1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش غواړي د پناه غوښتونکو شمیر راکم کړي

۱۳۹۴ دی ۳۰, چهارشنبه

اتریش غواړي چې په ۲۰۱۶م کال کې د پناه غوښتونکو شمیر تر نیمایي زیات راکم کړي. په دې تړاو د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د ایالتونو د لومړیو وزیرانو یوه غونډه جوړې شوې وه.

https://p.dw.com/p/1HhFV
انځور: Reuters/S. Zivulovic

د ویانا صدراعظم ویرنر فیمن، د چهارشنبې په ورځ د ایالتونو له لومړیو وزیرانو سره تر لیدنې کتنې وروسته ویلي دي: «موږ نه شو کولای چې ټول پناه غوښتونکي په اتریش کې ومنو.»

د حکومت د پلانونو له مخې په پام کې ده چې په ۲۰۱۶م کال کې د پناه غوښتونکو شمیر ۳۷۵۰۰ تنو ته راکښته کړای شي. دا په داسې حال کې ده چې په تیر کال کې دغه شمیر ۹۰ زره تنه وو.

تر ۲۰۱۹م کاله پورې مجموعا دغه شمیر باید ۱۲۷۵۰۰ تنه وي. په اصطلاح د بالکان له لاري اوسمهال ډېر مهاجر اتریش ته ځي. که څه هم د دغو مهاجرو ډېر یې آلمان ته تلل غواړي خو په اتریش کې هم ډیرو کسانو چې ۹۰ زره تنه ول، د پناه غوښتنه کړې ده. د دغه هیواد د اوسیدونکو په پرتله دا په اروپايي اتحادیه کې یو لوړ شمیر دی.

د اتریش د بهرنیو چارو وزیر زبستیان کورڅ، د دوشنبې په ورځ د مهاجرو کړکیچ په موضوع کې یو ډول سخته تگلاره غوره کړه. هغه په بروکسل کې وویل دا چې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو سرحدونو خوندیتوب کار نه ورکوي نو اتریش «ملي اقداماتو» باندې پیل کولو ته اړ ایستل شوی.

د اتریش عسکر د چهارشنبې له ورځې راهیسې له سلوانيا سره پر پوله په مهمو لارو کې له پولیسو سره مرسته کوي، څو کډوال په سختۍ سره کنټرول کړای شي. د شپیل فېلډ پر پوله اوسمهال د ۳،۷ کیلومترو په اوږدوالي یوه اغزن کټاره جوړیږي، په داسې حال کې چې اتریش او سلوانیا په شینگن حوزه کې دي چې پکښې پر سرحدونو آزاد تگ راتگ شته.