ابراهيمي: خپل نوي مسؤليت ویرولی يم
۱۳۹۱ شهریور ۴, شنبهاخضر ابراهيمي د جمعې په ورځ د ملگرو ملتونو له سرمنشي بان کي مون سره وليدل. هغه د ليدنې پر وخت وويل: «کله چي تاسو ماته زما د نوې دندې په هکله تليفون وکړ، نو ما د ځان له پاره يو لوی اعزاز وگڼله خو په عيني حال کې ډیر تر تأثير لاندې راغلم او ویره مې احساس کړه.»
د ابراهيمي او مون ملاقات په نيويارک کې د ملگرو ملتونو په مرکزي دفتر کې وشو. ابراهيمي په دغه ملاقات کې زياته کړه چې د سوريې ولس د هغه له پاره لومړيتوب لري او دا چې په بشپړه توگه به ځان، ورته سپال شوې دندې ته وقف کړي.
د الجزايرو د بهرنيو چارو پخواني وزير ابراهيمي، دا هم ويلي دي چې د سوريې د کړکېچ د حلولو له پاره به له هيڅ زحمت څخه ځان و نه سپموي.
بان کي مون په دغه کتنه کې ابراهيمي ته د نړیوالې ټولنې د بشپړه ملاتړ ډاډ ورکړی دئ. مون په دغه ملاقات کي ابراهيمي ته ويلي دي: «ستاسو غیرعادي کاري وړتيا د دغې مهمي ستونزې د هوارۍ له پاره په کار ده چې په سوريه کې له ټيکاو او بشري حقونو سره مرسته وسي.»
ابراهيمي د کوفي عنان په پرتله د ملگرو ملتونو د امنيت شورا ته د زيات نزدې والي هڅه کوي. کوفي عنان سوريې ته د ځانگړي استازي په توگه له خپلې دندې څخه استعفأ وکړه. د ملگرو ملتونو وياند مارتین نسيرسکي، په نيويارک کې ويلي دي چې ابراهيمي به د ملگرو ملتونو په مرکزي ودانۍ کې ځان ته دفتر جوړ کړي.
ابراهيمي به د روان میلادي کال د سپتمبر د مياشتې له لومړۍ نیټې څخه خپله دنده پیل کړي. په دغه ورځ د پخواني ځانگړي استازي کوفي عنان دنده پای ته رسيږي. کوفي عنان په سوريه کې د ډزبندۍ له پاره د خپلو هڅو تر ناکامیدو وروسته سوريې ته د ځانگړي استازي په توگه له خپلې دندې څخه استعفأ وکړه. کوفي عنان د خپلې دندې پر وخت د سوريې په تړاو د امنيت په شورا کې د همږغي له نه شتون څخه سر ټکوه.
په عينې حال کې په سوريه کې تاوتريخوالی دوام لري. د حما او ادليب له ښارونو څخه داسې رپوټونه رسيدلي دي چې د حکومتي ځواکونو او ياغيانو تر منځ سختې نښتې رامنځ ته سوې دي.
د خبرونو له مخې د ولسمشر بشارلاسد ځواکونو د ادليب ښار د هغو برخو د بېرته نيولو له پاره عمليات پیل کړي دي، چې د ياغيانو تر کنترول لاندې دي.
آژانسونه/ احمدولي اڅکزی
کتونکی: مسعود جهش