1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش پر هغو مهاجرو چي ژبه نه زده کوي مرستي کموي

۱۳۹۷ آذر ۹, جمعه

د اتریش حکومت داسې مقررارت معرفي کړي دي چې له مخې یې په دې هیواد کې میشت هغه پناغوښتونکي چې آلماني ژبه یې نه وي زده کړې، په راتلونکې کې لږ ټولنیزې مرستې ترلاسه کړي. پر دغو مقرراتو سختې نیوکې هم شوي دي.

https://p.dw.com/p/39Ctr
Ungarn Grenze zu Österreich - Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/NurPhoto/M. Bunel

د اتریش ښی اړخي حکومت په دې وروستیو کې یو لړ داسې نوي مقررات عملي کړي چې له مخې یې دغه حکومت غواړي هغو پناه غوښتونکو ته لږ ټولنیزې مرستې ورکړي چې آلماني ژبه یې نه وي زده کړې. د حکومت پر دغه اقدام باندي ډيري نیوکې هم شوي دي او داسې اندیښنې یې را پارولي دي چې د دې قانون په پایله کې به ماشومان تر نورو ډیر اغیزمن شي.

د اتریش ښي اړخی حکومت په پام کې لري چې هغو کسانو ته چې لږو مرستو ته اړتيا لري د ټولنیزو مرستو تر ټولو ټیټه کچه ۸۶۳ یورو وټاکي. په دې ترڅ کې په اتریش کې میشت بهرنیان چې په آلماني ژبه خبرې نه شي کولی، بیا یوزې ۵۶۳ یورو ټولنیزې مرستې ټاکل کیږي. دغه څه د اتریش هیواد د مهاجرت او پناه غوښتنې په برخه کې د هغو اصلاحاتو یوه برخه ده چې د تیرې چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د نومبر میاشتې پر ۲۸ نیټه) معرفي شول.

په اتریش کې د اتریش د آزادۍ په نامه ګوند غړې او د دې هیواد د ټولنیزو چارو وزیرې بیاته هارتینګر کلاین په دې هکله وویل چې تر نورو لومړی باید له اتریشيانو سره عدالت وشي او بهرنیان دې انتظار وکړي. نوموړې همدا راز وویل چې ټاکل شوې د حکومت له لوري د هغو کسانو پر وړاندې سیاستونه نور هم سخت شي، چې کار کولو ته لیوالتیا نه لري.

پر دې سربیره، انتقاد کوونکي اندیښنه لري چې په اتریش کې د ټولنیزو مرستو کمښت به تر نورو ډیر ماشومان د بې وزلۍ لوري ته سوق کړي. په اتریش کې د کاریتاس په نامه خیریه سازمان مشر مایکل لانداو، په دې هکله پر خپله فسبوک پاڼه غوښتنه کړې ده چې په اتریش کې باید بې وزلي او په ځانګړې توګه د ماشومانو بې وزلي زیاته نه شي.

نوموړي لیکلي دي چې باید له بې وزلۍ سره مبارزه وشي، نه د بې وزلو کسانو پر وړاندې. پر دغو اصلاحاتو له دې کبله هم انتقادونه شوي چې پکښې هغه کسان په نخښه کړل شوي چې د مهاجرت سابقه لري.

DW-Reportage aus Wien | Flüchtlinge & Integration | Sprachunterricht
انځور: DW/C. Martens

په اتریش کې د اتریش د آزادۍ په نامه سیاسي ګوند استدلال کوي چې هغه مهاجرین چې په دې هیواد کې کار نه کوي او یا ټولنیز سیستم ته پاملرنه نه کوي، باید د یوه اتریشي په څیر حقوق او مالي مرستې تر لاسه نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د اروپا سترې محکمې د یوه پناه غوښتونکي له لوري د مساوي ټولنیزو مرستو د یوې دوسیې په ترڅ کې حکم وکړ چې دغه هیواد باید پرته له دې چې د یوه پناه غوښتونکي د اقامت وخت په پام کې ونیسي، باید ټولو ته یو شان حقوق وړاندې کړي.

د اتریش حکومت اوس غواړي چې د تبعیض دغه تورونه د آلماني ژبې په زده کړې باندې رد کړي. په اتریش کې د پناه غوښتنې دغه تاز اصلاحات د دې هیواد پارلمان تصویب کړي دي او ښايي د راتلونکي میلادي کال د اپریل میاشتې په لومړیو کې عملي بڼه غوره کړي.

زموږ له آرشیف څخه: