1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش: د اروپایې اتحادیې بقا له خطر سره مخامخ ده

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ اسفند ۶, پنجشنبه

اتریش خبردارې ورکړی دی چې د اروپایې اتحادیې بقا له سختو ننگونو سره مخامخ ده. اتریش د بالکان پر هیوادونو هم ټینگار کړی دی چې د کډوالو هجوم مخه دی ونیسي. بل لور ته یونان هم د کډوالو د ویش غوښتنه کړی.

https://p.dw.com/p/1I2Ud
انځور: Reuters/L. Foeger

د اتریش د کورنیو چارو وزیر مِکل لائټنر، ویلي دي هر څنگه چې کیږي اروپا ته د مهاجرینو د روان بهیر مخه باید ونیول شي، ځکه له دې سره د اروپایې اتحادیې امنیت تر پوښتنې لاندی رازي.

نوموړي دا خبره په ویانا کې د بالکان هیوادونو د مشرانو په غونډه کې وکړه. یونان ته راتلونکي کډوال له دې لارې لویدیځ او شمالي اروپایې هیوادونو ته ځان رسوي.

په همدې منځ کې هنگري هم د اروپایې اتحادې په غړو هیوادونو کې د مهاجرو د ویش په هکله د ریفرنډم ترسره کولو اعلان کړی دی. د بروکسل د دغه پلان له مخې د یوې ځانگړي اجباري سهمیې له مخې مهاجر باید د دغې اتحادیې په ۲۸غړو هیوادونو کې وویشل شي.

اروپا ته د مهاجرینو د داخلیدو په برخه کې تر ټولو مهم هیواد یونان دی. له ترکیې څخه ډیر شمیر مهاجر په زړو او له کاره ولیدلو کیشتیو کې ځان یونان ته رسوي. او بیا د ځمکې له لارې لویدیځ او شمالي اروپایې هیوادونو پر لور خپل سفر جاري ساتي.

د اتن حکومت خبردارې ورکړی دی چې که په دې برخه کې د مهاجرو پیټې ونه ویشل شي، نو په راتلونکي کې به په هیڅ یو اروپایې تړون کې شامل نه شي.

د ویانا تر غونډې وروسته هم د یوې گډې اعلامې په ترڅ کې پر دې ټینگار شوې وو چې د بالقان هیوادونو له لارې تیر کال هم په زرگونه مهاجر آلمان، سویډن، او اطریش ته رسیدلي دي، اوس باید دغه لړۍ بنده کړای شي.

بل لور ته د بشري حقونو مدافع سازمان امنسټي انټرنیشل د کډوالو په اړه د اروپایې اتحادیې غبرگون یو شرمناک عمل بللی دی او ویلی یې دي چې اروپایې هیوادونه د خپلو سرحدونو حفاظت ته د مهاجرینو د حقونو پر ساتلو لومړيتوب ورکوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب