1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمدزی: که بریالی شوم «اجرایي ریاست» جوړوم

حسین سیرت۱۳۹۳ خرداد ۴, یکشنبه

د ولسمشري ټاکنو په دویم پړاو کې نوماند اشرف غني احمدزي، ویلي دي چې که ټاکنې وگټي نو د خپلې ادارې په چوکاټ کې به یو نوی پست «اجرایي ریاست» رامنځ ته کړي. د دې پست د رامنځ ته کولو هدف په حکومت کې د تاجیکانو له پاره وڼده ده.

https://p.dw.com/p/1C6c7
انځور: W.Kohsar/AFP/GettyImages

په هغه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ په یوې ناسته کې خپره شوه راغلي دي: «په ټاکنو کې تر بریا وروسته، د اساسي قانون تر تعدیلولو او د معاونیت د یوه نوي پست تر رامنځ ته کولو پورې، اشرف غني احمدزی موافقه کوي چې د لوړې تر مراسمو وروسته یو تقنیني فرمان صادر کړي او د اجرایي ریاست پوست رامنځ ته کړي چې ځانگړي صلاحتونه به لري. دغه صلاحیتونه به د ولسمشر له خوا وټاکل شي.»

دغه بیانه د «سیاسي مشارکت» تر عنوان لاندې خپره شوې ده. د اعلامیې د خپرولو پر مهال پخپله اشرف غني احمدزی، احمد ضیا مسعود او د غني دواړه مرستیالان حاضر ول.

په اعلامیه کې ویل شوي دي چې په ټاکنو کې تر بریا وروسته به ژر لویه جرگه راوغوښتل شي او د «اجرایي معاونیت» صلاحیتونه به په کې مشخص شي.

دا اعلامیه تر هغه وروسته خپره شوه چې احمد ضیا مسعود، د اشرف غني له ډلې سره یوځای شو. تر دې مخکې ویل کیدل چې د احمدزي د ټاکنیزې ډلې په لوړپوړو کسانو کې د تاجیکانو له ډلې څخه څوک نه وو.

د خپرې شوې اعلامیې په یوه بل ځای کې راغلي دي چې اشرف غني احمدزی موافقه کوي ترڅو احمد ضیا مسعود د بریا په صورت کې په ټولو پریکړو کې ښکیل کړي او ورسره مشورې وکړي.

د عبدالله عبدالله له ډلې سره د نویو کسانو یوځای کیدل

له بلې خوا د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې هم ویلي دي چې محمود کرزی، به د دوشنبې په ورځ له «اصلاحات او همگرایي» سره یوځای شي.

تر محمود کرزي مخکې زلمی رسول، گل اغا شیرزوی او جمیل کرزی هم ډاکتر عبدالله عبدالله سر یوځای شوي ول. په دې ترتیب سره دواړو نوماندانو هڅه کړې ده چې په خپلو ډلو کې د نورو قومونو خالي ځایونه ډک کړي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب