1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمدزی: افغان ځوانانو ته کاري زمېنې برابريږي

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۲ تیر ۱۷, دوشنبه

افغان حکومت په پلان کي لري چي ځوانانو ته د کار روزګار زمينه برابره کړي. افغانستان هغه هيواد دی چي د وگړو ۸۰ سلنه يې ځوانان جوړوي او ډيری ئې اوزگاره دي.

https://p.dw.com/p/193nT
Ashraf Ghani Ahmadzai war am 13.03.2012 im Haus der Geschichte in Bonn um das Projekt "21st Century Silk Road" vorzustellen. Foto: DW/ Reza Shirmohammadi vor Ort
Ashraf Ghani Ahmadzaiانځور: DW

د افغان ولسمشر حامد کرزي اقتصادي سلاکار او د امنیت د لیږد د پروسې مشر اشرف غني احمدزي د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د جولای ۸) په کابل کې وويل چې حکومت پلان لري د سیاسي او اقتصادي سکتور ترمنځ داسي یوه اړیکه رامنځ ته کړي، ترڅو هغه پيسې په کار واچوي چې دمګړی د دوی په لاس کي دي:

«زموږ هدف دا دی چې ځونانو ته کار پیدا کړو، میرمني او بي وزلي خلک له اوسني اقتصادي ناورین څخه خلاص کړو او حکومت ته د عوایدو سرچینې پرانیزو او تر څنګ یي خصوصي سکتور ته هم مشروع ګټه ورسوو. د دې چوکاټ په ترځ کې به نړیوالي مرستي داسي شکل پیدا کړي چې موږ له پاره د بنسټونو په جوړولو ولګول شي.»

د ښاغلي احمدزي په خبره چې افغان دولت د خپلو مالي سرچینو د پراخولو او د نړیوالو مرستو د تر لاسه کولو له پاره د خپلو مالي سیستمونو پر روڼ والي باندي کار کوي.

هغه وویل چې دوي له ۲۰۱۴ کال وروسته نه یوازي دا چې له نړیوالي ټولني سره د همکارۍ چوکاټ پراخوي، بلکې د سیمي د ملکونو په کچه هم د همکاریو غښتلي کولو ته لومړيتوب ورکوي.

نوموړي د منځنۍ اسیا او افغانستان تر منځ د اورګاډي د پټلۍ جوړیدل د دغو هڅو یوه بیلګه وبلله خو دا یي هم وویل چې هیواد یي د سیمې د ملکونو د منفي تبلیغاتو ښکار ګرځیدلی دی:

«زموږ اړیکي یوازي له پرمختللو هیوادونو سره نه دي محدودي، بلکې د سیمې او د اسیا په کچه د ودي په حال کې دي، که څه هم موږ د سیمي د منفي ګرایي له امله متاثر شوي یو خو اسیا به تر شلو کلونو پوري د نړۍ د ا قتصاد په مرکز بدله شي او د دې له پاره موږ په افغانستان کې د هند او چین د پانګوني هرکلی کړی دی او اوس مو له مرکزي اسیا سره اړیکي په بنسټیزه توګه بدلي شوي او نوی فصل یي پيل شوی دی.»

افغان حکومت پر داسي وخت په خپل مالي نظام کې د سمونونو او ځوانانو ته د کار روزګار د رامنځ ته کولو ګامونه پورته کوي چې د یو شمیر لویو پروژو په بشپړیدو سره اوس مهال د کار پر شرایطو برابر په زرونو تنه افغان ځوانان اوزګار شوي دي.

حکومت ویره لري چې که چیري دغو ځوانانو ته د کار زمینې برابري نه شي ښایي د ورانکارو ډلو منګولو ته ولویږي او د ناوړه اهدافو له پاره وکارول.