1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ابراهیمي: چین د سوریې د کړکیچ په ختمولو کې مهم نقش لوبولی شي

۱۳۹۱ آبان ۱۰, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16ZrF

د سوریې له پاره د ملګرو ملتونو او افریقايي ټولنې ځانګړی استازي لخضر ابراهیمې اوس په بیجینګ کی دی. هغه د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره د لیدو پر مهال وویل چې چین د سوریې د کړکیچ په پای ته رسولو کې د پام وړ رول لوبولی شي.

دا په داسې حال کې ده چې په سوریې کې اوس هم تاوتریخوالی روان دی او ترکیې په دمشق د سوریې له رژیم سره د هر ډول خبرو اترو امکان رد کړی دي. تر دې یوه ورځ مخ کې روسیې د سیمې له هیوادونو او نړیوالې ټولنې څخه غوښتې وو چې له ولسمشر اسد او د هغه له مخالفینو سره خبرې اترې پیل کړي چې د سوریې کړکیچ ته یو سولیه ییزه د حل لار پیدا شي.