1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمدزی: د سيمه يیزو پولیسو شمیر به نور هم ډير شي

۱۳۹۰ دی ۲۵, یکشنبه

د سیمه يیزو پولیسو قوماندانان وایي چي پلان لري د ځواکونو تشکیلات پراخ او د سرتیرو شمیره لوړه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د سیمه يیزو پولیسو د جوړیدلو په هکله شکایتونه هم موجود دي.

https://p.dw.com/p/13jvU
اوس مهال د افغانستان په مختلقو ولسوالیو کې ۹۸۰۰ سیمه ایز پولیس په دندو بوخت دي.
اوس مهال د افغانستان په مختلقو ولسوالیو کې ۹۸۰۰ سیمه ایز پولیس په دندو بوخت دي.انځور: AP

اوس د ټول هیواد په کچه په شاوخوا ۵۹ ولسوالیو کې لږ تر لږه ۹۸۰۰ سیمه يیز پولیس فعاليت لري.

د دغو پولیسو دنده په سیمه کې د امنیت ټینګول دي خو د قانون د تنفیظ دنده د کورنیو چارو وزارت د ملي پولیسو پر غاړه ده.

تیرکال د سیمه يیزو پولیسو له جوړیدو وروسته سخت شکایتونه ول او په ځینو مواردو کې هغوی د بشري حقونو په سرغړونه هم تورن شوي دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د یوې څیړونکي ډلي له خوا په یوه راپور کي چې د تیر کال په ورستیو کي خپور شوی وو، ویل شوي ول چې سیمه يیز پولیس په غلاوو، سړي ځورونو او حتی جنسي تیریو کې ښکیل دي.

د سیمه يیزو پولیسو قوماندان جنرال علي شاه احمدزی، که څه هم د اربکیو او ملیشو په پرتله سیمه يیز پولیس ډیر با نظمه ګڼي خو وایي چي په بغلان، کندز او میدان وردګو ولایتونو کي ئې هغه یو شمیر سیمه يیز پولیس ئې مجازات کړي دي چې غير قانون کارونه ئې کول:

«اربکي او ملیشې غیر مسئولي ډلي دي، سیمه يیز پولیس خپل قانون لري، د خلکو په خوښه جوړ شوي دي، مکافات او مجازات لري، د ملي پولیسو تر مشرۍ لاندي فعالیت کوي، ځينو چې ئې تېروتنې کړي مجازات شوي هم دي.»

د میدان وردګو او کندز ولایتونه لومړنۍ هغه سیمې وي چې سیمه يیز پولیس پکښي جوړ او په دندو وګمارل شول. هغوی تقریباً په هغو سیمو کې په ماموریت بوخت دي چې ملي پولیس ورته ډير لږ لاس رسی لري.

له کندز ولایت څخه په ولسي جرګه کې د خلکو استازې فاطمه عزیز وایې په ډیرو مواردو کې سیمه يیزو پولیسو یوازي د دوی په ولایت کې په قانون ماتونه لاس پوري کړی دئ او خلک ځني زړه توري شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د سیمه يیزو پولیسو قوماندانان د سيمه ييزو پوليسو له لوري غټ شمېر تېروتني نه مني.

که له یوې لوري د سیمه يیزو پولیسو پر اغیزمنتوب نیوکي کېږي له بل لوري د دغو ځواکونو د پراختیا چاري رواني دي.

د سیمه يیزو پولیسو مشر جنرال علي شاه احمدزی، وایي پلان لري د روان ۲۰۱۲ کال تر پایه د سیمه يیزو پولیسو شمیر۳۰ زرو تنو ته لوړ کړي او د هغوی د فعالیت ساحه له ۵۹ ولسوالیو څخه ۱۰۰ ولسوالیو ته پراخه کړي.

سیمه يیزو پولیسو ته د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړو ځواکونو او همدا راز د افغان روزونکو له لوري لنډ مهالې پوځي زده کړي ورکول کیږي، خو مالي او تجهیزاتي چارې ئې ټولي د امریکا د دولت پر غاړه دي.

دویچه ویله/ جلالزی
کتونکی: سید ریاض