1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اجمل قصاب په هند کي اعدام سو

۱۳۹۱ آذر ۱, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/16nEr

پاکستانی وگړی اجمل قصاب نن د چهار شنبې په ورځ په هند کي په دار وځړول سو. د هند د کورنيو چارو وزير سشيل کمار رندې د اعدام د سزا د پلي کېدو پخلی کړی دی. وزير ويلي دي چي اجمل قصاب نن سهار په ځايي وخت اوه نيمي بجې د پونا په يو زندان کي اعدام سو. اجمل قصاب په ۲۰۰۸ عيسوي کال د هند پر ممبی ښار د ۱۱ تنو بريد کوونکو له ډلي څخه يوازنی ژوندی پاته سوی کس وو. د هند يوې محکمې هغه ته د اعدام سزا وټاکل. د هند لومړي وزير، د قصاب له خوا د استيناف غوښتنه رد کړې وه. د ممبۍ په پېښه کي هغه وخت ۱۶۶ انسانان ووژل سول او تر ۱۰۰ زيات ټپيان سول. د دغه بريد پړه په پاکستان کي ميشتي د لشکر طيبه پر ډلي باندي اچول سوې وه.