د آزادۍ په برخه كې نړيوالې ژمنې لري او د افغانستان د اساسي قانون په بنسټ هم د مطبوعاتو آزادي تظمين شوى خو بيا هم دولتي چارواكي دغو ژمنو ته چې نړيوال او قانوني اړخ هم لري پاملرنه نه كوي .

د مطبوعاتو د قانون د څلورمې مادې له مخې هر ښارونډى حق لري چې اطلاعاتو ته لاسرسىپيدا كړي خو په خواشينۍ سره چې په ډيرو مواردو كې داسې ليدل كيږي چې دولتي چارواكي له خبريالانو سره مركې ته نه حاضريږي او ځينې وختونه داسې پيښې تر سره شوي چې ژورناليستان د امنيتي دولتي ځواكونو لخوا ګواښل شوي او هان وهل ټكول شوي هم دي .

د وسله والو طالبانو لخوا هم د ځينو ژورناليستانو په وړاندې زړه بوګنونكي پيښې تر سره شويدي خو د نړيوال ژورناليزم د مركز مشر رحيم اله سمندر وايي چې : د ژورناليستانو په وړاندې د وسله والو طالبانو په چلند كې بدلون راغلى او له اتو نهو مياشتو راپه دې خوا طالبان غواړي چې له رسنيو څخه ښه ګټه پورته كړي .

د دوى ويندويان د هرې پيښې په هكله خبريالانو ته د مالومات د وركولو ترڅنګ د انتر نت له لارې هم د پيښو په اړوند رسنيو ته مالومات خپروي .

د ويسا د ورځپاڼې مسوول چلوونكى زبير شفيقي دويچه ويلې ته وويل چې د بيان او مطبوعاتو آزادي تر ډيره بريده شتون لري خو د هغو ډلو او چارواكو لخوا تر ګواښ لاندې نيول كيږي چې د مطبوعاتو په آزادۍ كې د خپلو ګټو تاوان ګوري .

زبير شفيقي وايي چې : په هغو سيمو كې چې جګړه روانه ده ژورناليستان له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي . د ويسا د ورځپاڼې مسوول چلوونكى د مطبوعاتو د نړيوالې ورځې د لمانځلو په اړوند وايي چې : دغه ورځ بايد په تشريفاتي بڼه ونه لمانځل شي ، بلكې د خلكوهيلې او ارزښتونه په پام كې ونيول شي .

د خبريالانو د دفاع د كميټې مشر ضيا بوميا وايي چې : په افغانستان كې مطبوعات پياوړي شويدي او د مطبوعاتو د پياوړتيا د دوام لپاره بايد نورې هڅې هم وشي .

د مطبوعاتو د آزادۍ نړيواله ورځ په داسې حال كې لمانځل كيږي چې تير كال د خبريالانو په وړاندې د افغانستان په بيلابيلو سيمو كې د ګواښونو او تاوتريخوالي ۱۱۵ پيښې رامنځ ته شوي چې له دې جملې څخه ۳۰ تنه خبريالانو ته د مرګ ګواښونه شوي ، لس تنه خبريالان په ولايتونو كې دې ته اړ شوي چې خپل د كار سيمې پريږدي او له ولايتونو څخه ووځي او همدارنګه د حكومت لخوا خبريالانو سره ناوړه چلندونه تر سره شوي .

برى پال

کتونکی: يحيي وردک