1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا ناټو په افغانستان کې ځواکونه زیاتوي؟

۱۳۹۶ تیر ۶, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د زیاتولو پلان په برخه کې د پرمختگ رپوټ ورکړل شوی. د پنجشنبې په ورځ د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه جوړیږي او ښایي په دې اړه یوه پریکړې اعلان وشي.

https://p.dw.com/p/2fRgQ
U.S. Navy Seals Symbolbild
انځور: picture-alliance/U.S. Navy/Seal

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخې د ناټو اتحاد د مرستیال ویاند پیرس کازالیت، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې د ځواکونو د برابرونکو هیوادونو په یوه کنفرانس کې ۱۵ متحدینو او شریکانو هیوادونو افغانستان ته د اضافي عسکرو استول په پام کې نیولي دي. د دغه مرستیال ویاند په وینا د راتلونکې پنجشنبې په ورځ او همداشان په راتلونکو اوونیو کې ښایي په دې برخه کې کې کوم اعلان وشي.

پر دې سربیره کازالیت دې ته هم اشاره کړې چې امریکا متحدو ایالاتو لا په افغانستان کې د خپل راتلونکي حضور په هکله پریکړه نه ده کړې. متحده ایالات په افغانستان کې تر ټولو زیات ځواکونه لري. د امریکایي رسنیو د رپوټونو له مخې د متحدو ایالاتو د دفاع وزیر جیمز متیس، ښايي افغانستان ته د څو زرو امریکايي عسکرو د استولو پریکړه وکړي.

ویل شوي دي چې په افغانستان کې د عسکرو د زیاتولو شالید په وروستیو کې د سخت دریځه طالبانو پیاوړي کیدو ته ورگرځي. رپوټ زیاتوي چې د ۲۰۱۴م کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو د جنگي ماموریت تر ختمیدو وروسته امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او سلا مشورو له پاره د «قاطع ملاتړ» نومې ماموریت په چوکاټ کې د ناټو شا او خوا ۱۳۶۰۰ عسکر په افغانستان کې مستقر دي. آلمان په دغه ماموریت کې د ۹۸۰ عسکرو په لرلو سره یو له هغو هیوادونو دی چې په افغانستان کې ډیر سرتیري لري. د آلمان صدراعظمې څه موده وړاندې په دغه ماموریت کې د آلمان د ونډې د زیاتولو خبره رد کړې وه.

خو «دي وېلت» په نامه آلمانۍ ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د ناټو د کړیو په حواله رپوټ ورکړی دی چې د ځواکونو د برابرولو تازه کنفرانس «ناهیلي کوونکي» وو. ویل شوي دي چې د ناټو هیوادونو او شریکانو له لوري تر اوسه یوازې د ۱۵۰۰ اضافي عسکرو د برابرولو خبره شوې ده.

خو ناټو په دې تړاو ویلی دي چې لا هم دغه پروسه پای ته نه ده رسیدلي او تر ډیره کچه د متحدو ایالاتو په پلانونو پورې تړلې ده.