1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اته لس کاله د مخه په هم دې ورځ د برلين ديوال ونړېدی.

۱۳۸۶ آبان ۱۸, جمعه

د برلين د دېوال د ړنگېدو د اته لسمي کاليزي په درشل کي چي نن لمانځل کېږي د آلمان پارلمان پرېکړه کړې چي د آزادۍ او يووالي يو څلی او يادگار جوړ کړي.

https://p.dw.com/p/DKH0
په 1989 ميلادي کال کي ختيځ او لوېديځ آلمان بيرته سره يو ځای سوي وه.
په 1989 ميلادي کال کي ختيځ او لوېديځ آلمان بيرته سره يو ځای سوي وه.انځور: picture alliance/dpa
په آلمان کي نن د نوامبر مياشتي په نهمه نېټه د برلين د دېوال د له منځه تللو اته لسمه کاليزه لمانځل کېږي. په 1989 ميلادي کال کي ختيځ او غربي آلمان سره بيرته يو ځای سوي وه. په عين حال کي نهه شپېته کاله مخکي د 1938 ميلادي کال د نوامبر د مياشتي په نهمه نېټه نازيانو په يوه شپه چي د Reichspogromnacht په نامه مشهوره ده چي گڼ شمېر آلماني ټبره يهودان يي وژلي او ټکولي وه.