1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتريش ـ سږ کال په سونو افغانانو پناه غوښتې ده

۱۳۹۶ مرداد ۲۲, یکشنبه

د اتريش د کورنيو چارو وزارت خبر ورکوي چې د تيرکال په پرتله سږکال په دغه هيواد کې د پناه غوښتونکو په شمير کې سم نيم کموالی رامنځ ته شوی دی. د څوارلس زرو څخه ډيرو پناه غوښتونکو کې شاوخوا ۳۰۰ تنه يې افغانان دي.

https://p.dw.com/p/2i8uc
DW Dokumentationen Mohammad Mustermann
انځور: RBB

د اتريش د کورنيو چارو وزارت لخوا د خپرو شويو ارقامو مطابق د روان کال له پيل څخه د جولاي مياشتې تر پايه پورې ملکي چارواکو، د سياسي پناه غوښتنې څه باندې ۱۴ زره درخواستونه ترلاسه کړي دي. د ويانا حکومت په وينا، دغه رقم د تيرکال همدې مودې په پرتله نژدي نيمايي دی.

د دغو ارقامو ترڅنګ، دا هم ويل شوي دي چې تيره مياشت د کورنيو جګړو له امله تښتيدلي له ۲ زرو څخه زيات سوريايي مهاجرو اتريش هيواد ته د سياسي پناه غوښتنې په موخه خپل درخواستونه سپارلي دي.

تيره مياشت د اتريش حکومت د سوريايي مهاجرو څخه وروسته تر ټولو ډیر د پناه غوښتنې درخواستونه افغان مهاجرو ورکړي دي. د خپرو شويو ارقامو پر اساس له ۳۰۰ څخه زياتو افغان مهاجرو اتريش هيواد ته خپل د پناه غوښتنې درخواستونه سپارلي دي.

د يورو سټيت په حواله، د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې ۵۳۵ تنه پاکستاني مهاجرو اتریشي چارواکو ته د سیاسي پناه غوښتنې درخواستونه ورکړې دي.

د اتريش د کورنيو چارو وزارت په حواله، تيره مياشت د پناه غوښتنې په ۲۰۰ درخواستونو کې پاکستان دريم ځای درلود.

په دغه هيواد کې د مهاجرو د پناه غوښتنې پر دوسيو څيړنه اوږده موده په بر کې نيسي. د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې له ۲۵ زرو څخه زياتې دوسيې څيړل شوي دي چې له ډلې څخه يې اتريش نژدې ۱۳ زرو مهاجرو ته پناه ورکړې او څه باندې ۸ زره نورو د رد ځوابونه ترلاسه کړي دي.

دې نه علاوه په اتريش کې ۵ زره نور داسې مهاجر هم ژوند کوي چې د انساني همدردۍ له مخې ورته د اوسيدو اجازه ورکړل شوې ده.

پرورته موضوع زموږ له آرشیف څڅه انځورونه (25.01.2017»