1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ابخازيا او جنوبي اوسيتيا د روسيې مرستو ته اړتيا لري

۱۳۸۷ آذر ۲۷, چهارشنبه

د همدې روان ميلادي کا ل د آګست په مياشت کي د روسيي او ګورجستان ترمنځ جګړه دجنوبي اوسيتيا او ابخازيا دسيمو پر سر وه

https://p.dw.com/p/GHyA
د جنوبي اوسيتيا مهاجر
د جنوبي اوسيتيا مهاجرانځور: AP

که څه هم د جګړې په پای کي روسيي ددغه سيمو خپلواکي په رسميت پيژندلې خو دروسيې څخه پرته بل هيڅ يوه هيواد دغه سيمي په رسميت ندي پيژندلي او په دغه سيموکي ژوند هم د روسيې په مرستو پوري تړلي خو ګورجستان نه غواړي چي د روسيې مرستي دغه سیمو ته ورسيږي.

په تيره بيا د ژمي په راتلو سره بايد دغه سيموته دروسيي څخه طبيعي ګاز ورسیږي خو او س ګورجستان دجنوبي اوسيتيا او ابخازيا په لور د روسيې دګازو ليږدول بند کړي دي. په داسی حال کی چي روسيه له يوۍ خواد جنوبي اوسيتيا په لور دګازو ديوه پايپ لاين دغزولو کارپه شدت سره پرمخ بيايي له بله پلوه د ګورجستان دغه عمل چي دغه سیمو ته يي د روسيي د ګازو ليږل بند کړي يوه لويه فاجعه بولي او وايي چي دغه سيمو ته دګازو دلیږلو په هکله دترانزيت يو تړون لیک شته .

د ګورجستان حکومت له دغه هيواده څخه بيولو شوو سیمو ته دستونونزو دپيښولودپاره داسي يو قانو ن نافذ کړي دی، چي هيڅ يو شخصي تصدي نشی کولای چي د ابخازيا او جنوبي اوسيتیا سره دګورجستان ددولت له اجازې څخه پرته ګډ کار وکړي.څنګه چي دګورجستان دګوري دسیمي واليLado Wardeschwilli وايي دغه قانون دګورجستان دپارلمان له خوا هم منل شوی.خو دجنوبي اوسيتيا ددولت مشر Eduard Kokoity وايي:«دالمړی ځل ندي چی دګورجستان چارواکي خپل په اصطلا غير انسانی مخ ښه يي.»

په ګوري کي د روسي عسکرو د تلاشۍ پوسته
په ګوري کي د روسي عسکرو د تلاشۍ پوستهانځور: AP

اوبيا په تلوزيون کی دTschinvali په ښار کي د هغه ماشومانو عکسونه ښودل کيږي،چي ديخني له امله ريږدي. او روسيه دغي سيمی ته په ډبو کي ګاز استوي . د روسيي د مرستو څخه پرته دجنوبي اوسيتيا سيمه ژوند نشي کړای. ځکه ددغي سیمي اقتصادي وضع دکلونو راهيسي خرابه ده او او داسی آوازي هم شته چي دغه سيمه يوازي دنشه يي مواد و اونوروقاچاقی کالیو دپاره ديوي ترانزیتي سيمي په توګه په درد خوري او بس.

داچي ر وسيي ولی په دغه غرني سيمه کی چي له اقتصادي پلوه هيڅ په درد نخوری مداخله کړي کرملين دا دليل وړاندی کوی چي مونږ دغي سيمي ته ديوه ولسي قتل عام دمخنوي دپاره راغلي يو.خو دواسيتيا ډير شمير وګړي چي ددوی کلتورله جغرافيايي پلوه کومه ژوره ريښه نلری ، په دی عقيده دی چی ددوي موجودیت له خطر سره مخامخ دی . او دغه خطرسره دوی داګست دمیاشیتي راهيسي چی دګورجستان له خوا په دوي باندی تيری شوی ندی مخامخ شوي.

دغه خبره دجنوبي اوسيتيا وګړي Teimuras کوی او وايي چي :«تاته وايي چي دجنوبي اوسيتيا داوسيدونکي په توګه ته دلته يو ميلمه يې. کله چي ګور جستانیانو موږ ته داخبره وکړه، نو زموږ دپارلمان غړي په 1989 ميلادي کال کي سره راغونډ شول او وويل چي ډیر ښه ، کله چي تاسي له موږ سره داسي چلند کوي نو موږ هم نه غواړو چي د ګورجستان سره يو ځای پاته شو.خو دګورجستان دپارلمان ځواب موږ ته داو چي تاسی څه وايی جلا جمهوریت غواړي ، موږ حتي دی ته نه یو چمتوو چی ستاسی کورواکی ومنو.»

د شوروي اتحاد دړنګيدلو راهيسی تراوسه په جنوبي اوسيتيا باندی ،د ګور جستان له خوا دري واری پوځي عملیات شوی او ددغه پوځي عملیاتو په نتیجه کي زموږ په زرهاو وګړي وژل شوي او په سلهاو زره نور دخپلو اصلي ټاټوبو څخه تيښتي ته اړ شوی دی . له همدی امله زموږ او دګورجستانيانو ترمنځ بي اغتمادی دومره زيات شوی چی نور سره ګډ زوند نشو کړاي.

ګورجۍ مېرمني د ګوري و ښارته بيرته راګرځېدلی دي
ګورجۍ مېرمني د ګوري و ښارته بيرته راګرځېدلی ديانځور: AP

همد غه راز خبري او کيسي سړي په ابخازيا کي هم اوری . که څه هم دابخازيا سیمه يو ډيره وړه سیمه ده ، خو له دی کبله چي دقفقاذ دغرنيو سیمو او توري سمندرګی ترمنځ يوه پرته سيمه ده نو له اقلیمی پلوه يو په زړه پوری سیمه بلل کيږي. د ابخازيا ډير شمير اوسيدونکي دخبريالی ناداشي په شان په دی نظر دی چی دوي دی ته چمتو دی چی دخپل خپلواکی يوي برخي څخه صرف نظر وکړی که چيری روسيه ددوي دامنيت ژمنه وکړي .

له ګورجستان څخه د بيلو شو سیمو، جنوبي اوسيتيا او ابخازيا مشران وايي چي روسیه يوازنی هیواد دی چي تر اوسه يې تل زموږ خوانيولې او زموږ له حقوقو څخه ملاتړ کړی. خو دوی وايي چي موږ په نړيواله ټولنه باندی ځکه زیات اعتماد نشو کړای چی دوی د آګست په مياشت کي کله چي د ګورجستان له خوا پر موږ تري شوی و، دوي په یو اړخيزه توګه دګورجستان خوا نیولې.

که څه هم داسی ويل کیږی چی له ګورجستانه څخه دجلا شوی سيو ابخازيا او جنوبي اوسيتيا زیاتره وګړی غواړی دنړيوال سوله ساتونکو ځواکونو پر ځای غواړي چي به دغه سيمه کي روسی عسکر ددوی امنيت وساتي خو ابخازي هنرمندوايي:«روسیه يو ډير ستر پوځی ځواک دي .او پخپلو ګاونډيو هیوادونو باندي هم زیات نفوذ لري.»

او د نړيوالو پيښو په اړوند دروسيي دريځ دادی چي کی چيری ددغه هيواد ګټي پکي وی په مساله کي ګوتي وهی . او دګورجستان دخاوری دبشپړتوب په لانجه کي دروسيی ګوتي وهني به ددغه هيواد دپاره دا ګټه ولري چي تر څو دګورجستان دخاوری دبشپړتوب په سر لانجه وي ، دغه هيواد به ونشی کړاي دناتو غړيتوب ترلاسه کړی .