1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اتریش په سلونه مهاجر بیرته سلوانیا ته استولي دي

ستار جهش/ اژانسونه۱۳۹۴ دی ۹, چهارشنبه

محلي پولیس وایي چې له تیرې شنبې ورځې راهیسې هغه مهاجر بیرته سلوانیا ته استول کیږي چې له افغانستان او یا هم سوریې څخه د راتلو ادعاوې یې غلطې ثابتې شي.

https://p.dw.com/p/1HW3z
Österreich Slowenien Flüchtlinge bei Sentilj
انځور: picture-alliance/dpa/M. Hitij

د اتریش پولیسو له ۴۰۰ څخه ډیر هغه مهاجر بیرته سلوانیا ته استولي دي چې غوښتل یې له پولې تیر شي او ځان اتریش ته ورسوي. ښایي دې کسانو اروپا ته د ننوتو له پاره د خپل د هویت په اړه دروغ ویلي وي.

د اتریش ملي تلویزیون ORF، د کارینتیا ښار د پولیسو ویاند راینر دیونسو، په حواله وايلي دي: «ډیر شمیر [مهاجر] وايي چې له سوریې څخه دي، خو موږ یوې لنډې مرکې ته اړتیا لرو چې په دې پوه شو چې هغوې د هغې سیمې نه دې چې وایي دوی ترې راغلي دي.»

هغه همداراز زیاته کړې ده: «ژبه او لهجه يې تفاوت لري او همداراز هغوي د خپل اصلي هیواد په اړه چې ادعا کوي ترې تښتیدلي دي معلومات نه لري. نو ځکه د هغوې هویت معلوم نه دی او موږ نه شو کولای هغوی ته اجازه ورکړو.»

د پولیسو ویاند ویلي دي: «موږ باید هغوی بیرته سلوانیا ته واستوو او هلته به له دوې څخه نورې پلټنې کیږي.»

د سلوانیا STA خبري اژانس په وینا د اتریش سرحدي ساتونکو د شنبې په ورځ (د دیسمبر ۲۶مه نټه) ۴۱۳ مهاجر بیرته سلوانیا ته استولي دي. خو د اتریش APA خبري اژانس ویلي دي چې د سلوانیا د کورنیو چارو وزارت مرستیال بوستین سیفیچ د سه شنبې په ورځ (د دیسمبر ۲۹مه نیټه) ویلي دي چې له دې کسانو څخه شاو خوا نیم یې بیرته اتریش ته د تګ اجازه ترلاسه کړې ده.

اتریش د مهاجرو پر وړاندې امنیتي تدابیر ډیر کړي دي. له هغې وروسته چې پولیسو وویل چې په کریسمس او نوي کال کې یې د بریدونو ګواښونه ترلاسه کړي دي نو دي هیواد هم پر خپلو پولو امنیتي تدابیر ډیر کړل. تیره اوونۍ د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) وویل چې سږ کال له یو میلیون څخه هم ډیرو مهاجرو او کډوالو ځانونه اروپا ته رسولي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب