اتريش: اوس هم د مهاجرو شمیر ډېر زيات دی

په ۲۰۱۶م کال کي تر هغه د يوه کال مخکي په پرتله په دغه هيواد کي ډېرو لږو مهاجرو د پناه غوښتننه کړې ده. خو د دغه هيواد د کورنيو چارو وزير ويلي دي چي د مهاجرو شمېر دي تر دې نور هم لږ سي.

په ۲۰۱۶ م کال کې د هغو کسانو شمیر چې په اتريش کې یې د پناه غوښتنلیکونه وړاندې کړي د یو کال مخکي په پرتله ډیر کم شوی دی. خو د نویو ارقامو له خپریدو سره د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې دا شمیر اوس هم ډیر لوړ دی.

په ۲۰۱۶ کال کې  نژدې ۴۲ زرو تنو په اتریش کې د پناه غوښتنه کړې وه، چې دا تر هغه د یوه کال مخکې یعنې ۲۰۱۵م کال په پرتله چې په اروپا کې د مهاجرت کړکیچ خپل اوج ته رسیدلی وو او ۹۰ زره کسانو په دغه هیواد کې د پناه غوښتنه کړې وه، ډیر کم شوی دی.

خو په یوه سند کې چې د اتريش د کورنیو چارو وزیر ولفګنګ زوبوتکا، څخه نقل شوی او د اتريش د ملي خبري آژانس له خوا خپور شوی دی راغلي دي چې اوس هم د مهاجرو شمیر ډیر لوړ دی.

په دغه هیواد کې د پناه غوښتنلیکونو شمیر پر را ټیټیدو سربیره د هغو مهاجرو شمیر چې عمدتاً له افغانستان، سوریې، عراق او پاکستان څخه دغه هیواد ته ورغلي دي، د ۲۰۱۴ کال په پرتله دوه چنده او د ۲۰۱۳م کال په پرتله درې برابره زیات دی. دا کار په اتریش کې د تودو سیاسي بحثونو د راپورته کیدو سبب شوی دی.

یو شمیر هغه کسان چې په اروپا کې ترسره شویو خونړیو جهادي بریدونو کې یې لاس درلود، له جعلي اسنادو څخه په استفادې د اتريش له لارې «د هغو کسانو په منځ کې چې له مجبوریته مهاجر شودي دي» اروپا ته راغلي ول.

د مقدونيا د اغزن دېوالونو تر شا افغان مهاجر

افغان مهاجرو مخکي د سوريې او عراقي مهاجرو په شان لومړيتوب لاره چي د مقدونيا سرحد له لاري اروپايي هيوادونو ته تيرسي. خو له يکشنبې ورځي راهيسي د دوی پرمخ د مقدونيا سرحدونه تړل سوي دي.

د مقدونيا د اغزن دېوالونو تر شا افغان مهاجر

دغه کډوال چې فکر یې کاوه له اوبو څخه تر تیریدو وروسته یې د سفر ستونزمنه برخه پای ته رسیدلې ده، د مقدونيا سرحد د تړل کیدو له کبله ډیر خواشینې دي.

د مقدونيا د اغزن دېوالونو تر شا افغان مهاجر

دغه مهاجر له یونان څخه سرحدي سیمو ته لیږدول شوي ول، خو له دې کبله چې ورته د تیریدو اجازه ور نه کړل شوه، نو شمیر یې زرونو کسانو ته رسیدلی دی. پولیس هڅه کوي چې د حالاتو کنترول له لاسه ور نه کړي.

د مقدونيا د اغزن دېوالونو تر شا افغان مهاجر

ملګرو ملتونو د مقدونيا حکومت پر دغې پریکړې نیوکي کړي دي او ویلي یې دي چې په ځانګړې توګه ماشومانو ته سرحدونه تړل، هغوی له ګواښ سره مخامخ کوي.

د مقدونيا د اغزن دېوالونو تر شا افغان مهاجر

ځینو مهاجرو آن هڅه وکړه چې له اغزن سیم څخه تر اوښتو ځان د مقدونيا خاوري ته ورسوي، خو پولیسو د هغوی مخه ونیوله.

د مقدونيا د اغزن دېوالونو تر شا افغان مهاجر

د مهاجرو شمیر له ډیریدو سره پولیسو هڅه کړې ده چې پوله په بشپړه توګه وتړي، څو کنترول له لاسه ور نه کړي.

د مقدونيا د اغزن دېوالونو تر شا افغان مهاجر

دغه مهاجر د سرحد پرانیستلو ته لاره څاره.

د مقدونيا د اغزن دېوالونو تر شا افغان مهاجر

ناهیلي شویو افغان مهاجرو په اعتراض لاس پورې کړی دی. هغوی د اورګاډي لاره بنده کړه خو پولیسو بیا هغوی وشړل.

د مقدونيا د اغزن دېوالونو تر شا افغان مهاجر

کله چې په دې سیمه کې د مهاجرو شمیر ډیر شو، نو پولیسو هغوی د ایدومیني ښار ته انتقال کړل.

د مقدونيا د اغزن دېوالونو تر شا افغان مهاجر

افغان مهاجر د ایدومیني ښار په یوه کمپ کې ځای پر ځای شوي دي. هغوی نه غواړي چې په یونان کې د پناه غوښتنه وکړي، نو له همدې کبله دې ته په تمه دي چې سرحد پرانیستل شي او هغوی خپل سفر ته دوام ورکړي.

موږ تعقيب کړئ