1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

احمد ولي کرزی: په کندهار کي د ناټو ځواکونو د عملياتو ملاتړ کوم

۱۳۸۹ اردیبهشت ۷, سه‌شنبه

د افغانستان د جمهور رييس حامد کرزي ورور ژمنه کړي ده چي په ناکرار ولايت کندهار کي به د طالبانو پر ضد د ناټو له پوځي عملياتو څخه ملاتړ وکړي...

https://p.dw.com/p/N7sw
احمد ولي کرزی په کندهار کي د خپلو انډيوالانو سره
احمد ولي کرزی په کندهار کي د خپلو انډيوالانو سرهانځور: dpa

د کندهار د ولايتي شورا رييس احمد ولي کرزي، د برتانيې د فيننشل ټايمز ورځپاڼي ته ويلي،چي غواړي له خپل نفوذ څخه په استفادي سره د امنيت په ټينګښت کي مرسته وکړي.

احمد ولي کرزي دغه راز له دغه مرکې څخه په استفاده سره د لوېديځو رسنيو ټول هغه تورونه رد کړه چي ګواکي هغه د نشي توکو په کاروبار او قاچاق کي لاس لري. هغه زياته کړې، چي دا ډول تورونه «سياسي انګيزې» لري.

کرزي د فیننشل ټایمز سره په مرکه کي ويلي:

«راځی چي د یو نوي پیل لپاره هیله ولرو. راځی چي په ګده سره کار وکړو. زه غواړم خپلو خلکو ته خدمت وکړم. ښايي زما څخه ځيني اشتباهات سوي وي. زه غواړم چي دا مسايل روښانه سي.»

د ناټو تر مشرۍ لاندي او امريکا د متحده ایالاتو د ځواکونو لپاره د افغانستان په څه د پاسه اته کلنه جګړه کي کندهار خورا اهمیت لري.

له دغه ولایت څخه طالبانو سر را پورته کړی او اوس هم د هغه په ځینو ولسواليو کي وسلوال فعالیتونه روان دي. نړیوالو ځواکونو اوس دغه ولایت ته ځانګړی پام اړولی دی.

وروسته له هغه چي د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو د ځواکونو عمومي قوماندان، جنرال سټنلي ميک کریسټل اعلان وکړی،چي د هلمند د عملياتو له پای سره به کندهار ته پام واړوي، د کندهار په ښار او شاوخوا سیمو کي طالب اورپکو خپلي حملې تندي کړي دي. ځانمرګي بریدونه، د حکومتي چارواکو تر دروازو او د سړک تر غاړي د بمونو ایښودل د هغوی د ورځنیو حملو یوه برخه ګرځېدلې ده.

دغه وضعیت ملګري ملتونه مجبوره کړل، چي خپل ځيني کارکونکي وباسي او ځايي کارکونکو ته يې ويلي دي، چي په خپلو کورونو کي پاته سي.

د امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کي د خپلو سرتيرو په شمېر کي زياتوالی راوست، چي ويل کيږي د اګست تر مياشتي پور به په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو شېر د 126 زرو څخه 150 زرو تنو ته لوړ سي.

د دغو سرتيرو زياته برخه کندهار ته مخه کړې ده. ځيني پوځي پلان جوړونکي وايي، چي د کندهار عمليات لا مخکي پيل سوي دي او په راتلونکو مياشتو کي به نور هم تندسي.

احمد ولي کرزی، چي د جمهور رييس حامد کرزي ميرېزی ورور دی په خپله مرکه کي ويلي دي، چي دی به د کندهار په بيلابيلو قومونو کي د خپلي کورني له نفوذ څخه کار واخلي تر څو په دغه ولايت کي د بغاوت په ټکولو کي مرسته وکړي.

د کندهار د ولايتي شورا رييس، کرزي فينشل ټايمز ته وويل :« ما له خپل پلاره څخه زده کړي، چي له قومونو سره څه ډول چلند وسي، څنګه سړی کولای سي د هغوی درناوی لاس ته راوړي. زه به له دغه قومي نفوذ څخه کار واخلم تر څو د نړيوالي ټولني له هڅو سره مرسته وکړم.»

احمد ولي کرزي همدا راز د کندهار د ولايتي شورا د رييس په توګه خپل ځان د امريکا متحده ايالاتو د استازو د مجلس له مشري، نانسي پيلوسي سره چي د خلکو او حکومت ترمنځ اړيکه جوړوي، پرتله کړی.

AFP/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل