1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احدي: د هيواد د نفتي اړتيا لپاره نوي سيسټم جوړوو

۱۳۸۹ دی ۲۶, یکشنبه

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت پر داسي يوه سيستم کار کوي چي له مخه به يې د هيواد ټوله نفتي اړتيا او هغه سرچينې چي دغه مواد ځني راوړل کيږي په واضح ډول مشخصي سوي وي.

https://p.dw.com/p/Qshx
د افغانستان د سوداگرۍ وزير انورالحق احدي
د افغانستان د سوداگرۍ وزير انورالحق احديانځور: DW

دغه ګام وروسته تر هغه پورته کيږي چي ايران افغانستان ته د تيلو د تګ په مخنيوي پر افغانانو سخت فشار راوستی دی.

د يوې نيمي مياشتي را پدي خوا ايران لا هم هغو شاوخوا اتلس سوه ټانکرونو ته افغانستان ته د تګ اجازه نه ورکوي چي افغان پولي ته څيرمه د ايران په خاوره کي درول سوي دي.

که چيري دغه سيتسم جوړ سي له يوه پلوه به د افغانستان کلنۍ نفتي وړتيا مشخصه سي او له بل لوري به د هغو ټانکرونو شميره او سرچينه څرګنده وي چي افغانستان ته تيل راوړي.

اوس مهال په ملکي برخه کي هر کال افغانستان شاوخوا ۲۰۰ زره ټنه نفتو ته اړتيا لري.

د سوداګرۍ وزير انوار الحق احدي نن په يوه خبري غونډه کي وويل چي له ايران سره د دغو ټانکرونو د برخليک په اړه خبري رواني دي خو په اصل کي دغه کار د ترانزيت د ټولو قوانينو خلاف دی.

احدي وايي چي تهران بايد له غرب سره د خپلي سيالۍ په برخه کي افغان حکومت ته له زيان رسولو ډډه وکړي.

ايران تور لګوي چي دغه تيل په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ته ځي اوپه دې کار د افغانستان په بازارونو کي د تيلو بيه د پام وړ لوړه سوې ده.

احدي وويل چي تر اوسه پوري دغه سيستم نه وو او تر دريو مياشتو پوري به پر پښو ودرول سي.

« بايد د سوداګرۍ وزارت داسي يو سيستم ولري چي هره مياشت موږ ته معلومه سي چي څومره تيل د چا له خوا په کوم قيمت او څرنګه اخيستل کيږي، او موږ به وکولای سو چي د هغوی عادلانه او غيرعادلانه قيمت هم معلوم کړو، او په ورته وخت کي به دا هم څرګنده وي چي په کومه مياشت کي تيل کم راځي او موږ ورته د عرضي نوري لاري څرنګه پيدا کولای سو».

د ايران په خاوره کي افغانستان ته د تيلو ليږدونکي ټانکر له ډسامبر مياشتي راهيسي درول سوي دي.

که څه هم ناټو ځواکونه وايي چي دوی د ايران تيل نه کاروي خو ظاهراً ايران پر افغانستان د تيلو د صادراتو د بندولو لپاره همدا بهانه وړاندي کوي.

ناټو وايي دوی هغه تيل نه کاروي چي د ايران له لاري افغانسان ته راځي او دوی د پاکستان او ترکمنستان څخه تيل راوړي.

خو احدي وايي چي په تيرو دوو اونيو کي يې له امنيتي ستونزو سره سره له پاکستان د نفتي توکو واردولو کچه لوړه سوې ده.

« په تيرو دوو اونيو کي له پاکستان زموږ واردات زيات سوي، يو شمير زياتو سوداګرو له روسۍ کمپنيو سره قرار دادونه کړي چي په پايله کي به يې په درو راتلونکو اونيو کي ډير نفتي توکي هيواد ته راسي او په نرخونو کي به هم ټيټوالي وليدل سي».

که څه هم د ايران په دريځ کي تر اوسه پوري د نرمښت څرک نه ليدل کيږي خو افغانانو د ملک په بيلا بيلو برخو کي د ايران د دغه کار پر وړاندي خپل حساسيتونه څرګند کړي.

له سوله يزو لاريونونو پيل بيا د ايران پر سفارت د هګيو او رومي بادنجانو تر بريدونو پوري.

د سوداګرۍ وزير انور الحق احدي که څه هم وايي مسکو ته د تيلو د اخيستلو لپاره روان دی خو بيا هم له ايرانه غواړي چي د ولاړو ټانکرونو له مخه خنډ لري کړي.

عام افغانان وايي چي د ايران دغه عمل به سخت پارونکی وي. هغوی وايي که چيري افغان دولت د ايران په وړاندي په کوم اقدام لاس پوري نه کړي نو په خپله د حکومت په دننه کي داسي کړۍ سته چي د ايران پر ضد اقدام کي د دوی ملګرتيا ته ور ودانګي. او دغه کړۍ به د ګڼو ولسي افغانانو ملاتړ هم له ځان سره ولري.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل